- ژباړه: عطا محمد میاخېل
ټولې جوړې تمه لري چې د واده پیوند یې ورځ تر بلې ټینګ او د تل لپاره همداسې پاتې شي، خو د ځینو د واده پیوند، په ژوند کې د ځینو ستونزو او نه پوهاوي له امله سستېږي او کله هم جدایۍ ته رسېږي. د ډېری ګډ ژوندونو د جدایۍ او له منځه تګ لامل، د ګډ ژوند په مهارتونو باندې د دواړو لورو نه واک او تسلط دی.
بریالی واده د جوړو په وجود کې ځینو مهارتونو ته اړتیا لري. واده د ژوند تر ټولو مهم تصمیم دی او ځانګړي چمتووالي او مهارتونو ته ضرورت لري. د کوژدې دوران یو ښه فرصت دی، چې نارینه او ښځینه هغه مهارتونه، چې بریالی واده ورته اړتیا لري، ترلاسه یې کړي او ګډ ژوند ته د ننوتلو لپاره خپل چمتووالی زیات کړي. که څه هم دا دوران تر یوه چت لاندې ژوند سره ډېر واټن لري، خو بیا هم د ګډ ژوند د مهارتونو د پیاوړتیا لپاره یو مناسب فرصت ګڼل کېږي.
که تر اوسه ګډ ژوند ته نه یاست ننوتلي یا مجرد یاست، له همدې اوسه د ګډ ژوند د بنسټیزو مهارتونو د روزلو په لټه کې واوسئ، چې وکولای شئ، بریالی ګډ ژوند ولرئ.
د بین فردي اړیکو کار پوه سټیون جېمز ډېکسون (Steven James Dixon) د هغو مهارتونو په اړه، کوم چې د بریالي او پایښت لرونکي ګډ ژوند لپاره اړین دي وایي:
لومړی مهارت: د ستونزې د حل مهارت
د ستونزې د حل مهارت، د ګډ ژوند تر ټولو مهم مهارت دی، ځکه که چېرې دا مهارت ترلاسه نه کړئ، ژوند مو داسې ګډوډېږي، چې د نورو مهارتونو ترلاسه کول به هېڅ ګټه ونه لري. د ستونزې د حل مهارت یانې که چېرې د خپل ژوند له شریک سره مو په کومه برخه کې د نظر اختلاف پیدا کړ، وکولای شئ، چې ستونزه حل او په یوه ګډ نظر باندې سره هوکړې ته ورسېږئ. حقیقت دا دی، باید وکولای شئ، موقعیت او ځای ته په کتو سره، آیا سمه ده، چې په خپل دریز باندې ټینګار وکړئ یا غوره ده، چې له خپل دریز څخه تېر شئ او شاته تګ وکړئ. د ډېکسون په وینا، په دې مهارت باندې د واک او تسلط نه لرل، د دې سبب ګرځي، چې د ګډ ژوند لومړني کلونه مو په ستونزو او اندېښنو سره تېر شي، ځکه لږ وخت ته اړتیا ده، دواړه خواوې د ستونزو په حل کې، په بلې تګلارې سره آشنا شي او خپل مقابل لوری ومني. د ژوند په همدې یو یا دوه لومړیو کلونو کې دې ته متوجه کېږئ، چې تل به ستاسو خبره نه وي او کله وخت باید له خپل دریز څخه تېر شئ او شاته تګ وکړئ.
دویم مهارت: د ژوند د شریک د غوره ګڼلو مهارت
ډېکسون وایي: لومړی الله (ج) او بیا د ژوند شریک؛ په زړه پورې ده، چې دا ستر ارواپوه، د ژوند شریک ته په کورنۍ، اولادونو، دنده، پیسو، آشنایانو او بل هر څیز باندې ترجیح ورکوي.
هغه په دې باور دی: لومړی خدای (ج)، دوم د ژوند شریک او درېیم اولادونه!
ډېکسون وایي: مېرمن مې زما ټول ژوند ده او هېڅکله کوم څوک او کوم څه پرې غوره نه ګڼم او کله وخت چې مېرمن یې ناروغه یې شي او یا هم له کومې ځانګړې ستونزې سره لاس و ګرېوان کېږي او ښه حالت نه لري، دغه راز د ډېکسون د ژوند لومړیتوب به وي، ځکه پخپله هم دا تمه لري، چې مېرمن یې ده ته په هرڅه باندې لومړیتوب ورکړي.
