هرات پوهنتون

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو.
هرات پوهنتون په لویدیځه حوزه کې تر ټولو لوی علمي مرکز دی چې په ۱۳۶۷ کال کې د دغه ولایت د علم خوښوونکو خلکو په غوښتنه او د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ تاسیس شو. له دې وړاندې هم په هرات کې د ګوهر شاد بېګم او فخرالمدارس په نومونو لویې مدرسې فعالې وې. په هرات پوهنتون کې لومړی د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی جوړ شو چې بیا وروسته د دغه پوهنتون په اډانه کې د ښکلو هنرونو، کرنې، اقتصاد، شرعیاتو او اسلامي علومو، انجنیرۍ، ساینس، ښوونې او روزنې، حقوقو او سیاسي علومو، کمپیوټر ساینس، ژورنالېزم او ټولنیزو اړیکو، وترنرۍ، ادارې او عامه پالیسۍ، ستوماتولوژۍ او ټولنیزو علومو پوهنځي هم ور زیات شول. دغه راز نورې موسسې لکه د بادغيس د کرنې انستیتیوت، ښوونې او روزنې پوهنځی او د غور او فراه د ښوونې او روزنې پوهنځی هم د هرات پوهنتون په چوکاټ کې شامل دي.
د هرات پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور عبدالله فایز وایي، دغه پوهنتون اوسمهال ۱۶ پوهنځي لري چې په دې ډول دي: ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی، ښکلو هنرونو پوهنځی، کرنې پوهنځی، اقتصاد پوهنځی، طب پوهنځی، انجنیري پوهنځی، شرعیاتو پوهنځی، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی، ښوونې او روزنې پوهنځی، کمپیوټر ساینس پوهنځی، ساینس پوهنځی، ټولنیزو اړیکو او ژورنالېزم پوهنځی، وترنرۍ پوهنځی، عامې ادارې او پالیسۍ پوهنځی او د اجتماعي علومو پوهنځی.
فایز وایي، د دغو شپاړسو پوهنځیو په چوکاټ کې ټولټال ۷۱ ډیپارتمنټونه خپلې چارې پر مخ وړي.
د ښاغلي فایز په خبره، د هرات پوهنتون د ۱۶ پوهنځیو او ۷۱ ډیپارتمنټونو په درلودو سره تر اوسه پورې زرګونه محصلین چې نارینه او ښځینه دواړه په کې شامل دي، ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړې دي. دی وایي، اوسمهال د دغه پوهنتون تدریسي چارې د ۴۱۶ استادانو له خوا چې ۹ تنه یې دوکتوران، ۴ تنه پوهاندان، ۸ تنه پوهنوالان، ۱۵ تنه پوهندویان، ۶۹ تنه پوهنملان، ۱۴۷ تنه پوهنیاران او ۱۷۵ تنه یې پوهیالي دي پر مخ وړل کېږي، چې له دې ډلې یې ۱۱۳ تنه ښځینه استادانې دي. هرات پوهنتون ۲۷۶ تنه اداري او خدماتي کارکوونکي لري. دغه پوهنتون یو د ریاست بست، درې علمي معاونیتونه، ۴۲ عمومي مدیریتونه، ۱۶ مدیریتونه، ۱۲ امریتونه او ۱۴۸۹۷ فعال محصلین لري، چې ۱۱۷۲۲ تنه یې یوازې د هرات پوهنتون په د ننه کې پر زده کړو بوخت دي چې له دې ډلې ۵۵۰۴ تنه یې نجونې دي.

هرات پوهنتون پر ورځني پروګرام سربېره د شپې پوهنځي هم لري. په ټوله کې په هرات پوهنتون کې درې وخته تدریس کېږي چې د ماسټرۍ پروګرام هم پکې شامل دی. هرات پوهنتون په ۱۳۹۳ کال کې د ادبیاتو او بشري علومو په پوهنځي کې د ماسټرۍ پروګرام پیل کړ. دغه راز هرات پوهنتون د اقتصاد په برخه کې هم د ماسټرۍ پروګرام لري.
