د سهيل احمد مغلزي بنسټ د غريبانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

خبريال: مدثر دعوت
د افغانستان د سوک وهنې ملي لوبغاړي سهيل احمد مغلزي د ۳۱ غريبو او اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د مغلزي د بنسټ له لورې دغه مرسته په کابل کې هغه کسانو ته وويشل سوه چې د کرونا ويروس له کبله زيانمن سوي وه او يا يې هم د روژې په مبارکي مياشت کې لاسنيوي ته اړتيا درلوده.
received 2313306314731788930016622700509978 د سهيل احمد مغلزي بنسټ د غريبانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د افغانستان هغه ولايتونه چې د کرونا ويروس ورباندې ډير اثر کړی ښارونه يې قرنطين دې، په همدې خاطر هغه اشخاص چې مال او دارايي ولري د هغو کسانو او کورنيو سره مرستي کوي چې لاسنيوي ته اړتيا لري.
د مغلزي ترڅنګ افغان کريکټرانو او نورو ورزشکارانو هم د خپلو خلکو سره د مرستې لپاره راودانګل او په بيلابيلو ولايتونو کي يې تر سلګونو کورنيو پوري مرستي رسولي دي او لاهم دا لړۍ جريان لري.
received 25646402537882855761784214095798849 د سهيل احمد مغلزي بنسټ د غريبانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
تر دې وړاندي هم د سوکوهني دې افغان اتل ډيريو غريبو او اړمنو کورنيو سره نغدي او بيلابيلي مرستي کړي دي.
received 18374063163956643528767072028701536 د سهيل احمد مغلزي بنسټ د غريبانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
سهيل احمد له ټولو مالدارو، تجارانو او سياسيونو څخه غوښتي دې چې د کرونا ويروس پدې سخت او قرنطين حالت کې دي خپل هيوادوال يوازي نه پريږدي او تر خپل وسه دې د خوراکې او اړتيا وړ توکو مرسته وکړي.