عمران خان: زموږ د اقتصاد راتلونکی په چین پوري تړلی دی

رنګین تجريدي ډیزاین

خبریال: فضل الله فضلي
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د الجزيرې تلوېزیوني شبکې سره په یو تازه مرکه کي ویلي چي د پاکستان اقتصادي راتلونکی نور په چین پوري تړلی دئ.
نوموړي ویلي:

 د پاکستان مبارزه دوام لري او زه نه غواړم، چي هیوادوال مو مخ پر کښته ولاړ سي.

عمران خان تېره پنچ شنبه د یادي شبکې سره په خبرو کي زیاته کړه، چي موږ په یوه نوي جوړښت سره روان یو او مبارزه مو پیل کړې ده، چي د یو نوي پلان له مخي اقتصاد پیاوړی کړو.
Hit In Pakistan | No Corruption At Top Level During His Two-Year Tenure  Says Imran Khan!
پاکستان د کرونا ویروس په راتګ سره د خورا سختو مالي ننګونو او اقتصادي رکود سره مخ سو، خو بیا یې هم وکولای سول چي د ویروس د خپراوي په جریان کي حالت کنټرول وساتي.
د پاکستان وګړي د عمران خان څخه ډېر نا خوښه دي او د اکثرو رسنیو سره د خبرو پر مهال عمران خان غندي او وايي چي عمران خان پاکستان چپه کړ.
پاکستان اوس مهال په مجموعي ډول د نړۍ  د ځینو شتمن هیوادونو، د نړیوال بانک او د پیسو د نړیوال صندوق څخه تر ۱۱۱ بېلیونو ډالرو ډېر پور لاندي دئ.