هلمند کې د تاریخي ځایونو رغوونه؛ پر پينځو پروژو کار پیل شو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
خبريال: مدثر دعوت

هلمند کې د تاريخي ابداتو ۵ بيارغونې پروژې پيل سوې.
هلمند چې يو تاريخي ولايت دی د پېړيو پېړيو راهيسې تمدنونو ترڅنګ د جګړو او نا امنيو شاهد دی چې پدې لړ کې يې د نورو اړخونو ترڅنګ تاريخي ابداتو او اثارو هم لوی زيانونه ليدلي چې يو ښه مثال يې د بست کلا ده.
fb img 1598171357331772025382170931071 هلمند کې د تاریخي ځایونو رغوونه؛ پر پينځو پروژو کار پیل شو
خو له کلونو وروسته دا موقع برابره سوه چې د هلمند پنځه مشهور ځايونه چې کابو په يوه سيمه کې موقعيت لري د بيارغونې لپاره يې بودجه ځانګړې سي او د بيا رغونې چارې يې پيل سي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د انکشافي بوديجې څخه د ملي پراختيا شرکت په مټ د ددې پنځو تاريخي ځايونو د بيارغونې چارې د هلمند د والي تورن جنرال ياسين خان له لورې رسما پرانستل سوې.
fb img 1598171340490366610433416768873 هلمند کې د تاریخي ځایونو رغوونه؛ پر پينځو پروژو کار پیل شو
دا پنځه پروژې چې د بُست کلا څاه ته داخليدونکي لاري او ګنبدې ترمیم د (۵۸۸۷۶۳۵) افغانۍ ، د بُست کلا د شیشک اساسي ترمیم د (۱۱۲۶۸۰۰) افغانۍ، د علامه حبان بُستي د مقبرې رغونه د (۲۵۰۳۷۵۰) افغانۍ ، د تاریخي یخچال(مشهور په تنور) رغونه د (۳۰۳۹۳۳۵) افغانۍ او د شهیدانو زیارت رغونه د (۱۹۰۱۷۶۰) افغانۍ په ارزښت ترسره کیږي
پدې مراسمو کې د طلاعاتو او فرهنګ د رئيس حميدالله وياړ او نورو ادارو رئيسانو ترڅنګ ځوانانو او سپين ږيرو هم ګډون درلودی.
fb img 15982455483531567818064506360725 هلمند کې د تاریخي ځایونو رغوونه؛ پر پينځو پروژو کار پیل شو
د هلمند والي ددې پرژو د بيارغونې پيل يو بې ساری پرمختګ ياد کړ او د تاريخي ابداتو رغونه يې د خپل ماموريت له پيله په لومړيتوبونو کې نيولي وه چې په بريا سره يې دې هدف ته ځان ورسوی،چې لا به هم دوام وکړي.
fb img 15981713648236199339320631206869 هلمند کې د تاریخي ځایونو رغوونه؛ پر پينځو پروژو کار پیل شو
ياسين خان د رسنيو سره په خبرو کې وويل چې ددې پروژو په بيا رغونې سره به د هلمند تاريخي ارزښت وساتل سي او دې ولايت ته به په ملي او نړيواله کچه توجه زياته سي چې د سياحت په يوې مهمې سيمي به بدل سي.
د هلمند د اطلاعاتو فرهنګ رئيس حميدالله وياړ ددې پروژو پيل يوه لاستنه راوړنه وبلله او لښکرګاه ښار اړوند د کاریز او بُست کلا سيمو له خلکو يې غوښتنه وکړه چې ددې پروژو په څار او ساتنه کې له دوی سره مرسته وکړي.
fb img 15982455245266336192562130848189 هلمند کې د تاریخي ځایونو رغوونه؛ پر پينځو پروژو کار پیل شو
وياړ وويل چې ددې سيمې اکثريت ځوانانو او خلکو ته ددې پرژو د پيل سره د کار زمينه هم برابريږي.
په وروستيو کې د هلمند والي او د اطلاعاتو فرهنګ رئيس ته د سېمې د مشرانو له لورې د وياړ بګړۍ هم ور په سر سوې