
هند ادعا کوي د کشمیر په پهلګام کې سیمه کې پر سیلانیانو د څلورو برید کوونکو له ډلې دوه يې پاکستانیان دي.
د هند تر واک لاندې کشمیر کې د ننت ناګ سیمه پولیسو د دوو پاکستانیان د هویت د افشا کیدو سربیره ویلي، دریم برید کوونکی د اننت ناګ اوسیدنکی دی، خو د څلور بریدګر په اړه څه ویل شوي نه دي.
د اننت ناګ پولیسو ادعا کړې چې درې بریدګر د لشکر طبیه غړي دي مرکز يې په پاکستان کې دی.
پولیسو د هغو بریدګرو د څېرو رسم شوي انځورونه هم خپاره کړي، چې ادعا کېږي، پر ملکي سیلانیانو یې ډزې کړې.
پولیسو د دې کسانو په هکله د معلومات ورکوونکو لپاره د دوه میلیونه هندۍ روپیو جایزې او نوم نه څرګندولو اعلان هم کړی دی.

د هند حکومت د برید ته په غبرګون د پاکستان پر وړاندې جدي اقدامات کړي دي.
د پاکستانیانو د ویزو لغوه؛
د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوري ډیپلماټ ویکرم مېشري وړمه ورځ خبریالانو ته وویل، ” پاکستانیان د جنوبي اسیا د ویزو له استثنايي طرحې بې برخې کیږي او د ټولو هغوو کسانو ویزې لغوه دي چې په تیر کې ورته د هند حکومت ورکړې وې”.
د مېشري په ټکو، په نوي ډیلي کې د پاکستان په سفارت کې “دفاعي یا پوځي” او د “بحري او هوايي” ځواکونو مشاوران “ناخوښي شخصیتونه” دي او باید “په یوه اونۍ کې دننه له هنده ولاړ” شي.
مېشري وړاندې وویل، په اسلام اباد کې له خپل سفارته دفاعي یا پوځي او د بحري او هوايي ځواکونو مشران هېواد ته وربولي، او په سفارت کې يې “دا دندې ختموي.”
اغلې مېشري په سفارت کې د ځینو نورو کارکوونکو د شمېر د کمولو اعلان هم وکړ او زیاته کړه د “۲۰۲۵ز کال د مې له لومړۍ” څخه دې پاکستان په نوي ډیلي او هند به په اسلام اباد کې په خپلو سفارتونو کې د کارکوونکو شمېر له “۵۵ څخه ۳۰ ته کسانو” ته راکم کړي.
مېشري وړاندې وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې امنیتي پوستې ستمدسي تړل کیږي چې ورسره به د واګې بندري لار د تګ راتګ پرمخ وتړل شي.
بل پلو، پاکستاني چارواکو ویلي، د هندي هوايي شرکتونو او یا له دې هېواده الوتونکو ټولو هوايي شرکتونو د الوتکو پر مخ خپل فضايي حریم تړي.
هندي چارواکو بیا په پاکستان کې له خپلو مېشتو وګړیو وغوښتل چې د راتلونکې مې میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې باید هېواد ته ستانه شي.
د اباسین سیند د اوبو د توافق ځنډیدل؛

میشري وايي، “په پهلګام کې برید د هند له پولو د باندې پلان شوی وو”.
د مېشري په ټکو، “د برید جدیت ته په کتو له پاکستان سره د اباسین سیند د اوبو توافق ځنډوو او له دې هېواد سره ډیپلماټیکې اړیکې را کموو”.
مېشري خبریالانو ته ویلي، “څو چې پاکستان په کلکه له خپلو پولو ورخوا د ترهګرۍ له ملاتړه لاس وانخلي، دوی به دا توافق له سره نه کړي”.
د اباسین سیند د همالیه له غرونو د هند تر واک لاندې له جمو کشمیر څخه سرچینه اخلي.
په ۱۹۶۰کې هند او پاکستان د نړیوال بانک په منځګړیتوب د دې سیند د اوبو پر ویش توافق وکړ.
دغه توافق د هغه د هند صدراعظم جواهر لال نهرو او د پاکستان پوځي واکمن جنرال ایوب خان په کراچۍ کې لاسلیک کړې و.
په موافقه کې راغلي دي چې د اباسین د اوبو نظام له شپږو لویو سیندونو جوړ دی چې ورڅخه یې درې غربي او درې ختیز یا شرقي بلل کېږي.
په ۱۹۴۷ز کال کې چې د هند نیمه وچې له برېتانیا خپلواکي ترلاسه کړه او پاکستان جوړ شو نو د دواړو هېوادونو ترمینځ د هغو اوبو د وېش، نظم او مدیریت په اړه لانجه او اختلافات پیدا شول چې بالاخره څه باندې یوه لسیزه وروسته حل شول.
د موافقې له مخې، د درې غربي سیندونو – اباسین، جهلم او چناب – اوبه به د پاکستان پر لوري بهېږي. هند په تر خپل واک لاندې کشمیر او نورو ځایونو کې هغه اوبه کارولای شي، خو زېرمه کولای یې نه شي او داراز یې بهیر هم نه شي کمولای یا ګډوډولای.
دا موافقه د دواړو هېوادونو ترمینځ د جګړو پر مهال او په تېرو لسیزو کې پر ټولو اختلافاتو او ستونزو سربېره پر ځای وه او په لومړي ځل ځنډول شوې ده.
پاکستان بیا د دې توافق د ځنډیدو په ځواب کې ویلي، پاکستان د نوي ډیلي له لوري د “اباسین د اوبو موافقې ځنډول په کلکه ردوي” دا یو “جنګي اقدام” بولي.
دا خبره د پاکستان صدراعظم شهباز شریف نن د ملي امنیت په مشري په یوې ناسته کې کړې ده.
د اپریل په ۲۲مه په پهلګام کې څه وشول؟

