ژباړه: غازي عابد
سیاسي وینا د هنر یو ډول دی. شاید وړاندې کول یې اسانه وي، خو دا سخت دی چې په سم ډول یې تر نورو ورسوئ. دا وینا په سیاسي ماهرینو او تجربو کې هم نه ده. تر دې چې باتجربه سیاستوال هم د یوې وینا د کولو لپاره ځانګړي بیلابیل اصطلاحات لټوي او بیا یې کوي، یعنې ځان چمتو کوي.
بل؛ په ډیرو زیاتو پروګرامونو او ویناوو کې ګډون کول، خپله دا در زده کوي چې څنګه قوي سیاسي وینا کوونکی اوسئ. ځکه ټولې نیمګړتیاوې درته وخت په وخت ښې درمعلومیدای شي.
په افغانستان کې ورته ډیره پاملرنه نه کیږي، دلته ستونزه دا ده چې سیاسي پروسې تر اوسه شفافې شوي نه دي او خلک له سیاسي پروسو سره سم بلد هم نه دي. اما اړتیا ده او وخت په وخت به پيدا کیږي، چې بیا به خلک د سیاستوال د نور ژوند او کړنو سربیره د هغه د وینا او غږیدو په اړه هم ډیر پام کوي. له دې ځایه به یې تدبیر او پوهه معلوموي.
که چیرته ښه سیاسي وینا کوونکی اوسې، پر لارو چارو او مهارتونو یې پوه اوسې، دا ددې موقعه درته برابروي چې له مخالف یا سیال نه مخکې شې او په سیالۍ کې ترې لوړ ګامونه واخلې.
په هر حال؛ ښې او غوره خبرې په دې مانا نه دي چې ته دا وینا د خپل مخالف لپاره کوې، بلکې اصلي هدف دا دی چې ته رایه ورکوونکو یا پلویانو ډیرولو او راجلبولو لپاره داسې ښه او ښکلی غږیږې.
کیدای شي ستاسې دا په اغیزناکه ډول غږیدا یا خبرې ددې لامل شي د ډیرو رایه ورکوونکو او خلکو پام ځانته راواړوې. نو ځکه ډیر تاکید پر دې کیږي چې ستاسې خبرې باید داسې ښې او منظمې وي چې د مخاطبینو د احساساتو ماشه راکش کړئ او بلاخره ستاسې ملاتړ ته راودانګي.
د خبرو یا ویناو په بیلابیلو تخنیکونو او عناصر پوهیدل مانا دا چې تاسې خلک یا رایه ورکوونکي داسې برابروئ چې بس همدا تاسې سره پاتې شي او د بل چا ملاتړ ونه کړي.
دلته په همدې اړه درته لس ټکي لرو چې درسره مرسته کولی شي څو يوه ښه او زبردسته وینا وکړئ:
– یو محاوروي پيل
داسې خبرې اترې او محاوره پيل کړئ چې ستاسې مخاطبین له تاسې سره یوځای تر اخره پاتې شي. داسې مه کیږئ چې په خلکو بیخي ځان ډیر غټ حساب کړئ او اوریدونکي، ګډون کوونکي یا خلک درسره د خبرو او پاتې کیدلو زړه ونه کړي، بلکې بیخي نارمل اوسئ.
بل مهم ټکی دا؛ که چیرته بیخي سست پست، بې اهمیته او ټیټ غوندې رویه وکړئ یا وغږیږئ، دا بیخي ګټه نه کوي، نه تاسې عاجز او ښه ښکاره کوئ، بلکې مهمه ده چې نارمل اوسئ، داسې چې نور درسره ځان خوښ ښکاره کړي او اغیز مو پرې پریوځي.
په خبرو کې مو داسې طبعي څه ووایئ چې دا خلک بیخي په خپل لاس کې ونیسئ. تکراري څه مه وایئ.
– د مخاطبینو توجه او احساسات راخپل کړئ
تاسې چې سټیج ته ودریږئ، باید داسې نه اوسئ چې خلکو ته هسې ستړیا کوونکی معلوم شئ. بلکې په لینونو او خلکو وګرځئ چې ستاسې مخاطبین او اوریدونکي درسره نښتي او یوځای پاتې شي. داسې څه ورته ووایئ چې خلک درته پورته شي او شاباسی او افرین درته ووايي.
