د اسیا جام سیالیو کې د بنګله دېش له لومړۍ بریا او دوهمې ماتې وروسته، د بنګله دېشبیا را زرغونېدل، په سوپر فور پړاو کې د افغانستان او پاکستان ماتول هغه څه دي، چې بنګله دېشی ولس او لوبډلمشر مشرفی مرتضی یې هیله مند کړي دي.
بنګله دېش د اسیا جام د څلورو غوره لوبډلو پړاو کې دوه ګاونډي هېوادونه؛ افغانستان او پاکستان مات کړل او تر پایلوبې ورسېد.
خو اوس د بنګله دېش په لوبډله کې شکېب الحسن او تمیم اقبال، چې تر ډېره کلیدي لوبغاړي دي شتون نه لري او د بنګله دېش لپاره مخکښ منډې جوړوونکی مشفق الرحیم هم د پښتۍ په برخه کې ټپي دی.
خو د مشفق الرحیم د لوبېدو خبره لا هم ډاډمنه ده او د هندوستان خلاف پایلوبه کې ښایي ولوبېږي.
که څه هم بنګله دېشۍ لوبډله کې کلیدي لوبغاړي د ټپونو له امله شتون نه لري؛ خو لا هم لوبډلمشر د خپلې لوبډلې کارکرده ګۍ ته خوشبین دی او وایي که چیري مونږ هندوستان ته تر ۲۶۰ او ۲۷۰ پورې منډې جوړې کړو؛ نو دا به د هندوستان لپاره ستونزمن هدف وي، چې پوره یې کړي.
د بنګله دېش زیاتره لوبغاړي له دې امله هم ښه روغتیایي حالت کې نه دي، چې د عربي متحده اماراتو له هوا سره بلد نه دي او ډېره پورې هوا پرې تاثیر اچولی دی.
مشرفی مرتضی ویلي، چې د دوی ښه کارکرده ګي کولای شي، د دوی ورزشي سفر نه هېرېدونکی او خاطره یي کړي.
تمیم اقبال او شکېب دواړه کورونوته ستانه شوي او په ژوبل حالت کې نن د خپلې لوبډلې پایلوبه ننداره کوي.
بنګله دېشي لوبډلمشر ویلي، چې مونږ د یو لوبغاړي پسې د بل کلیدي لوبغاړي ژوبلېدلو له پوره ستونزې سره مخ کړي یو او مشفق الرحیم هم په شک کې دی، چې پایلوبه کې به ولوبېږي او کنه.
نوموړي دا خبرې بېګا شپه یوه نیمه بجه د سپټمبر په ۲۸ مه نېټه یوې رسنۍ ته کړي دي.
هغه ویلي ځوان لوبغاړي باید دا زده کړي، چې مونږ باید تر وروستي توپ پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکړو او مبارزه روانه وساتو.
بنګله دېش په ۲۰۱۶ م کال کې هم له هندوستان نه پایلوبه کې ماته خوړلې وه او دوه کاله وروسته یو ځل بیا د نړۍ لومړۍ درجه لوبډلې سره پایلوبه کې لاس او ګریوان دی، دا چې دې ورزشي جګړه کې د چا ګریوان پاره کېږي او کورته شلیدلی ګریوان ځي؛ نن شپه یې پایله څرګندېږي.