دولت د هلمنديو بزګرانو څخه هندوانې پېري

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
خبريال: مدثر دعوت

images 2020 06 09T190131.932 دولت د هلمنديو بزګرانو څخه هندوانې پېري
د هلمند د کرنې رياست مسوولين وايي چې سږ کال د هلمنديو بزګرانو څخه هندوانې رانيسي.
د هلمند د کرنې د رياست مسوولين وايي چې د ملي تدارکاتو د کمېسيون له لارې غواړي د هلمنديو بزګرانو څخه هندوانې رانيسي او بيا يې د اړتيا وړ نهادونو ته په واک کې ورکړي.
د هلمند د کرنې د رياست د پلان او برنامو مسوول سيد رفيع الله قلم ياران ته وويل:

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په پلان کې لري چې د کرنې وزارت او ولايت مقام په همکارۍ د ملې تدارکاتو د کمېسيون له لارې د هلمنديو بزګرانو څخه هندوانې او نورې مېوې وپلوري او بيا يې د افغان پوځ مرکزونو ته په واک کې ورکوي.

FB IMG 1591713163506 دولت د هلمنديو بزګرانو څخه هندوانې پېري
قلم وايي د هندوانو د سوداګرو ټولنې له غړو سره ناسته کړې چې ریيس، مرستيال، منشي او خزاندار حضور درلود، ډاډ يې راکړ چې په دې برخه کې پوره چمتووالی لري، د اړتيا وړ هندوانې به له بزګرانو راټولې کړي او تر مشخصو موقعيتونو پورې به يې پر ټاکلې وخت ورسوي.
IMG 20200609 WA0025 دولت د هلمنديو بزګرانو څخه هندوانې پېري
دی وايي د هندوانو د پلورلو ټاکلی حد نه دی معلوم، څومره چې په نظامې جزتامونو کې ورته اړتيا وې هغومره به رانيول کېږې خو ممکن تر ۱۰۰۰ ټنه اضافه هندوانې وپېرېدل شي.
images 2020 06 09T190202.623 دولت د هلمنديو بزګرانو څخه هندوانې پېري
د احصائیې او معلوماتو له مخې سږکال هلمند کې شاوخوا ۲۲۵۰ هکتاره ځمکه کې هندوانې کرل شوې دي چې ټول حاصل یې ۶۹۷۵۰ متریک ټنه اټکل شوی دی.