– ځان مو د یوه کاندید په حیث ښکاره کړئ
کاندیدان اکثره وخت خپلې خبرې نه کوي، بلکې لیکل ورکول کیږي، نو لیکونکی باید د شخص په ځانګړنو باندې پوه وي، چې هغوی څرنګه غږیږي یا غږیدلی شي. د لیکلو محتوا باید داسې جوړه شي چې څرنګه د هغه شخص د وړاندې کولو طرز طریقه وي.
لکه د هغه لهجې، د هغه د خبرو طرز، سیمه ییز لفظونه او هغه معمول عادتونو سره چې هغه یې خبرو کولو پرمهال کاروي باید ورته والی ولري.
که چیرته وینا د یوې خاصې سیمې لپاره ترتیب کړای شوي وي، نو په کار ده چې د هغې سیمې د متلونو او بیلابیلو رایجو سیمه ییزو خبرو، لهجو ځینې په کې ګټه واخیستل شي.
– شخصي کیسې او تجربې مو ووایئ
مناسبې شخصي سټوریانې او تجربې کومک کوي چې خلک پوه شي تاسې څه وايئ، دا به ورته یو ډول مثال هم شي. د خپلو سختو وختونو په اړه هم خبرې وکړئ چې څو ستاسې اوریدونکي او مخاطبین پوه شي چې هر وخت ورسره ولاړ یاست او ددوی په شان ننګونې یې ګاللي. که په ښه ډول سره خپلې تجربې او کیسې ورسره شریکې کړئ، د ډیرو خلکو پام ځانته اړولی شئ.
– ګډوډې خبرې مه کوئ
هره خبره چې کوئ یې، باید یوه مرکزي نظریه ولري. غږیدل او خبره مو باید داسې اوسي چې مستنده ښکاره شي، یعنې مثلا د شخصي ژوند کومه کیسه ګۍ کوئ او وروسته یې پر خلاف غږیږئ، له داسې کولو ډډه وکړئ. که چیرته داسې ګډوډ لیګا اوسئ، نو د مخاطبینو او اوریدونکو پاملرنه هم ګډوډوئ.
– مهم پيغام ته ورشئ
کله مو چې په بشپړ او سم ډول سره د خلکو توجه راجلب کړه، نو خپله تر ټولو مهمه خبره مو ور واوروئ. یعنې اول داسې وغږیږئ چې د خلکو فکر او ذهن دې ته برابر شي چې ته کومه خبره کوې، هغه درسره په اسانۍ سره ومني او پایله یې مثبته وي.
– یوه ستونزه یاده کړئ او حل لاره یې هم ووایئ
مثلاً تاسې په دې خبرې کوئ چې د خلکو ژوند به ښه کړئ، نو په داسې مهال کې ورته په ټولنه کې یوه ستونزه یاده کړئ او بیرته ورته خپله حل لاره ووایئ چې په دې ډول به دا ستونزه حلوو او داسې لار چارې به کاروو، دې سره به خلک ډیر ستاسې پر خوا جلب شي او پته به ورته ولیږي چې کار مو کړی او رښتیا هم حل لار موندونکی یاست.
– د هغوی له مشکلاتو او ستونزو خبر اوسئ
تاسې باید داسې اوسئ چې د خلکو ټولې ستونزې درمعلومې دي. یعنې په دې ځای کې اوسیدلي یاست او ددې ټولنې یوه برخه یاست، نه بل څوک او له دوی لوړ. عموماً مخاطبین یا خلک هغه کس ډیر خوښوي او ملاتړ یې کوي چې داسې هیلې او ارمانونه ولري، لکه دوی یې چې لري.
د خپل مخالف په اړه خوش طبعتي وکړئ
په کمپایني غونډو کې به خامخا درنه د سیالې ډلې او فرد یادونه کیږي. ځکه خلک او رسنۍ له تا غواړي او دې ته راکشوي چې باید په اړه یې یو څه ووایې. نو داسې مهال باید داسې څه ووایئ چې ستا په اړه ستا له مخالف نه ښه او غوره وي. یو ډول خوش طبعتي کول دلته تر ټولو غوره لار ده چې ویې کړئ، ځکه دا ستا پر ځان باور ښيي، خو دا خوش طبعیتي باید داسې ښکاره ګوزار او بې منطقه څه نه وي، چې کمزوری مو ښکاره کړي.
په یوه د پام وړ یادښت یا پای سره یې ختم کړئ
دا سمه ده چې تاسې باید له خپلو مخاطبینو او خلکو سره په ډیرې خوش طبعۍ وغږیږئ، خو په اخر کې باید داسې څه ووایئ او وړاندې کړئ چې خلک ستاسې په اړه پام ولري او په اړه مو فکر وکړي چې څومره غوره انسان و.