درېیم مهارت: فردي پرمختګ
یوازې د ننني ګډ ژوند په اړه فکر مه کوئ، بلکې د راتلونکې په اړه هم فکر وکړئ او د خپلې اړیکې د ښه کېدا او دوام لپاره د ځینو لارو چارو په لټه کې واوسئ؛ د بېلګې په توګه، کله وخت له ځانه وپوښتئ:
ـــ څنګه کولای شم، چې ښه او د خوښې وړ د ژوند شریک واوسم؟
ـــ څنګه کولای شم، چې په راتلونکې کې د خپل ژوند د شریک په نظر جذاب ښکاره شم؟
ـــ آیا غوره نه ده، چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم؟
ـــ آیا کولای شم، د خپل ځان لپاره نوی کار و بار پیل کړم؟
ـــ څنګه د خپل ژوند شریک ته دا ښکاره کړم، چې په سختو او ستونزمنو شرایطو کې یې ترڅنګ یم؟
ډېکسون وړاندیز کوي، چې په ژوند کې تغذیې، روغتیا او سلامتیا، پس انداز، د راتلونکې په اړه فکر کولو او دنده ایز پرمختګ ته ارزښت ورکړئ، ترڅو وکولای شئ، د خپل ځان او د خپل ژوند د شریک لپاره یوه غوره راتلونکې رامنځته کړئ، باید خپله ټوله هڅه وکړئ، ترڅو په وړاندې مو یو ښه او وړ د ژوند شریک وي.
څلورم مهارت: تېرېدنه
کله چې اړیکه مو نه ده رسمي شوې، که له مقابل لوري څخه مو کومه تېروتنه وشي، ښایي تصمیم ونیسئ، چې هغه د تل لپاره پرېږدئ او خپلې اړیکې ته د پای ټکی کېږدئ؛ خو کله چې ګډ ژوند ته ننوځئ، نو اړینه ده، چې په خپل ځان کې د تېرېدنې مهارت رامنځته کړئ، ترڅو وکولای شئ، د مقابل لوري تېروتنې ډېر ژر وبښئ. که د ژوند شریک مو کومه تېروتنه وکړه او له تاسو څخه یې بښنه وغوښته، نو خپل ځان ته د دې یادونه وکړئ، چې هېڅوک بشپړ نه دی او تاسو هم ښایي تېروتنه وکړئ، که بریالي نه شوئ، چې په خپل ځان کې د بښنې مهارت رامنځته کړئ، نو هرومرو له یوه کارپوه څخه مشوره وغواړئ. کله چې د بښنې وړتیا ونه لرئ، نو هماغه وخت باید د خپل ژوند فاتحه ولولئ، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې ګډ ژوند مو له ستونزو سره مخامخ کېږي. باید په دې باندې پوه شئ، چې ډېری وخت د اړیکې دوام له بښنې پرته ناشونی دی. ډېکسون هغو کسانو ته چې دا مهارت نه لري یا دومره کینه کښ دي، چې بښنه نه شي کولای، وړاندیز کوي، چې د تل لپاره مجرد پاتې شي.
پنځم مهارت: د خلاقیت مهارت
ځینې کسان له واده څخه وروسته داسې احساس کوي، چې ژوند یې یو مخیز او ستړی کوونکی شوی دی. ډېکسون وایي: د دې لپاره، چې له یو مخیزتوب څخه واټن واخلئ، خلاق واوسئ او په خلاقیت سره خپل ژوند خوږ کړئ. کله وخت د خپل ژوند شریک د څو دقیقو لپاره هیجاني او تفریحي لوبو ته را وبلئ او د یو بل ترڅنګ له اوسېدو څخه خوند واخلئ. د رخصتۍ په ورځو کې پلی مزل وکړئ او خپله اړیکه هیجاني کړئ.
شپږم مهارت: په مثبتو ځانګړتیاوو باندې تمرکز
هڅه وکړئ، چې د خپل ژوند د شریک په مثبتو ټکو باندې تمرکز وکړئ، نه دا چې یوازې تېروتنې او ځورونکي چلندونه یې ووینئ. ښایي د خپل ژوند د شریک له ځینو ځانګړتیاوو څخه نا خوښه او ناراضي واوسئ، خو په ډاډ سره ویلی شم، چې ښې ځانګړتیاوې هم لري، چې خوشاله کوي مو. د ډېکسون په باور، په ډېر احتمال سره ستاسو د ژوند د شریک مثبتې ځانګړتیاوې له منفي ځانګړتیاوو څخه ډېرې دي، ځکه که داسې نه وای، نو واده مو نه ورسره کاوه، نو د خپل د ژوند د شریک په هغو ځانګړنو باندې تمرکز وکړئ، چې تاسو یې پرې مئین کړي یاست.
اووم مهارت: په نېکمرغۍ باندې د زړه له کومې باور
باید دا باور په خپل ځان کې رامنځته کړئ، چې د واده اړیکه به مو پایښت لرونکې وي او هېڅکله د طلاق او جدایۍ سبب نه ګرځي، نو دا ډاډ ترلاسه کړئ، چې د ژوند شریک مو هم د ستاسو په اندازه مئین دی. ډېکسون وایي: ښایي کله وخت په ښکاره د خپل د ژوند د شریک مینې ته متوجه نه شئ، خو ومنئ، چې درباندې مئین دی او هڅه وکړئ، چې په مینه باندې یې باور وکړئ. هم نارینه او هم ښځینه، باید له کوم شک او تردید پرته ډاډ ترلاسه کړي، چې نور به په خپلو ژمنو باندې وفا کوي، په دې متقابل ډاډ سره کولای شئ، ډاډمن شئ، چې په ژوند کې به مو هېڅ ستونزه را پیدا نه شي. که داسې چلند وکړئ، نو همدا فکر مو د ژوند شریک ته هم لېږدېږي او په چټکۍ سره اړیکه مو د ښه والي په لور ګام پورته کوي.
