د اصغر سلیزه له مثبتو او منفي غبرګونونو سره مخ شوه

سپینه تجريدي ډیزاین

د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان د چهارشنبې په ورځ د زِمبابوې پر وړاندې دویمه ټېسټ لوبه کې په ۱۲۱ توپونو سلیزه بشپړه کړه او په ۱۳۵ توپونو یې د لومړۍ ورځې تر پایه ۱۰۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د کرکټ بورډ په دې پوسټ چې افغان سلیزه بشپړه کړه، خلکو سلګونه کمېنټونه کړي دي، چې ځېنو د هغه سلیزه مثبته بللې او د نوموړي توپوهنه یې غوره بللې ده.

ډېری افغانانو په خپلو فیسبوک اکاونټونو د هغه د سلیزې مبارکۍ خپرې کړي دي.

خو د کرکټ بورډ د فیسبوک پاڼې په پوسټ بیا ډېریو منفي کمېنټونه کړي دي.

لومړی؛ د خلکو مثبت غبرګونونه

مونږ کټ مټ کمېنټونه کاپي کوو او پرته له ایډېټ یې لیکو، د عصمت درد په نوم یو فیسبوک کاروونکي لیکلي، د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټست لوبې په اوله ورځ افغانستان بریالی و. اصغر افغان سلیزه وکړه، مینه والو ته یې مبارک.

د شېرعلي زهیر په نوم یو تن لیکلي، په هر حال کی دی مینوال یم اصغر افغان نن به هغه خلګ هم سوځي چی تیره میچ کی یی تا پسی بد رد ویلی وو د اصغر افغان مینوال ته دی د اصغر سلیزه مبارک وی زما په شمول.!

لعل محمد عاطف بیا لیکلي، چې د اصغر مخالفینو ته د هغه سلیزه ښه ګوزار دی، نورمحمد نوري لیکلي، ډیر ښه

ډیر ډیر دې ورته مبارک وي ښه لوبه یې وکړه.

داسې ګڼ شمېر نورو کسانو مثبت کمېنټونه کړي دي.

منفي کمېنټونه

تېدري حیدري لیکلي، اصغر به بيا لس کاله په همدې سليزه شخوند وهي او ځان به په لوبډله کې ورباندې ساتي. کنه نور خو ولاکه لس فيصده کارکرده ګي هم لري.

محمد شاه تنها لیکلي، هیڅ پری خوشحاله نسوم نوی ځوانان یی په لومړی ټیسټ لوبه کی په شنه چمن ودلرول دی ځان په شمل یی لس لس رنځه ونسوی کولی خو نن یی ځانته او اخپلی کړی ته دی سیمیټ په شان پیچ برابر کړی وه بیا وای سیلیزه یی وکړه خایین.

سیف الله ساحل لیکلي، چي يو لک منډي وکړي چنديان شی ندي هماغه اصغر دي

هغه بله ورځ په اووم نمبر راغلی، نن چي پيچ بیتنک ته ساز وه توپوهنې ته مخکي راغلی.

شاهدالله لیکلي، لس رنزه دې وکړي خو مسلکي کرکټ دې ولوبوي نه دا چې د کوڅو په شاټونو سلیزه ووهي.

داسې د مثبتو او منفي کمینټونو مسابقه ده، چې اخر به تر کومه رسېږي.

د پیچ په اړه وضاحتونه

ځېنو کسانو د افغانستان د لومړۍ ټېسټ لوبې او د اوسنۍ ټېسټ لوبې د ویشتن ځایونو یا پیچونو انځورونه خپاره کړي دي.

ډېری کسانو نیوکه کړې، چې په تېره لوبه کې نوي لوبغاړي اخیستل شوي وو او د هغوی د منفي ښودلو په خاطر یې سخت او وښین یا ګراس پیچ نیولی و او د ټاس په ګټلو سره یې توپوهنه هم وکړه.

هغې کې عبدالمالک اوپننګ ته راغلی و، چې په دوو پاڼیو کې په صفر وسوځېد، د دې لپاره اوس کرکټ بورډ ښایي دلیل دا ولټوي، چې عبدالمالک وړ لوبغاړی نه دی او بیا یې کېدای شي، هیڅ لوبو کې ونه لوبوي.

له دې سره د هغه کرکټ تباه شو او نوي لوبغاړي تر نیوکو لاندې راولي.

بله نیوکه خلک کوي هغه دا ده، چې په وښین پیچ باندې اصغر افغان اووم نمبر توپوهنې ته راغلی و، خو اوس چې پیچ توپوهنې ته مناسب دی، نور څلورم نمبر باندې توپوهنې ته راغی.

لوبغاړو ته څه پکار دي؟

پکار دا ده، چې خپلې ګټې په ملي ګټو مقدمې ونه ګڼو، ځکه کرکټ د ملت لپاره کوو او د ملت نماینده کوي، نو پکار دا ده، چې دا لوبې مو له واسطې او واسطه بازۍ څخه خلاصې شي.

باید په اتفاق او اتحاد مخته ولاړ شو، ترڅو له دې اوسنیو ناخوالو خلاص شو.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.