
هغه خبره ده چې د هره افغان ځوان په ذهن او فکر کې نن سبا تاویږي راتاویږي.
خو ځواب ورته موندلی نشي ، ځکه تاسې هره حل لار چې پیدا کړې ښه پایله مو ترې نه ده ترلاسه کړي.
که د کوم ځوان انګلیسي زده وي، ښايي په هغوو حل لارو ونه پوهیږي چې څنګه کولی شي له افغانستانه بهر په نړیوال مارکیټ کې ځانته دنده پیدا کړي، او د هغوو چې دا ژبه زده نه ده، که څه هم پوهیږي چې حل لارې څه دي خو د ژبې محدودیت لري.
راځي، نن درته داسې حل لارې ووایم چې کولی شئ، په نړیوال مارکیټ د انګلیسي ژبې له زده کړې پرته ځانته کار پیدا کړی او په مالي لحاظ مو له کورنۍ ملاتړ وکړئ.
لومړی هغه ځوانان چې انګلیسي ژبه یې زده نه ده.
داسې دنده پیدا کړئ چې په پښتو او دري ژبو ورته کار وکړئ.
خو څنګه او چیرته؟
په نړیوال مارکیټ کې داسې شرکتونه شته چې په دري او پښتو ژبو د متحوا تولید او تدریس ته اړتیا لري، دا شرکتونه عموما په دري، پښتو، فارسي او عربي ژبو متحوا تولیدوي او انګلیسي ته په کې اړتیا نشته.
خو چیرته دا شرکتونه پیدا کولی شو؟
د Fiverr.com په نوم ویب سایټ د ژباړې، وایس اوور، تدریس او د متحوا د لیکلو خدمتونه وړاندې کوي، تاسې کولی شئ په دې ویب پاڼه کې د پښتو او دري په برخو کې ځانته دنده پیدا کړئ.
PeoplePerHour.com دا یو بله ویب پاڼه او د فري لانس لپاره یو ښه پلاټفورم دی چې تاسې کولی شئ په پښتو او دري ژبو په کې دندې پیدا کړئ.
TranslatorsCafe.com دا د ژباړونکو لپاره ځانګړې پاڼه ده چې کولی شئ هلته ځانته یو پروفایل جوړ کړئ او د پښتو او دري په برخو کې د کار غوښتنه وکړئ.
ProZ.com د ژباړې لپاره یو له مشهورو ویب پاڼو څخه ده چې نړیوالې ادارې په کې د دري او پښتو ژبو په برخو کې ژباړې ته اړتیا لري، په دې ویب پاڼه کې ځانته پروفایل جوړ کړئ او دنده پیدا کړئ.
خو د هغوو کسانو لپاره چې انګلیسي یې یو څه زده ده، او د کمپیوټر ځیني مهارتونه لري، ښايي د دندې د پیدا کولو چانس یو څه د هغوو کسانو پرتله زیات وي چې په انګلیسي ژبې خبرې نشي کولی.
دلته درسره هغه لارې شریکوو چې څنګه د خپلو مهارتونو مطابق دنده پیدا کړئ.
که تاسې ته د لږې انګلیسي سربیره د کمپیوتر په مهارتونو کې لکه ډیزاین، فوټوشاب، په ایکسل کې د معلوماتو او ډیټا رسول، ګوګل ډاک او ورته نور ابتدايي مهارتونه لرئ، کولی شئ په مخکې یادو شویو ویب پاڼو کې ځانته دنده پیدا کړئ.
دندې له پښتو او دري ژباړې څخه نیولی، کمپیوټر ته د دیټا په داخلولو، د مختلفو پلاټفورمونو لپاره د متحوا تولید، د ټولنیزو شبکو مدیریت، ویډیو ایډیټینګ او د عکسونو ډیزاین او مجازي یا انلاین همکاري په برخه کې د دندو پیدا کول دي.
خو د هغوو کسانو لپاره چې انګلیسي یې زده ده، د دندې د پیدا کولو چانسونه په نړیوال بازار کې ډیر زیات دي.
دا کسان اړتیا لري چې په نړیوال مارکیټ کې خپل شتون اعلان او داسې پروفایل جوړ کړي چې د نړیوالو شرکتونو پام ځانته راوړلي.
خو دا پروفایل څنګه جوړ کړو، څه په کې ولیکو او چیرته یې خپور کړو؟
په مسلکي ډول ځانته سی وي جوړه کړئ، خپل ټول مهارتونه او کاري تجربه په کې ولیکئ، د زده کړو په اړه مو معلومات ورکړئ او همدارنګه هغه ټرنیتګونه مو چې ترلاسه کړي د ټولو په اړه معلومات په جزیات ووایاست، چې کله، چیرته او په کومو برخو کې مو دا مهارتونه او ترنیتګونه ترلاسه کړي دي.
ځانته په سوشل میډیا کې اکونټونه او پروفایل جوړ کړئ
د سوشل میډیا په ټولو برخو په ځانګړې توګه لینک این LinkedIn کې چې د دندې پیدا کولو یو مهم پلاټفورم دی ځانته پروفایل جوړ کړئ، یو مسلکي او رسمي عکس مو ورسره واچوئ، خپله سي وي او ریزموي ورسره وصل کړئ.
په دې پلاټفورم کې مو د خپلو کارونو نمونې هره ورځ اپډیت کوئ او هڅه وکړئ چې له رسیمو شرکتونو او کمپنیو سره ځان راجسټر کړئ او دوی ته وښيي چې تاسې د اعلان شوي دندې لپاره وړ کس یاست.
له دې سربیره په لینک این کې د بیلابیلو شرکتونو او کمپنیو لپاره دندې اعلانیږي چې تاسې کولی شئ ورته اپلای وکړئ.
بله لار فری لانس پلاټفورمونه دي
په لاندې ویب پاڼو کې نوملیکنه وکړئ او ځانته دنده پیدا کړئ.
په Fiverr.com، Upwork.com، Freelancer.com، Upwork.com، RemoteOK.com، WeWorkRemotely.com، Angel.co او Indeed.com
که تاسې په افغانستان کې یاست او په دندې پسې ګرځئ کولی د acbar.jobs چې یو له مشهور ویب پاڼو څخه ده، ځانته دنده پیدا کړئ.