ژباړه: بشر درېش
د فولکس واګن شرکت اعلان وکړ، چې په راتلونکي میلادي کال کې به د خپلو واګن بیتل موټرو تولید د تل لپاره ودروي.
دغه شرکت، چې د نړۍ له ترټولو مشهورو موټر تولیدونکو شرکتونو څخه دی، ویلي چې د خپلو دغو موټرونو وروستي هغه به په ۲۰۱۹ کې تولید او بیا د تل لپاره پای ته ورسوي.
د درېیو نسلونو موټر
د فولکس واګن کمپنۍ اجرایه مدیر هاینریش وئبکن ویلي، چې واګن بیتل موټرونو یې له درېیو نسلونو سره وخت تېر کړی.
د هغه په وینا همدا دلیل به وي، چې خلک به د دغو موټرو د تولید له پای ته رسیدو سره موافق نه وي.
هاینریش وئبکن وایي: زه درک کوم، چې له دغو موټرونو سره خلک عاطفي اړیکې لري، خو موږ د نویو تولیداتو د زیاتولو لپاره د دغه ماډل د تولید په پای ته رسولو لاس پورې کړی.
د هیټلر د خوښې موټر
د فولکس واګن بیتل موټرونه په لومړي ځل په ۱۹۳۸ کې د فولکس المانۍ کمپنۍ جوړ کړل. د دغو موټرونو ډیزاین په ۱۹۹۴ او ۲۰۰۳کې نوی او لا جذاب شو.
د دغو موټرونو د جوړیدو امر الماني امپراتور اډولف هیټلر ورکړی و، خو له دې كبله چې هغه په دویمه نړیواله جګړه کې بوخت او بیا یې ژوند پای ته ورسید، دا موټر یې په جوړ شوي حالت کې نه ولید او نه یې د چلولو تجربه په نصیب شوه.
برقي موټرې
یاده کمپنۍ وایي، چې له دې وروسته پلان لري څو د کورنیو لپاره لوی موټرونه او دغه راز په برق چلیدونکي موټرونه تولید کړي.
د فولکس د دغه ماډل موټرونه تراوسه په وروستي ځل تېرمیلادي کال د دغې کمپنۍ یوې بهرنۍ څانګې په مکسیکو کې تولید کړي.
په ۲۰۰۳ کې د دغو موټرونو د خرڅيدونکو وسیلو شمېر ۲۱ میلیونو ته رسیدلې و.