د شاتو د مچیو په اړه اته په زړه پورې واقیعتونه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

لیکواله: لیزا لابارڅیو
ژباړه : هېواد
د شاتو د مچیو په اړه ډیرې خبرې شته چې په زړه پورې دي. دلته ددې پیاوړو خو وړو دوستانو په اړه اته په زړه پورې ټکي درسره شریکوو.
۱- د شاتو مچۍ زموږ شا او خوا ښکلې کوي.
ساینس اټکل کوي چې د لسو څخه تر شل میلونو کلونو مخکې مودې راهیسې د شاتو مچۍ د ونو بوټو له ګلانو شات جوړوي. دوی همدارنګه د ونو بوټو په لقاح کې مهمه ونډه لري ځکه د ونو بوټو هغه ګردونه چې د ساینس په باور د بوټو د باردارۍ لپاره یې له یو بوټې بل ته انتقال ضرور دی د شاتو د مچیو په وسیله انتقالیږي او دا زموږ د چاپیریال د سمسورتیا او ښکلا لوی سبب دی.

۲- د شاتو مچۍ اجتماعي حشرې دي
د شاتو مچۍ شریک او ګډ ټولنیز ژوند لري. دوی په کورنیو ډلو کې ډیرې ښې تنظیم شوي او د بیلابیلوپیچلو ماموریتونو د ترسره کولو وړتیا لري. داسې دندې لري چې په نورو حشراتو کې یې بیلګه نه شته.
له یو بل سره تفاهم، د پیچلې ځالې جوړول، د چاپیریال کنټرولول، دفاع، او د کارګرو ټولي لرل یوازې څو له هغو منظمو ماموریتونو څخه دي چې د شاتو مچۍ یې د بریالي ټولنیز ژوند د بیلګې توګه ترسره کوي.
د شاتو مچۍ لټي نه پیژني، له همدې کبله ددې مچیو یوه ځاله د ورځې درې سوه میلونه ګلان لقاح کوي یا جوړه کوي.

۳- د شاتو مچۍ له خبرو پرته خپلو کې تفاهم کوي
د شاتو مچۍ له یو بل سره د (نڅا) په یو ډول او همدارنګه د یو ډول کیماوي عطرو په خپرولو تفاهم کوي. د یو ډول ځانګړې نڅا په ترسره کولو دوی کولی شي چې له یو بل سره د ګلانو د سیمې، اوبو او د ځالې د نوي موقیعت د لوري او فاصلې په اړه معلومات شریک کړي.
 

۴- د شاتو مچۍ د ګلانو لپاره جوړې پیدا کوي
څیړنې ښيي چې په نړۍ کې یوسلو اویازره ډوله بوټي د میوو او نسل د دوام لپاره له یو بل سره لقاح ته اړتیا لري چې تقریبا دوه سوه زره حشرې له یو بوټي بل ته د یو ډول ځانګړو لقاحي ګردونو په انتقال په دې برخه کې مرسته کوي. ددې ټولو مرستندویه حشرو سرلارې د شاتو مچۍ دي چې د ونو بوټو د جوړه کولو په چارو بوختې دي.

۵- د شاتو مچۍ له شاتو پر ته موږ ته نور خواړه هم راکوي
ومو ویل چې د شاتو مچۍ د ونو بوټو په لقاح کې مهمه ونډه لري. که ونې بوټي لقاح او جوړه نه شي، میوې، غلې دانې او ترکارۍ نه شي تولیدیدای. یوازې د امریکا له اقتصاد سره د کرنې له درکه د شاتو د مچیو مرسته د کال شل میلیارده ډالر اټکل شوې ده.

۶- د شاتو مچۍ اینجینرانې دي
د شاتو مچۍ د نړۍ تر ټولو ښې او طبیعي ریاضي پوهانې دي. دوی نه یوازې د زاویو په حساب ډیرې ښې پوهیږې او د مځکې ګردوالی درک کوي، بلکې دا اوښیارې حشرې په داسې ځالو کې اوسیږي چې د معاصرې ریاضي پر بنسټ تر ټولو په غور حساب شوي او ډیزاین شوي جوړښتونه دي.

۷- د شاتو مچۍ هم له قهوې هم څکه کوي
کله چې د شاتو مچۍ د قهوې بوټي لقاح کوي یوه اندازه کافین هم د قهوې له ګلانو څکي. دا په دې معنی ده چې مچۍ هم قهوې سره جوړې دي. همدارنګه د همدې مچیو د جوړه کولو برکت دی چې موږ ته قهوه رسیږي.

۸- د شاتو مچۍ په حیرانونکي کچه ورکیږي
دا د مچیو په اړه په زړه پورې ټکی نه دی. په تیره یوه لسیزه کې په امریکا د شاتو د مچیو شمیر په حیرانونکي کچه کم شوی، داسې چې اندېښنه پارونکی دی او مخکې یې پیش بیني نه وه شوې.
راپورونه وايي، په ۲۰۱۵ م کال کې یوازې د یو کال په اوږدو کې د مچیو کورنۍ په سلو کې څلوېښت کمې شوې دي.
ګڼ سببونه شته چې د مچیو د کورنیو د کمي سبب شوي او ساینس پوهان هڅه کوي څو د شاتو د مچیو د نور کمي مخه ونیسي.
که تاسو غواړئ مچیو سره مرسته وکړئ نو په خپل شا او خوا کې داسې ونې بوټي زیات کړئ چې د مچیو د خوښې ونې بوټي وي.