د حزب الله بنسټګر: ایراني رژیم لبنان، سوریه او اسلامي نړۍ تباه کړل

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

راپور: بشر درویش
په لبنان کې د حزب الله ډلې منشي، سوبي توفیلي ایراني رژيم باندې سختې نیوکې کړي دي.
هغه ویلي؛ د حزب الله وسله والې ډلې اوسنی منشي، سید حسن نصرالله او د ایران رژیم د “لبنان او سوریې د تباهۍ لامل” دي.
نوموړي زیاته کړې:

«لبنان د غلو او غدارانو په لاس کې دی.»

دی چې له کلونو راهیسې د حزب الله مشرتابه سره د خپلمنځي اختلافاتو له امله د ګوند د واک له مشرۍ لرې شوی، په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې ویډیو کې دا خبرې کړي.

په لبنان کې د حزب الله پر اوسني مشرتابه انتقاد په ډول هغه وویل:

«د حزب الله سکرترجنرال د لبنان له ولسمشر ، د پارلمان رییس او لومړي وزیر څخه ډیر غښتلی دی او هغه پدې فاجعه کې مهم رول درلود.»

په لبنان کې د حزب الله بنسټ ایښودونکی، سوبي توفیلي وویل: له ۲۰۰۰م کال راهیسې، حزب الله چې د ایران پورې تړلی دی، اوس د اسراییلو پر وړاندې د مقاومت نه ده، بلکې یوه وسیله ده، چې سوریه یې ویجاړه کړه، عراق یې ویجاړ کړ، یمن یې تباه کړ او لبنان یې غرق کړ او همدې وسیلې بیروت هم ویجاړ کړ.
هغه حسن نصرالله د ایران د رژیم یو مزدور وباله او زیاته یې کړه:

«دا زموږ اصلي ستونزه ده. داسې بریښي چې لبنانی سړی زموږ په هیواد واکمن دی، خو تر شا یې علي خامنه یي دی.»

د توفيلي په وینا؛ په دې وروستیو کلونو کې، د ایران سیمه ایز سیاستونه په اسلامي نړۍ کې د تفرقې، نفاق او فرقه يي نظریاتي شخړو لامل شوي دي.
نوموړی دا څرګندونې وروسته له هغې کوې چې بیروت د یوې سترې چاودنې کوربه و. دې چاودنه کې تر ۲۰۰ پورې کسان ووژل شول او له پنځو زرو بره ټپیان شول.

دا په داسې حال کې ده چې د لبنان د حزب الله ډله د ایران قوي ملاتړ لري او تر ډیره د ایران سره په مشوره او خوښه ګامونه اخلي.
ایران تر اوسه دې خبرو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.