لیکنه: شمس الحق حیران
ګرانه زده کوونکیه، نن مې غوښتل څو خبرې درسره وکړم، ستا د نیولې څېرې په لیدلو مې زړه کې راتېره شوه چې له شونډو الوتې موسکا دې بېرته راستنه کړم. لږ راسره وغږېږه، څه در پېښ شوي دي؟ یو ډول غمجن راته معلومېږې. ته خو ډېر زیارکښ انسان یې، خو تر څو د څوک ونه غږوي؛ خبرې نه کوې او کله چې خبرې کوې رنګ د تک سور واوړي، زه په دغه مسله نه پوهېږم؛ که مهرباني وکړې لامل یې راپه ګوته کړې؟
پوهېږم چې د کمترۍ احساس په خپله اغزنه لمنه کې ټینګ نیولی یې، زه غواړم په دې برخه کې درسره مرسته وکړم، باوري یم چې په دې یوازې زه نه بلکه ستا هر ټولګیوال او ښوونکی پوهېږي چې ته د پیاوړي ذهن خاوند یې. ته په لوی خدای باور ولره چې ډېر لایق او ذهین انسان یې، د ځان په اړه هېڅکله اندېښنې ونه کړې، تا ته مهربان الله ډېره وړتیا، ځواکمنتیا او پوره انرژي درکړې ده. آيا تا ته د خپلې ذهني پیاوړتیا(آی. کیو) سلنه معلومه ده؟ ته یو ډېر تکړه او بریالی شخص یې.
هیله کوم له نامعلومو بلاوو مه وېرېږه، ستا په وجود کې پټ استعدادونه نغښتي، هغه را ویښ کړه، د ځان، ټولنې او نړۍ په رغونه او وده کې ترې کار واخله، تل د نوښت په لټه کې اوسه؛ په یاد ولره چې نوښت پای نه لري، نو….:
څه ته ګورې؟! خپلې هر اړخيزې هڅې پیل کړه، له شته امکاناتو او وسایلو تر ټولو ډېره ګټه پورته کړه، لوبې وکړه خو د ورځې کار یې مه ګرځوه، له نورو مرسته وغواړه خو له هېچا تمه مه لره، د نورو په غم وژاړه خو خپلې اوښکې په خپله پاکې کړه، د خپلو بریاوو او فراغت د جشن نمانځغونډې ته دې ټول ملګري راوبوله خو لومړی ځان د دې وړ کړه چې بریاوې وګټې. سلامشورې له هر چا سره وکړه خو د موخې ټاکلو پرېکړه په خپله وکړه. دا احساس ولره چې د هرې شېبې په تېرېدو سره خپلې موخې ته یو ګام نیږدې کېږې.
هو، یوازې په مهربان خدای ټینګ ایمان او مثبت فکر ولره، هڅې وکړه او زیار وباسه، بیا وګوره چې ګام پر ګام خوښۍ ستا قدمونه ښکلوي. خو؛ پوه شه چې په نړۍ کې تر ټولو آسانه کار د خپل ځان تېر ایستل دي. نو، بیړه وکړه، د وخت د هرې شېبې قدر وپېژنه او د یارانې تار ورسره وغځوه، راځه نيولی تندی دې د سهارني ګلاب غوندې وغوړوه، موسکی شه او نړۍ درته موسکۍ کړه.