هندي چارواکي وايي، د اپریل په ۲۲ د سه شنبې په ورځ مازیګر مهال څلورو وسلوالو په پهلګام تفریحي سیمه کې پر سیلانیانو ډزې وکړې او لسګونه کسانو ته یې مرګژوبله واړوله.
په دې برید کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
دا په سیمه کې له ۲۰۰۰ز کال راهیسې او په هند کې د ۲۰۰۸ز کال د ممبۍ تر حملې وروسته پر ولسي وګړو تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.
نوي ډیلي وايي، له وژل شویو څخه یې ۲۵ هندیان او یو نیپالی وګړی دی.
د جمو کشمیر د وزیر عمر عبدالله په ګډون د هند حکومت مخالفه ګوندونو سیاستوالانو برید غندلی دی.
د سیمې پولیس وايي، د برید په تړاو يې شاوخوا ۱۵۰۰ کسان نیولي دي.
د حکومت مخالفه کانګرس سیاستوالانو ویلي دي چې د برید په مخنیوي کې دې په پاتې راتګ د نرېندرا مودي په مشرۍ د هندي حکومت حساب وشي.
د هند وزیراعظم تر حملې وروسته سعودي عرب ته دوه ورځنی سفر لنډ کړ او هېواد ته ستون شو.
دا برید چا کړی و؟

“د کشمیر مقاومت” چې د “مقاومت جبهې” په نامه هم پېژندل کېږي یو نسبتا نوې ډله ده، د برید مسولیت منلی دی.
د هند تر واک لاندې کشمیر کې اکثریت میشت خلک مسلمانانو دی خو په جمو او لداخ کې هندوان او د بودايي دین منونکي هم اوسي.
په جنوبي اسیا کې د ترهګرۍ، وسلوالو ډلو او حملو په اړه معلومات غونډوونکې یو ناحکومتي څېړنیز مرکز وايي، “د مقاومت جبهه په ۲۰۱۹ز کال کې د کشمیر د قانوني او دیني حیثیت بدلېدو ته په غبرګون کې جوړه شوې وه.
د دغې ډلې په خبره، د مقاومت جبهه له پاکستان مېشتې وسلوالې ډلې لشکر طیبه څخه “ټوکېدلې” ده او ټول مرکزي مشرانو یې له لشکر طیبه سره تړاو لري.
رویټرز اژانس وايي، د کشمیر مقاومت په نوم ډلې د اپرېل پر ۲۳مه په خپل تازه بیان کې تور پورې کړی دی چې په برید کې په “نښه شوي سیلانیان عادي کسان نه، بلکې له هندي امنیتي ادارو سره تړلي” کسان ول.
اژانس د هندیو امنیتي ادارو په حواله وايي چې د “کشمیر مقاومت” په نوم د ډلې تر شا پاکستان مېشته سازمانونه لکه لشکر طیبه او حزب المجاهدین دي او هغه یې ورمخې ته کړې ده.
د اپرېل پر ۲۳مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په بیان کې وویل چې اسلام اباد د “سیلانیانو وژلو اندېښمن” کړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې “د وژل شویو له کورنیو سره غمرازي” کوي او “د ژوبلو د بیړنۍ روغتیا هیله لري.
خو د هند صدراعظم نریندرا مودي بیا بریدکوونکو ته سختې سزا خبرداری ورکړی دی.
د مودي په ټکو، ذ پهلګام بریدکوونکو ته به “له تصوره پورته” سزا ورکړي.
ښاغلي مودي ویلي، “زموږ دوښمنانو زموږ پر خاوره د برید کولو جرات کړی دی. غواړم دا روښانه کړم چې د دغو وژنو تر شا لاس لرونکو ترهګرو ته به د هغوی له ملاتړو سره یو ځای داسې ستره سزا ورکړو چې د دوی له تصوره به هم پورته وي.”
دا لومړی ځل دی چې ښاغلی مودي تر خپلې ادارې لاندې د کشمیر په پهلګام کې د شوي برید په اړه په یوه عمومي غونډه کې د وینا پر مهال د خپل حکومت دریځ روښانوي.
ده دا څرګندونې نن پنجشنبه (اپرېل ۲۴) په بېهار کې کړې دي.
Be the first to comment