لیکنه: بهار سمسور
هند به په روان نړیوال جام کې د شنبې په ورځ د افغان کریکټ ملي لوبډلې خلاف د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
دغه لوبه د انګلستان په صوت هامټون کې تر سره کیږي.
خبرونه دا دي چې هندۍ لوبډله د افغانستان خلاف له کلک چمتوالي سره رامخکې کیږي،چې دا د افغان لوبډلې لپاره یوه مثبته خبره په دې ده چې افغان لوبډله سیالانو ته قوي ښکاري او هم ورته په کمه سترګه نه ګوري.
افغان لوبډلې خپلې پنځه واړه لوبې بایللې دي،خو هندوستان بیا د څلورو لوبو له منځه درۍ ګټلې او یوه یې د باران له کبله مساوي شوې چې د ۷ نومرو پر مټ د جدول دوهم مقام کې قرار لري.
دغې لوبډلې چپ لاسی پیاوړی اوپنر (پیلیز) توپ وهونکی شکر دهوان له لاسه ورکړی؛ خو پر ځای یې بدیل کیل راهل تېره وروستۍ لوبه کې د پاکستان خلاف د نیمه سلیزې په جوړولو سره ځان ثابت کړ او دا به د افغان لوبډلې لپاره هم مهم ټکی وي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هیله ښودلې چې شکر دهوان ژر روغ او بېرت له لوبډلې سره یو ځای شي.
د هند رسنیو تصویرونه خپاره کړي دي چې ګني هندۍ لوبډله به د افغانستان خلاف د تېرو لوبو د لباس پر ځای نوی لباس چې زیات به ژېړ رنګ ولري او کم به همدا د اوسني شین رنګ په بدلون سره وي پکې راڅرګنده شي.
د هند او افغانستان په شمول سریلنکا،بنګلادېش او صوت افریقا دوه بېلابېل لباسونه په روان نړیوال جام کې کاروي، لکین پاکستان په یو رنګ شین لباس کې غواړي دا نړیوال جام ولوبوي.
خو حقیقت دا دی چې د افغانستان خلاف به د هندۍ لوبډلې یوازې لباس نه وي تغیر بلکې، پلان،او لوبه به یې هم د اففانستان خلاف متغیره وي او باید چې افغان لوبډله د هند سره په لوړ مرال،قوي عزم خو غښتلي او هر اړخیز پلان سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.