د دغه پوهنتون د ريیس په خبره د هرات پوهنتون له پیله تر اوسه پورې ۲۲۹۱۸ تنه محصلین له بېلا بېلو پوهنځیو څخه د لېسانس په کچه فارغ کړي دي چې ۱۴۹۲۷ تنه یې ښځینه محصلینې دي. دی وایي د هر پوهنځي جوړېدو ته په کتو سره د فراغت دورې توپیر کوي. نوموړی وايي، له ادبیاتو څخه تر اوسه پورې ۲۱ دورې او د کرنې پوهنځي څخه ۲۰ دورې محصلین فارغ شوي دي.
له نېکه مرغه هرات پوهنتون د هغو پوهنتونونو له ډلې دی چې هر کال په ډېره لوړه کچه نوي محصلین جذبوي. ښاغلی فایز وایي، د هرات پوهنتون د محصلينو ۵۲ سلنه نارینه او ۴۸ سلنه نجونې جوړوي، چې ډېری یې خپله د هرات ولایت اوسېدونکي دي.
د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی د هرات پوهنتون د تاسیس سره سم په ۱۳۶۷کال کې جوړ شوی چې په هرات پوهنتون کې د لومړني پوهنځي په توګه ځانګړی ځای اومقام لري. په لرغونو پېړیو او اوسمهال کې د هېواد د ادبي او فرهنګي ارزښتونو پېژندنه، د هېواد د ادب او فرهنګ د څرنګوالي څخه خبرتیا او راتلونکو نسلونو ته یې لېږدونه، د پرمختللو هېوادونو د ژبو او ادبیاتو سره بلدتیا، د رسنیو له لارې د عامه پوهاوي د کچې لوړتیا، د ملي او رسمي ژبو پياوړتيا او د نورو ملتونو د ژبو او ادبیاتو زده کول، د عربي، انګلیسي او الماني ژبو په چوکاټ کې د ادبیاتو او بشري علومو د بنسټیزو موخو څخه ګڼل کېږي .د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی اوسمهال په پنځو څانګو کې ۴۲ تنه استادان لري.
په هرات پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځی په ۱۳۶۹ کال کې د ټولنې اړتياوو ته په کتو سره د لوړو زده کړو وزارت د پراختيايي پلان پر بنسټ پرانیستل شو. د دغه پوهنځي لومړنۍ دوره فارغين په ۱۳۷۳ کال کې د ټولنې چوپړ ته وړاندې شول. اوسمهال د دغه پوهنځي په درې ګونو څانګو؛ ملي اقتصاد، د تصدۍ اقتصاد او بانکدارۍ څانګه کې ۶۵۰ تنه محصلین پر زده کړو بوخت دي.
د هرات پوهنتون طب پوهنځی د يوې مبرمې اړتيا، ارزښت، تحصيلي لومړيتوب او د دې سيمې د اوسېدونکو او سيمه ييزې ادارې د بيا بيا غوښتنې پر بنسټ په ۱۳۶۹ کال کې د وخت د عامې روغتيا وزارت په چوکاټ کې تاسيس او وروسته په ۱۳۷۹ کال کې په لوړو زده کړو وزارت پورې وتړل شو چې دمګړۍ اووه څانګې لري چې له پاراکلېنيک، اناتومي، هستوپتالوژي، عامې روغتيا اوساري ناروغيو، کوچنيانو، داخلې او جراحۍ څانګو څخه عبارت دي. دغه پوهنځی د يو کادري پولي کلېنيک څخه هم برخمن دی. په دغه پوهنځي کې ډېری ځوان ډاکتران روزل شوي چې وروسته په مهمو دولتي او خصوصي برخو کې په دندو ګومارل شوي. دغه پوهنځی اوسمهال ۴۶ تنه استادان لري چې ۶ تنو يې د ډاکترۍ، ۱۷ تنو يې د ماسټرۍ او ۲۲ تنو يې د لېسانس تر کچې پورې زده کړې بشپړې کړې دي.
