نهم پړاو کارابين ليګ او ۷ افغان لوبغاړي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

دا ځل د کارابين پرېمير ليګ يوازي په يوه کريکټ لوبغالې کې ترسره کېږي.

د ۲۰۲۱ز کارابين پريمر ليګ ټول ۳۳ لوبې يوازي په سينټ کيټس او نيويس کې ترسره کېږي.

د ۲۰۲۰ز کارابين لېګ خورا په برياليتوب سره پايته ورسېدی،په نړيواله کچه ۵۰۰ ميليونه کسانو د ټلويزيون له لارې او په انلاين بڼه وکتی،خو دا ځل به لوبې د نندارچيانو په شتون کې ترسره کېږي.

د سينټ کيټس اونيويس حکومت د پوره چمتوالي ډاډ ورکړی او دا په کارابين کې هغه سيمه ده چې د کرونا وېروس څخه محفوظه ده او لوبغاړو ته هيڅ ډول خطر ندی متوجه.

وارنر پارک د په زړه پورو لوبو تاريخچه لري او مينوال ترې ښې خاطرې لري، ددې لوبغالي سره د مينوالو ډېرې خاطرې تړلي دي، په ۲۰۱۹ز کې د جميکا په وړاندې د کريس ګېل سليزه،په ۲۰۱۶ز کې د تريباګو نايټ رايډرز لوبډلې په وړاندې د انډري رسل سليزه او همدارنګه سوپر اوورونه او چټکې لوبې ترسره سويدي.

دلته به سږکال لومړۍ لوبه د اګسټ مياشتې په ۲۸مه د سنټ کيټس او ټريباګو نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ ترسره سي.

د کارابين پريمر ليګ اجرائيوي مشر پټ رسل وويل:موږ خوشحاله يوو چې په ۲۰۲۱ز کې سينټ کيټس او نيويس کې ليګ ترسره کوو،او دې سيمې ته د ټورنميټ په راويستلو کې د ټولو کسانو څخه مننه کوو.

دی وايي دا سيمه به اقتصادي پرمختګ وکړي،په ۲۰۲۰ز کې ټرينډاډ او ټرينباګو يوازې پر سپانسرشيپ ۵۱.۰۵ ميليونه ډالره وګټله،موږ هغه نندارې ته سترګې په لاره يوو چې دوی يې مستحق دي.

سږ کال پدې ليګ کې شپږ لوبډلې دي، د افغانستان څخه محمدنبي،نوين الحق،نجيب الله ځدران،قيس احمد،رحمن الله ګربز،نور احمد او راشدخان ورسره لوبېږي.