عمران طاهر هم ۲۰۱۹ کال نړیوال جام د ځان لپاره وروستی ګام بولي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

لیکنه: بهار سمسور

پاکستان الاصله عمران طاهر وايي غواړي له ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریزه جام وروسته له یوه ورځنیو لوبو سره رخصت واخلي.

دغه ۳۹ کلن لوبغاړی وايي غواړي له دغې لارې هغو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړي کوم چې د ده په خبره دا وخت د افریقا په کورنیو لوبو کې ښه لوبیدلي او حق لري چې ملي لوبډلې ته راشي.

عمران طاهر وايي پلان لري چې تر ۲۰۲۰ کال شل اوریزه نړیوال جام پورې له لوبډلې سره واوسي.

دی زیاتوي کولي شي چې په شل اوریزه لوبو کې به د خپلې لوبډلې لپاره ښه ولوبیږي.

نوموړي له کریبز نومي سپورتي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دي له دې سره مینه لري چې نړیوال جام کې ولوبیږي او کولی شي چې په نړیوال جام کې ښې لوبې تر سره کړي.

دا یوازې عمران طاهر نه دی بلکې له ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام وروسته به د کریس ګېل، اېم آېس دوني په شمول ځينې نور هغه لوبغاړي چې دا وخت زیات کریکټ مینوال لري د مینوالو له سترګو به پنا شي.