هند پر پاکستان د پهلګام برید وروسته ځوابي برید وکړ، اسلام اباد د غچ اخیستو خبرداری ورکړی دی

هند نن سهار وختي د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې په هوايي بریدونه کې ۹ سیمې په نښه کړي چې اته کسان په کې وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا بریدونه “جګړه‌ییز اقدام” بللی او ویلي یې دي چې هېواد یې حق لري ورته “قوي ځواب” ورکړي.

دواړو اتومي وسلې لرونکو ګاونډیانو ترمنځ کړکېچ هغه مهال زیات شو، چې تېره میاشت په هندي کشمیر کې د وسلوالو په یوه برید کې ۲۶ تنه سیلانیان ووژل شول.

هند پاکستان د دې برید په پلانولو تورن کړ او ژمنه یې وکړه چې ځواب به ورکړي.

پاکستان بیا د اپرېل ۲۲ دې برید کې هر ډول دخالت رد کړ او چارواکو یې وویل چې هند پرې د بریدونو تابیا نیولې ده.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر، جنرال احمد شریف تېره شپه په یوه خبري غونډه کې وویل چې هند په شپږو سیمو کې ۲۴ ځایونه په نښه کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د هند په بریدونو کې ۸ تنه وژل شوي، ۳۵ تنه ژوبل شوي او ۸ تنه لا درکه دي.

دغه پاکستاني نظامي چارواکي، پرته له دې چې پوښتنو ته ځوابونه ووايي، د خبري غونډې له پای ته رسېدو مخکې، یې وویل، “پاکستان به د دې برید ځواب ورکړي.”

پر پاکستان بریدونو ته غبرګونونه؛

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د پاکستان او هند ترمنځ راپورته شوی وضعیت له نژدې څاري.

نوموړي ويلي، له ولسمشر ټرمپ سره همغږی دی چې دا وضعیت ډېر ژر پای ته ورسېږي او دواړه هېوادونه د متقابلو اړیکو له لارې د سوله ایز حل پر لور حرکت وکړي.

د ملکرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیوګوتریش

د ملګرو ملتونو د مشر انتونیو ګوترېش ویاند وايي چې هغه د کنټرول کرښې او له پاکستان سره د نړيوالې پولې په اوږدو کې د هند د پوځي عملياتو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ده په وینا، انتونیو ګوتریش ویلي چې “د کنټرول کرښې او نړیوالې پولې په اوږدو کې د هند د پوځي عملیاتو په اړه ژوره اندیښنه لري.”

ده پر دواړو هېوادونو غږ کړی چې د “لوړې کچې له زغم کار واخلي.”

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، “دا د شرم خبره ده”. موږ د دې په اړه همدا اوس واورېدل.”

نوموړي وویل، “زه هیله لرم چې دا (تاوتریخوالی) ژر پای ته ورسېږي.”

پاکستان پر هند ځوابي بریدونه کړي دي

د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال احمد شریف چودري له رسنیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې پاکستان د هند د توغندیو بریدونو په غچ کې د هند د هوايي ځواک دوه جنګي الوتکې او یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده.

پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي او نه هم هند تر اوسه د دې ادعا په اړه غبرګون ښودلی دی.

د پوځ ویاند وايي په بريدونو کې جوماتونه هم په نښه شوي دي دي. دی وايي د هند په توغندیزو بریدونو کې ټولټال اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.

پاکستان کې وضعیت څنګه دی

د پاکسان د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز شریف په ټول پنجاب کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

ټولې امنیتي ادارې، د پنجاب د پولیسو په ګډون، د چمتووالي په حالت کې دي. د پنجاب ټولو روغتونونو، ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو رخصتۍ لغوه شوې دي.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف د چهارشنبې سهار لس بجې د ملي امنیت کمېټې غونډه رابللې ده.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یوه وینا پاڼه کې ویلي: “خاین دوښمن په پاکستان کې په پنځو ځایونو باندې بزدلانه بریدونه کړي دي. د تیري دا ناوړه عمل به یې بې سزا پاتې نشي.

هغه زیاته کړې”پاکستان د هند د دې بې دلیله برید پر وړاندې د پرېکنده ځواب ورکولو بشپړ حق لرو.”

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف جیو نیوز ټلویزوني شبکې ته ویلي هند د پاکستان او کشمېر پر درې ولسي سیمو توغندیز بریدونه کړي. نوموړي هغه رپوټونه رد کړي چې هند ویلي د ترهګرو مرکزونه یې په نښه کړي دي.

د پاکستان پوځ وايي هندي الوتکو په دریو ښارونو بهاولپور، کوټلي او مظفر اباد توغنديز بریدونه کړي دي.

د پاکستان پوځ وايي هندي الوتکو په دریو ښارونو بهاولپور، کوټلي او مظفر اباد توغنديز بریدونه کړي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري له یوه ځایي تلویزیون سره په خبرو کې د دې بریدونو پخلی کړی او وايي دا بریدونه “د هند له خپل هوايي حریم څخه” ترسره شوي دي.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.