راپور: غازي عابد
د ننګرهار وطني شاتو فابريکه کې تېر کال پنځه سوه ټنه خالص شات توليد شوي او د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته لېږل شوي دي.
د ننګرهار وطني شاتو د پروسس کارخونې مشر رياض محمد رودوال وايي، چې په دې ولايت کې شاوخوا څلور سوه د شاتو مچيو فارمونه شتون لري او دوی هره ورځ له درې سوو څخه تر پنځه سوه کيلو ګرامه پورې شات له پروسس وروسته پيک کوي او د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته يې د پلور په موخه ليږي.
د کاروبار پرمختګ
د ننګرهار د رسنیو دفتر لیکلي؛ هغه وايي، چې دی د افغانستان د شاتو روزنکو د اتحاديې مرستيال او د دې ولايت د رئيس په توګه دنده پرمخ وړي، چې ور سره له دوه زرو څخه زيات مسلکي کسان کار کوي، چې له امله يې په دې ولايت کې د شاتو کاروبار ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دی.
دی زياتوي:
«سږکال د امنيت پراختيا او د نويو فارمونو په جوړيدو سره اټکل کوي، چې د تېر کال په پرتله به سږکال د شاتو په توليد کې د پام وړ زياتوالی رامنځته شي.»
د مالټو د شاتو تولید
د ننګرهار د شاتو روزنکو د اتحاديې رئیس رياض محمد رودوال زياتوي، چې په دې ولايت کې د لاچي، شوتلې، شڼشوبي، پلوسې او نارنج شات تولديږي او سږکال به د مالټو باغونو په جوړيدو سره د مالټې شات هم توليد شي.
نوموړی وايي:
«د اوړي په موسم کې دوی د بېرې شاتو تولید په موخه خپلې مچۍ پښتونخوا ته وړي؛ که حکومت ورته د بېرو فارمونه جوړ کړي؛ نو دوی به د اوړي په موسم کې هم دلته پاتې شي.»
د يادونې ده، چې په ننګرهار کې د شاتو مچيو روزنکي خالص شات توليدوي، چې د ختيځ زون سربيره د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يې خلک خوښوي او د نورو په پرتله يې نرخونه هم ښکته دي.
د تولیدوونکو ستونزې او غوښتنې
د ننګرهار وطني شاتو د پروسس کارخونې مشر رياض محمد رودوال له یاران سره په یوه ځانګړې مرکه کې یو شمیر ستونزې او غوښتنې مطرح کړې چې په وینا یې تر اوسه ورسره په دې برخه کې لازمه همکاري نه ده شوې.
ښاغلي رودوال د وسایلو د کمبود مسله یاده کړه چې په نوره دنیا کې پرمختللي وسایل او امکانات کاریږي، خو دوی یې کمبود لري، لکه د مختلفو وسایلو په لرلو سره نړۍ کې مختلف شات تولیدیږي لکه د ملکې شات، ګرد ګل شات او داسې نور… چې دا په نوره نړۍ کې ښه بازار او خلک ورته ډیره لیوالیتا هم لري، خو د وسایلو د نه شتون له امله دوی هغه ډول تولید نه شي کولی او یوازې په کلاسیک ډول مخته ځي.
نوموړي د دوا نشتون هم یو ننګونه یاده کړه چې له امله یې ددوی کار له تاوان سره مخ کیږي.
رودوال یاران سره مرکه کې وویل دوی اوس مصنوعي ځنګلات نه لري چې پر اساس یې بیرې، بلوڅه، شړشمي او نور ډول ډول شات تولید کړي.
هغه یوه بله ستره ننګونه دا یاده کړه چې دوی د پورته ستونزو له امله پاکستان ته هم تګ راتګ لري چې دا هم د کار پر وړاندې خنډ دی، ځکه په وینا یې چې د مالیې وزارت له لورې ترې ډیره مالیه اخیستل کیږي، په داسې حال کې چې په وینا یې دوی د کوچیانو په ډول دي او باید مالیه ورته معاف وي که اخیستل کیږي هم باید یو ځل واخیستل شي، اما هر ځل ترې اخیستل کیږي.
نوموړی وايي که افغانستان کې پورته زمینې برابرې شي، ددې ګټې به دا وي چې وبه شو کولی هغه په لکونو کسان چې په پاکستان کې زموږ د افغانانو د موچیو د کاروبار له امله مصروفه وي، هغه به وطن کې وي او دلته به خلک پرې بوخت شي، ځکه دلته ورته هوا هم برابره ده او ترڅنګ هغه ډاګونه چې غصب کیږي، له دې لارې به له غصبه هم وژغورل شي. ځکه ټول به دولت د مچیو کاروباریانو ته په واک ورکړي، چې دا کولی شي ډاګونه بوخت وساتي او د غصب زمینه یې برابره نه شي.