اتم مهارت: د یو بل د بیا پېژندنې مهارت
ښایي کله وخت مو داسې فکر کاوه، چې د خپل ژوند شریک په بشپړه توګه پېژنئ، خو دا چې یوازې یو ځل هغه په بشپړه توګه وپېژنئ بسنه نه کوي، ځکه د وخت په اوږدو کې هر فرد بدلون کوي او لاپسې پخېږي، نو ښځینه او نارینه د یو بل همېشني پېژندګلوي ته اړتیا لري. هرومرو دا منئ، چې د ستاسو د ژوند د شریک اخلاقو او چلند په ۴۰ کلنۍ کې د کوژدې د دوران په پرتله بدلون کړی دی، خو دا توپیرونه د جدایۍ لپاره کوم ښه دلیل نه دی. د ګډ ژوند په اوږدو کې باید د خپل ژوند شریک یو وار بیا وپېژنئ او د هغو ځانګړتیاوو په اړه، چې د وخت په اوږدو کې یې بدلون کړی دی، پېژند ګلوي پیدا کړئ، نو د خپل ژوند د شریک بیا پېژندنه، د ګډ ژوند له بنسټیزو مهارتونو څخه ګڼل کېږي. تر کله چې د خپل ژوند د شریک له یو وار بیا پېژندنې سره لېوالتیا ونه لرئ، یانې د واده واک او صلاحیت نه لرئ.
نهم مهارت: د مجردی له وخت څخه توپیري چلند
ډېکسون وایي: له واده او د کورنۍ له تشکیل څخه وروسته، نباید داسې چلند وکړئ، چې د مجردانو په څېر ښکاره شئ، بلکې له ځان څخه داسې چلند ښکاره کړئ، چې نورو ته یو متاهل او یوه نېکمرغه کس معلوم شئ، البته په چلند کې مو باید هېڅ تظاهر ترسترګو نه شي، باید په دې باندې پوه شئ، هغه متاهل، چې د مجردانو په څېر چلند کوي، نو په ګډ ژوند کې به له بدو پایلو سره مخ شي. دا سم کار نه دی، چې د مجردانو په څېر چلند وکړئ او هر کله مو چې وغوښتل د متاهلۍ اخلاقو او چلند ته ور وګرځئ.
لسم مهارت: سوله ایز بحث
کله وخت شرایط داسې را منځته کېږي، چې له شخړې پرته هېڅ لاره نه لرئ، خو که غواړئ، چې د خپل ځان لپاره دفاعي حالت غوره کړئ، نو هرومرو انصاف مراعات کړئ او بحث ډېر مه غځوئ. په پیل کې دا ډاډ ترلاسه کړئ، چې د خپل دفاعي حالت لپاره مو سم او پرځای دلیل شتون لري، یوازې باید خپل نظر څرګند کړئ او که د ژوند شریک مو مخالف و، نو لږ تر لږه ستاسو خبره یې اورېدلې ده او که له تاسو سره لېوالتیا ولري، نو هرومرو هڅه کوي، چې غوښتنه مو عملي کړي او رضایت مو ترلاسه کړي. که شخړه نا عادلانه وي، نو په ډاډه سره ویلی شم، چې مقابل لوری به مو د ستاسو د خوښۍ او رضایت د ترلاسه کولو لپاره هېڅ هڅه ونه کړي، دا په داسې حال کې ده، که درنښتیز چلند وکړئ، نو مقابل لوری مو هڅه کوي، چې له یوبل سره یوې هوکړې او ګډ نظر ته ورسېږئ، حتا که تاسو په حقه هم یاست، خو ناسم چلند وکړئ، نو له شک پرته د ژوند شریک به مو هغه چلند ته دوام ورکړي، کوم چې ستاسو د خواشینۍ او اندېښنی سبب شوی دی.
د بریالي او پایښت لرونکي بریالي ګډ ژوند لپاره، په دې مهارتونو باندې واک پیدا کړئ او پرې مسلط شئ، په دې مهارتونو باندې د واک پایله، درنښت، خوشالي، متقابل اعتماد، دوه اړخیز ملاتړ او تل پاتې مینه ده، نو وخت پیدا کړئ او له واده څخه مخکې ژر تر ژره، هغه مهارتونه، چې پرې وغږېدو په خپل ځان کې یې وروزئ. که متاهل یاست او تر اوسه مو د ګډ ژوند د مهارتونو په اړه کوم مطلب نه وي لوستی، بیا هم ناوخته نه ده او کولای شئ د دې مهارتونو په زده کړې او تمرین سره، د خپل ګډ ژوند د اړیکې له منځه تګ څخه مخنیوی وکړئ او بریالی او پایښت لرونکی ګډ ژوند ولرئ.