څنګه د خاوند د کورنۍ لپاره یوه غوره ناوې واوسئ؟

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: عطا محمد میاخېل
پخوا به د کورنۍ ناوې معمولاً د خاوند له کورنۍ سره ژوند کاوه او هېڅ ستونزه یې نه لرله؛ خو د وخت په تېرېدو سره دا فرهنګ پیکه شو. د ارواپوهنې ډاکټر مهدي دوایي په دې اړه وایي: کله چې ښځه له نارینه سره ژمنه کوي، چې له هغه سره به ژوند کوي، نو باید د خپل خاوند لېوالتیاوو ته درنښت وکړي. په هر حال، له لګښت پرته مینه نه کېږي. په ځینو حالاتو کې شونې ده، چې ښځه خپل ګډ ژوند د خپل خاوند له کورنۍ سره پیل کړي.
د خاوند له کورنۍ سره د ښې اړیکې ټینګولو لپاره ۶ تګلارې:
۱ ـــ معصومانه چلند کول
د مینې یوه له ځانګړنو څخه، معصومانه چلند کول دي. ښځه باید له ځانه سره دا ډول پوښتنې مطرح کړي، چې آیا له خپل خاوند سره مینه لرم؟ هر کار چې کولای شم، د خپلې مینې لپاره یې ترسره کړم او که نه؟ یا د هغو مواردو په تړاو، چې خاوند مې ورسره مینه او لېوالتیا لري، څنګه غبرګون ښکاره کړم؟
۲ ـــ د مخاطب له لید څخه د ښکارندې (پدیدې) لیدل
یانې فرد باید ټینګار ونه کړي، هرڅه چې زه وینم سم دي. که ښځه د مخاطب ( خواښې ) پرځای او یا د هغه کس پرځای، چې خاوند یې یوه موده ورسره ژوند کړی دی، ځان وګڼي او د هغو له لید څخه وګوري، نو ډېرې لانجې او ناخوالې له منځه ځي. ښځې نباید ټینګار ولري، همدا چې موږ یې په ظاهره وینو سم دي؛ ځکه دا تګلاره د دې سبب ګرځي، چې ډېری ننګونې رامنځته شي؛ خو کله چې ځان د خاوند د کورنۍ پرځای وګڼي او د هغو له لید څخه وګوري، نو دا ننګونې او لانجې له منځه ځي.
د دې موضوع د لا روښانتیا او وضاحت لپاره، کولای شو یوې په زړه پورې کیسې ته اشاره وکړو: یوه ورځ یو ماشوم له خپل پلار څخه یو کاغذ اخلي او له هغه څخه غوښتنه کوي، چې یو پاکټ ورکړي، پلار یې غوسه کېږي، چې د څه لپاره یې غواړې؟ پلارې یې خپل کار خوشې کوي او په پاکټ پسې ګرځي او بالاخره یې پیدا کوي. زوی یې یو ځل بیا وایي: پلاره! ماته یو خود کار قلم راکړه، دا ځل پلار یې ډېر زیات غوسه کېږي او د خپل زوی خبرې ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.
کله چې ماشوم له مروړل شوي کاغذ سره پاکټ خپل پلار ته ورکوي، نو پلار یې ډېر زیات غوسه کېږي او د کثافاتو سطل ته یې ورغورځوي.
زوی یې ورته وایي: ولې دې د کثافاتو سطل ته ور وغورځاوه؟ هغه زما له خوا تاته یوه ډالۍ وه. هغه کاغذ زما له زرګونو مچو ګانو څخه ډک شوی او هر ځل مې کاغذ ښکل کاوه او د همدې مروړل کېدو لپاره مې تاواوه.
ښایي موږ له خپل لید څخه د شاوخوا خلکو چلند په پام کې نیسو؛ چې په بشپړه توګه بد، مروړل شوی او بې احترامي وي، خو کله چې د مخاطب له لید څخه ورته وګورو، نو له ښکلونو څخه به ډک وي. کله چې د خاوند کورنۍ ښځې ته کومه خبره کوي، نو د ښځې له نظره بد معلومېږي، نو اړینه ده، چې د مینې له مخې ورته وګوري او مثبت اړخ ته یې پام وکړي.
۳ ـــ د خاوند له حضور پرته اړیکه
ښځه باید هغه مهال، چې خاوند یې په کور کې نه شته، په ټیلیفوني یا حضوري بڼه د خپل خاوند له کورنۍ سره اړیکه ټینګه کړي او د حال پوښتنه یې وکړي، دا د دې سبب ګرځي، چې د خاوند کورنۍ یې ومني، چې ورور یا زوی یې، په دې تړاو وسیله نه ده او په خپله ناوې یې لېوالتیا لري، چې له دوی سره اړیکه ټینګه کړي.
۴ ـــ د خاوند د کورنۍ لپاره وخت په پام کې ونیسئ
د کورنۍ ناوې هرومرو باید د خاوند له کورنۍ سره د اوسېدو لپاره وخت وټاکي او د خپل خاوند له کورنۍ سره د خبرو کولو لپاره، خپله مینه او لېوالتیا څرګنده کړي. د دې تګلارې پرمټ، مینه او لېوالتیا دوه اړخیزه کېږي.
۵ ـــ د خاوند له کورنۍ سره مشوره وکړئ
د کورنۍ ناوې ښایي له پخوا نه یې د خوړو پخول زده وي، خو د پخولو لارښوونه او دستور دې یو ځل بیا له خپلې خواښې او یا له خپلې ایندرور ( د خاوند خور ) څخه وغواړي، دا خپلې خواښې ته د درنښت کولو یوه نښه ده. په دې تګلارې سره کولای شئ، چې اړیکه لاپسې پیاوړې او ښه کړئ او حتا امکان لري، چې د کار د ترسره کولو لپاره مو مخکې تر مخکې تصمیم نیولی وي؛ خو بیا هم د درنښت په موخه له خپلې خواښې او یا هم له خپلې ایندرور سره مشوره وکړئ.
۶ ـــ خپل خاوند ته اجازه ورکړئ، چې د یو څه وخت لپاره، له خپلې کورنۍ سره یوازې واوسي
ښځه او مېړه نباید په هر ځای کې یو د بل ترڅنګ واوسي، ښځې باید خپلو خاوندانو ته اجازه ورکړي، چې د یو څه وخت لپاره، له خپلې کورنۍ سره وي؛ ځکه په دې تګلارې سره د خاوند کورنۍ داسې تصور نه کوي، چې ناوې یې د دوی په اړیکه کې بې نظمي رامنځته کړې ده.