د انګلستان او هندوستان ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د سه شنبې په ورځ د هندوستان په پونه ښار کې ترسره شوه.
انګلستان د ټاس په ګټلو سره توپ اچونه وکړه.
د هندوستان کرکټ لوبډلې لپاره روهېټ شرما ۲۸ ، شېکردوان ۹۸، ویرات کولي ۵۶ ، کی اېل راهول ۶۲ ناسوځېدلې او کرونال پانډیا ۵۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.
دې لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۷ منډې وکړې او انګلېنډ ته یې ۳۱۸ منډې هدف ورکړ.
د انګلستان لپاره درې وېکټې بېن سټوکس او دوه وېکټې مارک ووډ واخېستې.
د انګلینډ پیلیزو توپوهونکو په لومړیو لسو اورونو کې د هندوستان ټول بالران وټکو، ښه پیل یې وکړ، جېسن رای په ۴۶ منډو اوټ شو او جاني بېرسټو په ۹۴ منډو وسوځېد.
له دې وروسته د هندوستان هیڅ لوبغاړي ښه توپوهنه ونه شوای کړای.
بېن سټوکس په یوه منډه، اېوېن مورګن په ۲۲ منډو، جاس بټلر په دوه منډو، سام بېلېنګز په ۱۸ منډو، معین علي په ۳۰، سام کورن ۱۲ منډو، ټام کورن په یوولسو او عادل رشید په صفر وسوځېد.
د انګلستان ټول لوبغاړي په ۴۲ اعشاریه یو اورونو کې په ۲۵۱ وسوځېدل او لوبه ترې هندوستان په ۶۶ منډو وګټله.
د هند لپاره پراسېد کرېشنا څلور، بونېشور کومار ۲ ، شاردول تاکور درې او کرونال پانډیا یوه وېکټ واخیسته.
د لوبې غوره لوبغاړی شېکر دوان وپېژندل شو؛ نوموړي په ۱۰۶ توپونو د ۲ شپږیزو او ۱۱ څلوریزو په مرسته ۹۸ منډې کړې وې.
دواړه لوبډلې دویمه یو ورځنۍ لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ پیلوي.
د هندوستان او انګلستان مقامونه
د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې انګلستان تر دې دمه په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې لومړی مقام لري؛ خو هند بیا ټېسټ لوبو کې لومړی ځای خپل کړی دی.
د انګلستان د یو ورځنیو لوبو نومرې ۱۲۳ دي او هندوستان ۱۱۷ دي.
خو که هندوستان روانه لوبلړۍ وګټي، نو انګلستان څخه لومړی مقام خپلوي او که انګلستان راتلونکې دوه لوبې وګټي، نو خپل لومړی مقام به محکم کړي.
بل پلو د شل اوریزو لوبو تازه درجه بندي د مارچ په شلمه خپره شوې؛ خو د هندوستان او انګلستان سیریز ته پکې کتنه نه ده شوې.
ښایي د مارچ میاشت په وروستیو کې یو ځل بیا درجه بندي وشي او هندوستان به ترې لومړی مقام خپل کړي.
په شل اوریزو لوبو کې اوسمهال د انګلستان نومرې ۲۷۲ دي او د هندوستان ۲۷۰ دي.
ښایي چې د دې میاشتې تر پایه هند په شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې لومړۍ درجه لوبډله شي.