څنګه باشخصيته اوسو؟ موږ یې څو لارې درښیوو

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
ليک: ميترا دانشور
ژباړه: رفيع الله رفېع

نېږدې ټول کسان دا مني او په دې باور دي، چې د يو شخص لپاره باشخصيته اوسېدل ښه صفت دی او تقريباً هر کس غواړي، چې باشخصيته اوسي، مګر د شخصيت د روزنې  داسې کليدي نقطې شته، که انسان يې په ځان کې ولري د غرور احساس ترڅنګ به يې پر نفس اعتبار هم پيدا شي.
تاسو غواړئ داسې شخصيت ولري، هغه کسانو سره، چې تاسو مينه ورسره لرئ، ځان ته رامات کړئ په همدې موخه لازمه ده، چې هغه نقطو سره اشنا شئ، چې ستاسو شخصيت جوړولی شي.
کولای شوو، چې خپل شخصيت ته تغير ورکړو؟ حتماً

لومړۍ طريقه: د ښه شخصيت د ځانګړتياوو وده.
اول: تل هوښيار او خوشحاله اوسئ.

هڅه وکړئ، چې د نړۍ خوندونه درک کړئ او تل له هغه کسانو سره وخاندئ، چې هوښيار او خوشحاله وي او ستاسو د خندولو هڅه کوي، چې دا کار د ښه شخصيت يوه برخه ده.

دوهم: هڅه وکړئ، چې په سختو شرايطو کې ارامه پاتې شئ.

ډېر داسې کسان شته، چې فکر کېږي د ښه شخصيت لروونکي دي، مګر کله چې دوی په یو ستونزمن حالت کې وي ، دوی خورا بل ډول ښکاري او خپل ښه خصوصیات له لاسه ورکوي، تاسو داسې مه اوسئ، که څه هم په سختو شرايطو کې حضور لرئ، هڅه وکړئ، چې ارامه پاتې شئ او فکر وکړئ، چې په داسې حالاتو کې ستاسو د لاسه څه کېږي؟

لیکوال: رفیع الله رفیع

د مثال په ډول کله مو، چې موټر په لاره کې خراب شوو او د کار دفتر ته مو ناوخته شوه، په داسې حالاتو کې په چيغو او شور ماشور پيل مه کوئ، ځکه، چې په دې کار سره نه شئ کولای، چې مشکل حل کړئ، په داسې حالاتو کې مو فکر سم کړئ او  ارام پاتې شئ او په هغه لارو چارو کار وکړئ، چې څنګه کولای شئ، چې رامنځته شوی مشکل حل کړئ.

درېم: ذهن مو خلاص وساتئ

د ښه شخصيت لرلو يوه برخه د خپل فکر د تغير سره موافق اوسېدل دي، نورو ته غوږ ونيسئ او همېشه د خپل فکر او ذهنيت تغير ته اماده و اوسئ، يوازې په دې دليل، چې نور تاسو سره په توپير عمل کوي پر وړاندې مخکې والی مه کوئ، خلاص ذهن تاسو سره مرسته کوي، چې ډېر نوي ملګري پيدا کړئ او ښکلی ژوند ولرئ، ضرور نه ده، چې د نړۍ ټول خلک له تاسو سره همغږي وي.
څلورم: عاجز اوسئ
تاسو کولای شئ، چې د نړۍ ډېر هوښيار او ځانکړی شخص و اوسئ اما که عاجزي ونه لرئ، ممکن ښه شخصيت ونه لرئ، تل عدالت مراعت کړئ، هېڅوک ځان خوښوونکی شخص نه خوښوي.

دوهمه طريقه: نورو ته اهميت ورکول.

اول: له نورو سره مينه کول زده کړئ

داسې ډېر کسان شته، چې ښه شخصيت نه لري، ځکه، چې دوی يو بل ته بخښنه نه کوي، زړه يې له نفرت څخه ډک وي او تل په غوصه وي، تاسو هڅه وکړئ، چې له ټولو خلکو سره مينه وکړئ، ترڅو په ټولنه کې باشخصيته پاتې شئ.

دوهم: پوښتنه وکړئ

ثابت پاتې کېدل نورو ته د اهميت ورکولو مهمه برخه ده او دا کار تاسو په غوره شخص بدلوي، کوشش وکړئ، چې پوه شئ، چې نور له کومو شيانو سره مينه لري او کوم شيان ورته ارزښت لري، چې په دې کار سره تاسو خپله ډېر شيان زده کوئ او هغوی ته د ارزښت احساس ورکوئ.

درېم: رښتيني اوسئ

له هغه کسانو سره، چې تاسو ته نېږدې دي خيانت مه کوئ، رښتيني اوسئ او کوم کسان، چې تاسو خوښوي او ستاسو ډېره ډېره ستاينه کوي، کوشش وکړئ، چې په سختيو کې له هغه کسانو سره پاتې شئ، چې مينه درسره لري، ستاسو په ژوند کې با وفاداره خلک په سختو شرايطو کې ستاسو په خوا کې په رحتۍ سره تېرېږي.

څلورم: د ملاتړ او لارښوونې وړانديز وکړئ

د مثال په ډول داسې فکر مه کوئ، چې هغوی په هر څه پوهیږي، د ضرورت په وخت کې همېشه نورو ته د مرستې وړانديز وکړئ، دا کار په اسانې سره کولای شي، چې ستاسو ملګري سره په نوي کور کې د سامان الاتو ځاي پر ځای کولو په برخه کې مرسته وکړي يا تر دې لا ډېر کېدای شي د ژوند رهنما يې و اوسي، هر څه مو چې له لاسه کېږي ترسره يې کړئ مګر هغوی يوې ځانګړې لارې ته مه رهنمايي کوئ او د خلکو فکرونو او تصميمونو ته احترام وکړئ.

