په بېګ باش ښځینه لیګ کې ایلایس پېري سلیزه ووهله

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د اسټرالیا په ښځينه بېګ باش لیګ سیالیو کې، اته لوبډلې لوبېږي، دغه سیالۍ د ډېسمبر په لومړۍ نېټه په اسټرالیا کې پیل شوي دي.
په دې سیالیو کې سېډني تندر، سېډني سېکسرز، مېلبورن رېنېګېډز، اډیلایډ سټرایکرز، هوبرټ هرېکېنز، برېسبېن هیټ، پېرت سکارچرز او مېلبورن سټارز لوبدلې لوبېږي.
د نومرو په جدول کې سېډني سېکسرز شپږ نومرې لري، درې لوبې یې ګټلي دي او تر دې دمه په لومړي مقام کې ده.
سېډني تندر هم شپږ نومرې لري دوهم مقام کې ده، پېرت سکارچرز دریم، مېلبورن سټارز څلورم، اډیلایډ سټرایکرز پنځم، مېلبورن رېنېګېډز شپږم، هوبرټ هرېکېنز اووم او برېسبېن هیټ اتم او وروستي ځای کې قرار لري.
په دغو سیالیو کې تر دې دمه پنځلس لوبې شوې دي او ټولې ۵۹ لوبې کېږي.

د ایلایس پېري توپ وهنه :
الېس پېري چې اسټرالیا د ښځینه کرکټ لوبډلې ځوانه لوبغاړې ده، په بېګ باش ښځينه کرکټ لیګ کې د سېډني سېکسرز لوبډلې لوبډلمشره ده؛ هغې د لیګ په ۵ مه لوبه کې د پېرت سکارچرز لوبډلې پر وړاندې په ۵۹ توپونو د ۱۴ څلوریزو او ۳ شپږیزو په ملتیا ۱۰۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او د پېرت سکارچرز لوبډلې ۱۶۸ منډې هدف یې په ۱۸ اعشاریه ۴ اورونو کې مات کړ او سکارچرز لوبډلې ته یې په ۶ وېکټو ماته ورکړه.
ایلایس پېري اوپننګ یا پیل ته راغلې وه او په بریا سره ناسوځېدلې له مېدانه ووته.
نوموړې په دوو نورو لوبو کې په یوه لوبه کې ۵۸ سوځېدلې منډې او بله لوبه کې ۷۸ ناسوځېدلې منډې کړې وې.
ایلایس پېري په ۳ لوبوکې ۲۳۸ منډې کړي دي او لوبډلې یې په درې لوبو کې درې واړه ګټلي دي او د جدول په سرکې قرار لري.
دا سیالۍ د جنوري په ۲۶ مه نېټه پای ته رسېږي.
د ښځينه بېګ باش لیګ پړاوونه:
د ښځینه بېګ باش لیګ سیالۍ درې ځلې ترسره شوي دي او اوس یې څلورم پړاو روان دی.
۲۰۱۷ او ۱۸ م کلونو کې د دې سیالیو اتلولي سېډني سېکسرز لوبډلې ګټلې وه او پېرت سکارچرز لوبډلې ته یې په پایلوبه کې ماته ورکړې وه.
په روان څلورم پړاو کې سېډني لوبډله له اتلولۍ دفاع کوي.
۲۰۱۵ او ۱۶ کلونوکې هم د دې سیالیو اتلولي سېډني سېکسرز لوبډلې ګټلې وه.
دا سیالۍ په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونوکې تاسیس شوې وې؛ خو ۲۰۱۴ او ۱۵ کلونوته ځنډول شوې وې.
د دې سیالیو لومړی پړاو ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ م کلونو کې ترسره شوی و، دوهم پړاو یې ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ م کلونوکې ترسره شو، دریم پړاو یې ۲۰۱۷ او ۱۸ کلونو کې او څلورم پړاو یې اوس په ۲۰۱۸ کال کې روان دی او د ۲۰۱۹ م کال د جنوري تر ۲۶ مې نېټې پورې به وغځېږي.
په تېر پړاو لیګ کې ایلایس پېري ۵۵۲ منډې کړې وې او د ټول ټورنمنټ غوره توپ وهونکې وه.