د ساینس پوهنځی د هرات پوهنتون یو له هغو اکاډمیکو ښوونیزو او روزنیزو پوهنځیو څخه دی چې په ۱۳۸۴کال کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا په رسمي ډول پرانیستل شو. د دغه پوهنځي درسي کریکولم د لوړو زده کړو وزارت د کریکولم سره سم منظور شوی دی، چې په تخصصي ډول د نړیوالو معیارونو سره برابر دی. د دغه پوهنځي درسي سیستم د کرېډېټ په ډول تطبیقیږي.
د هرات پوهنتون رییس ښاغلی پوهندوی دوکتور عبدالله فایز وایي، هرات پوهنتون د نارینه او ښځینه محصلینو دواړو لپاره لیلیه لري. د ده په خبره د نجونو په لیلیه کې ۴۱۰ محصلینې او د نارینه وو په لیلیه کې بیا ۲۱۷ تنه نارینه محصلین ژوند کوي. دی وایي که څه هم چې د نجونو لپاره اضافي ځای هم لري، خو که محصلینې نجونې د لیلیې لپاره ټاکلي شرطونه پوره کړي، هغوی ته به هم د لیلیې امکانات ورکړي. دا چې د هرات پوهنتون تر اوسه پورې د نارینه وو د لیلیې په برخه کې له ستونزو سره مخ دی، نو په شرایطو برابرو لږ تر لږه ۴۰۰۰ کسانو ته بیا بدل اعاشه ورکول کېږي.
دا چې د هرات پوهنتون د افغانستان په کچه دویم لوی پوهنتون ګڼل کېږی، نو د مسوولینو په وینا یې یو مجهز او په ټولو شرایطو برابر کتابتون هم لري. د هرات پوهنتون رییس وایي، د دغه پوهنتون په کتابتون کې لږ تر لږه ۶ لکه جلده بېلا بېل کتابونه موجود دي، خو له بده مرغه چې د کتابتون لپاره ځانګړی ځای نه لري، چې اوسمهال یې چارې په دریو درسي ټولګیو کې مخ ته وړل کېږي. ښاغلی فایز وایي، د هرات پوهنتون کتابتون د نړۍ له ځینو نورو معتبرو انلاین کتابتونونو سره هم وصل دی، چې له دې ډلې یو هم د امریکا د متحدو ایالتونو انلاین کتابتونونه دي.
له نېکه مرغه له کابل پوهنتون وروسته هرات پوهنتون هغه پوهنتون دی چې په کور د ننه پوهنتونونو سربېره د نړۍ له ګڼ شمېر مشهورو پوهنتونونو سره علمي اړیکې او تړونونه لري، چې له دې جملې څخه د جاپان له یوه پوهنتون، د جنوبي کوریا له یوه پوهنتون، د ایران له یوه پوهنتون، د تاجکستان له ملي پوهنتون، د متحدو ایالتونو له یوه پوهنتون، د هند د بنګلور پوهنتون، د المان له بوخم او تخنیکي پوهنتون سره علمي اړیکې او تړونونه لري.
له دې ټولو ښېګڼو سره سره هرات پوهنتون اوس هم له یو لړ ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. د هرات پوهنتون رییس وایي، د جمنازیم، اېدېتوریم، د جومات او کتابتون لپاره د ودانیو نه شتون د هرات پوهنتون لویې ستونزې دي. د ښاغلي فایز په خبره، هرات پوهنتون تر اوسه پورې د ۹ پوهنځیو لپاره ځانګړې ودانۍ هم نه لري. دغه راز هرات پوهنتون که څه هم په اړوند پوهنځیو کې ځانګړي لابراتوارونه لري، خو په ټوله کې د یوه مجهز او لوی لابراتوار چې د هر پوهنځي اړینې ستونزې حل کړي نه شتون یې یوه تشه ده. که څه هم چې په هرات پوهنتون کې د طب پوهنځی کلونه کېږي چې فعال دی، خو تر اوسه پورې ورته کوم کادري روغتون نه دی جوړ شوی چې د رییس په خبره یې د طب محصلین د تخصص په اخیستو کې له ستونزو سره مخ دي. ښاغلی فایز له لوړو زده کړو وزرات او اړوندو چارواکو څخه غواړي چې په دې برخه کې ور سره مرسته وکړي.