درېمه طريقه: خپل شخصيت کې مو پر ځان باور رامنځ ته کړئ.

اول: د ځان او نورو په اړه مثبت اوسئ

ستاسو فکرونه ژر ژر په الفاظو بدلېږي او دا لفاظ ستاسو چلند ته تغير ورکوي، ښه فکر مو په ځان باورمند کوي او پر ځان باور د ښه شخصيت مهم عنصر دی، کله، چې مو خپل فکر څخه خبر وی په اسانۍ سره کولای شئ، چې خپل مسير ته تغير ورکړئ.

دوهم: ته په خپله

په ژوند کې مو هره ورځ داسې چانسونه په لاس راځي، چې خپل شخصيت نورو ته وښايو، هڅه مه کوئ، چې د هر چا په شان و اوسئ، ښه شخصيت په دې معنی نه دی، چې له نورو سره مشابهت ولرئ د مثال په ډول که له يو کس يا يوې ډلې سره د خبرو په جريان کې ياست، کوشش مه کوئ، چې بېغير له ښه او بده هر څه چې، هغه يې وايي تاسو ورسره موافق شئ، بلکې خپل نظرونه له دوی سره په درناوي شریک کړئ او په خبرو کې فعال اوسئ، تل خپله اوسه، خلک هڅه کوي، چې د نورو پام ځان ته د خپلې ريښتنولۍ په موخه راواړوي، په دې پوهېدل دومره ستونزمن کار نه دی، چې تاسو پوه شئ، چې يو شخص څومره صادق دی.

درېم: د خپل شخصيت مثبتو اړخونو باندې تمرکز وکړئ

ستاسو د شخصیت هغه برخې له لاسه ورکول خورا اسانه دي چې پرمختګ ته اړتیا لري، هڅه وکړئ، چې د دې کار څخه ځان وساتئ، د خپل شخصیت هغه برخو ته پاملرنه وکړئ چې تاسو فکر کوئ نور یې خوښوي او هڅه وکړئ چې هغه برخې نورې هم پياوړې کړئ.

څلورم: د خپل شخصيت هغه برخو اصلاح ته ژمن شئ، چې  نه يې خوښوئ

تاسو ممکن احساس وکړئ چې تاسو د خپل ځان ډیره ستاینه کوئ یا دا چې تاسو به خپل مزاج ډیر ژر له لاسه ورکړئ، ډېره مهمه ده، چې خپل کمزوزي نقاط وپېژنئ، مګر تاسو بايد د هغوی د شتون په خاطر له ځانه نفرت ونه کړئ، هڅه وکړئ، چې خپل د مخته تګ شېوو ته پاملرنه وکړئ، هر وخت که تاسو د غوصې په حالت کې وئ، ځان مو کنټرول کړئ، کوشش وکړئ، چې په بل ډول غبرګون وښايئ.

څلورمه طريقه: ځان ته اهميت ورکول.

اول: هڅه وکړئ، چې خپل ځان وپېژنئ

د ځان په اړه ژور فکر وکړئ، چې څوک استئ، دا کار خورا ستونزمن دی اما خورا مهم هم دی، هڅه وکړئ د هغه لارو ترمنځ توپیر وکړئ، کوم چې ستاسو حقيقي شخصيت دی او تاسو ورسره چلند کوئ.

دوهم: معلوم کړئ، چې کوم، کوم شيان ستاسو لپاره مهم دي

په یاد ولرئ ، د هغه څه په اړه پوهېدل چې ستاسو لپاره مهم دي د خپل ځان د پېژندلو څخه هم خورا سخت دي، هڅه مه کوئ، چې هغه څه انتخاب کړې، کوم چې نور يې ستاسو لپاره مهم ګڼي، بلکې هڅه وکړئ، هغه څه انتخاب کړئ، چې زړه مو غواړي.

درېم: خپل ذوقونو وپالئ

ساتيري کول د شخصيت مهمه برخه ده، تاسو غواړئ، چې ښه شخصيت ولرئ، نه دا، چې سخت و اوسئ، هڅه وکړئ هغه کارونه ترسره کړئ، کومو نه، چې خوند اخلئ، تاسو اړتيا نه لرئ، چې د هغو په ترسره کولو کې خورا ماهر واوسئ، يوازې جذبه کافي ده.

ځلورم: نظر ورکړئ

د نظر څرګندول د ښه شخضيت د مهمو ځانګړيتاوو څخه ده، تاسو باید تل خپل سر د اتوماتیک ماشین په څېر ونه خوروئ، په طبعي ډول هر څوک د نظر څرګندولو حق لري، مګر ځينې وختونه خلک د شخړې د مخنيوي لپاره خپل نظرونه پټوي، له خپلو نظرونو مه وېرېږئ، بلکې هڅه وکړئ، چې په شعوري ډول خپل نظر ورکړئ او د ضرورت په وخت کې که اړين وي خپل نظر ته تغير ورکړئ او د نورو څخه د نظر په پوښتلو کې او د خپل نظر په شريکولو کې وېره مه لرئ.

پينځم: خپل وخت هغه شيانو ته ځانګړی کړئ، چې ارزښت درته لري

د ګیتار غږول ، د خبرونو لوستل ، حتی د پيلوټۍ زده کړه او نور هغه څه چې ستاسو لپاره مهم دي يوازې د وخت مصرف ته اړيتا لري، په هغه شیانو چې تاسو یې خوښوئ ډیر وخت تیر کړئ، په هغه کې مو پوهه زياتېږي، دا کار د دې په خاطر مه ترسره کوه، چې نور يې خوښ کړي، بلکې يوازې د ځان لپاره يې ترسره کړه.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.