د انګلستان او هند ترمنځ وروستۍ او برخلیک ټاکونکې یو ورځنۍ لوبه د یکشنبې په ورځ د غرمې په دولس نیمو بجو پیلېږي.
دا لوبه ځکه مهمه ده، چې له دې وړاندې دوه لوبې شوي، چې یوه یې هند او بله یې انګلستان ګټلې ده.
دا لوبه نه یواځې د لوبلړۍ د ګټلو لپاره مهمه ده، بلکې د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې په لومړي مقام لوبه هم ده.
اوسمهال انګلستان په یو ورځنیو لوبو کې لومړی مقام لري او که هند دا وروستۍ لوبه وګټي نو په درجه بندۍ کې لومړی مقام اخلي.
ښایي چې د مارچ میاشت تر پایه هند په شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ درې واړو کې لومړي مقامونه واخلي.
د انګلستان پلان
د انګلستان لوبډلمشر جاس بټلر ویلي چې د جمعې په ورځ یې لوبډلې ښه کارګرده ګي وکړه او د وروستۍ لوبې لپاره هم د لوبغاړو د بدلون پلان نه لري او وروستۍ لوبه به هم په زړه لوبډله ترسره کړي.
بټلر ویلي چې تر وروستي حده هڅه کوي، زیاتې منډې هدف ورکړي او یا هم زیات هدف په ښه انداز پوره یا چیس کړي.
د انګلستان لپاره په توپ وهنه کې څلور لوبغاړي د ملا د تیر حیثیت لري.
جېسن رای او جاني بېرسټو په پیل کې د انګلېنډ لپاره د توپوهنې ستنې دي او که چېرته دا لوبغاړي ښه مخته لاړ شي؛ نو بیا که څومره ستر هدف وي انګلستان یې فتح کولای شي.
ښه مثال یې د دویمې لوبې دی، چې جېسن رای پکې ۵۵ او جاني بېرسټو پکې ۱۲۴ منډې وکړې او په ون ډاون کې ورسره بېن سټوکس ۹۹ چټکې منډې ورشریکې کړې.
نو د انګلستان د توپوهنې برخې د روزونکو ستراتېژي هم دا ده، چې د دوی اوپننګ ښه مخته ولاړ شي او راتلونکو لوبغاړو لپاره لوبه اسانه کړي.
د انګلستان لپاره په منځنۍ برخه کې یو بل ښه ګام دا شو، چې د لیام لېوېنګسټن په نامه لوبغاړی یې لوبډله کې اخیستی دی.
هغه په خپله لومړۍ یو ورځنۍ یا پیلیزه لوبه کې هم ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او خورا ښه مخته ولاړ.
نو په منځنۍ برخه کې چې په جوفرا ارچر یا هم بالرانو د توپوهنې تکیه زیاته وه، هغه لیام لېوېنګسټن ته ورانتقال شوه.
لیام لېوېنګسټن پیاوړی لوبغاړی دی او نن سبا ښه فوم کې هم دی او کولای شي، چې منځنۍ برخه کې د هند بالران له ستونزو سره مخ کړي.
د انګلېنډ د بالېنګ برخه کې د جوفرا ارچر نشتون سرخوږی دی او ځای ډکول یې ستونزمن دي.
بل پلو په دې لوبه کې مورګن نشته او لوبډلمشري جاس بټلر ته ور تر غاړې ده.
بټلر په وېکټ ساتنه، توپوهنه او لوبډلمشرۍ درې واړو کې رول لوبوي.
د یو ورځنیو لوبو بل غوره لوبغاړی جو روټ هم له انګلستان سره نشته او ځای یې په ون ډاون کې په بېن سټوکس ډک شوی دی.
د هند د لوبډلې پلان
هندوستان لوبډله په چیس یا د هدف په پوره کولو کې نړیوال نوم لري او همدا علت دی، چې په دوو یو ورځنیو لوبو کې انګلستان د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ اچونه غوره کړه.
خو د هندوستان لوبډلې رهبرۍ ویلي، چې د دوی پلان دا دی، چې د انګلستان لومړۍ درې وېکټې ژر وغورځوي، ترڅو دا لوبډله په ښه پیل کې له پښو وغورځوي.
د هند لپاره په توپ اچونه کې ډېره تکیه په بونېشور کومار ده، ځکه جسپرېت بومرا تازه واده کړی او هغه په لوبډله کې نشته.
ورسره ځوانو لوبغاړو لکه پراسېد کرېشنا، شاردول تاکور ځای ډک کړی دی.
د هند لخوا په وروستیو څو لوبو کې خورا ښه توپ وهنه شوې ده، چې لومړۍ لوبه کې یې بالرانو له ۳۱۷ منډو دفاع وکړه، خو دویمه لوبه کې یې ۳۳۶ منډو کې دفاع ونشوه کړای او بالران ناکام شول.
دا ځل به ویرات کولي هڅه کوي، چې د توپ اچونې ښه ګډوله جوړه کړي، مثلا فسټ بالېنګ، مېډیم او سپېن توپ اچوونکي وکاروي، ترڅو د انګلستان لومړي درې لوبغاړي چې د توپ وهنې ستنې دي، ژر وسوځوي.
لوبډلې
د هند لپاره ویرات کولي لوبډلمشر، روهېټ شرما، شېکردوان، کی ایل راهول، رېشاب پنټ، هارډېک پانډیا، کرونال پانډیا یا واشېنګټن سونډر، بونېشور کومار، شاردول تاکور یا ټي نټراجن، پراسېد کرېشنا، کولډيپ یداف، یا یوز وېندرا چهل.
دا نو احتمالي لوبډله ده.
د انګلستان لوبډله
جاس بټلر لوبډلمشر، جاني بېرسټو، جېسن رای، بېن سټوکس، لیام لېوینګسټن، معین علي، سام کورن، عادل رشید، رییس ټاپلي او مارک ووډ.