د دندي پر مهال د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني لاري چاري

رنګین تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
کرونا ويروس چي اوسمهال د نړۍ لپاره يو ستر خطر دی او زرګونو انسان پرې مبتلا او وژلي يې دي، طبابت لا ندی توانيدلی چي ددې وژونکي ويروس د مخنيوي لپاره درمل جوړ کړي ياهم باوري واکسين ټولني ته وړاندي کړي نو ځکه تر هرڅه يې ډير تمرکز پر وقايې او ځان ساتني دي.
افغانستان هم ددې ويروس څخه ندی خلاص،د کرونا ويروس د ناروغانو شمير تر ۲۵ پوري رسيږي چي ځيني يې په وخيم او ځيني يې لاهم په عادي حالت کي دي.
راځئ پدې پوه سو چي په خپلو کارځايونو او دفترونو کي څنګه کولای سو ددې وژونکي ويروس سره مبارزه وکړو او ترې ځان وساتو ځکه موږ هيڅ چاره نلرو چي کار دي ونه کړو، خو که د کرونا ويره وي بايد لاندي تدابير ورته ولرو.
images 2020 03 17t112959101670399720123223. د دندي پر مهال د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني لاري چاري
۱_ لومړی هڅه مو بايد دا وي چي پخپل دفتر او شعبه کي ګڼه ګوڼه جوړه نکړو تر څو توانيدلي يوو د خپلو همکارانو سره واټن واخلو.
کرونا ويروس امکان لري هرځای ته خپور سي خو که چيري زموږ يو ملګری يا همکار پدې وژونکي ويروس مبتلا وي او موږ بياهم په شعبه کي ورسره يوځای کښينو دا پخپله د ځان سره ظلم کول دي.
images 2020 03 17t1118084895647174928795924. د دندي پر مهال د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني لاري چاري
۲_ په دويم قدم کي به مو هڅه دا وي چي هغو وسايلو سره رابطه وشکوو چي نور همکاران يې هم کاروي.
ددې وسايلو څخه يوهم قلم دی چي پر ميز پروت وي ، هر همکار ترې استفاده کوي، موږ بايد د ځان سره ځانګړی قلم ولرو ،ياهم ځانګړی خط کش او ياهم ځانګړی کمپيوټر ولرو تر څو نور کسان ترې استفاده ونکړي.
images 2020 03 17t1120114021651197534880328. د دندي پر مهال د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني لاري چاري
۳_ که څوک زموږ سره کوم ګډ کار ولري ياهم د کوم شخص اړتيا وي ترڅو موږ ورسره وګورو، اړينه نده چي حتمي به یې دفتر ته راوغواړو.
د مخامخ ليدونو څخه ځان ساتل هم د کرونا ويروس څخه د ساتني يوه لاره ده.
که چيري په دفتر کي له کوم همکار ياهم بهر له کوم فرد سره کار ولرو اړينه نده چي مخامخ خبري ورسره وکړو،پکار ده چي د ټليفوني اړيکي،واټساپ مسينجر او نورو لارو اړيکه ټينګه کړو او خپله ستونزه ورسره حل کړو.
images 2020 03 17t112027885452707573839157. د دندي پر مهال د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني لاري چاري
۴_ زموږ پر کاري ميز چي کوم توکي پراته وي بايد په مکروب ضد موادو يې پاک وساتو.
کولای سو د کاغذي دستمال په واسطه خپل کاري ميز ، کمپيوټر، قلم او نور وسايل په انتيسيپتيک يا مکروب ضد موادو پاک کړو.
images 2020 03 17t1125165571028069485819989. د دندي پر مهال د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني لاري چاري
۵_ موږ پوهيږو چي د کرونا د ويروس راتګ زموږ بدن ته د لاس،خولې او پزي تر اړيکي وروسته کيږي.
اړتيا نسته چي خپل خوله او پزه په لاس لمس کړو،ددې کار څخه بايد په پوره ډول ډډه وکړو.
images 2020 03 17t1119061597354102510044797. د دندي پر مهال د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني لاري چاري
ددې لپاره چي د کرونا ويروس سربيره له هر ډول ميکروب څخه په امان پاته يوو بايد پخپله شعبه کي د ميکروب ضد مايع ولرو او په ورځ کي ډير ځلي خپل لاسونه ورباندي پريولو .