لیکنه: سمیع الله درانی
مایکل هسي؛ ډوني مې نصیحت ونه مانه، نو د راشد خان د توپ اچونې ښکار شو.
د سوځولو کیسه یې د اسټرالیا پخواني کیڼ لاسي توپ وهونکي او د چینای سوپر کېنګز کرکټ لوبډلې د توپوهنې برخې روزونکي مایکل هسې کړې ده.
هغه وایي “د ۲۰۱۸ م آی پي اېل سیالیو مهمو یا پلی آف لوبو پرمهال ما ډوني ته مشوره ورکړه، چې د راشدخان ګوګلي او لېګ برېک توپ ته پام وکړي او سم یې ولوبوي، خو هغه زما نصیحت او مشورې ته ځواب رانکړ او بالاخره تېروتنه یې وکړه”.
د هسې په خبره ډوني د غلط شاټ وهلو له کبله د راشدخان لخوا کلین بولډ شو او ډوني په داسې حال په نهه منډو د راشدخان لخوا وسوځول شو، چې ۱۸ توپونه یې لوبولي وو.
د راشد خان ګوګلي او لېګ برېک توپ له نورو سره څه توپیر لري؟
کله چې راشدخان ګوګلي توپ غورځوي، نو د شهادت او منځنۍ ګوتې سره پراخه نیسي او لېګ برېګ کې بیا ګوتې تنګې نیسي.
دا د راشدخان یو کمال دی، چې توپ وهونکی یې په توپ نه پوهېږي او سم یې نشي لوبولی.
نور لېګ برېک توپ اچوونکي د ګوګلي توپ غورځولو لپاره ګوتې تنګې نیسي او د لېګ برېک لپاره یې پراخه نیسي، چې راشدخان بیا له دوی توپیر لري.
مایکل هسي زیاتوي، ډوني په ویشتن ځای کې ولاړ و، په ۹۸ توپونو د چینای لوبډلې لپاره ۱۱۶ منډې اړتیا وه، د هغه په وېنا زه پوره باوري وم، چې د ډوني په شتون کې لوبه ګټو؛ خو د راشدخان نه مطالعه کولو هغه له لوبغالي بهر کړ او ماته مو په نصیب شوه.
ډوني د ۲۰۱۸ م آی پي اېل پلی اف لوبې پرمهال د راشدخان توپ کَوَر لوري ته لوباوه، چې بولډ شو او راشدخان د یو اتل په څېر بریالی شو.
راشدخان د دې سربېره آی پي اېل کې ویرات کولي او سورېش رېنا هم بولډ کړي دي.