
د انګلستان کرکټ بورډ لیکلي چې د دوی د ښځینه او نارینه کرکټ لوبډلو له خپلو کروناځپلو سره ۵ لکه یورو مرسته کړې.
د دې سربېره ټولو لوبغاړو پرېکړه کړې چې تر راتلونکو دریو میاشتو به له کرونا سره د مبارزې په خاطر د خپلو معاشاتو شل سلنه روپۍ د انګلستان روغتیا وزارت ته ورکوي.
د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ انګلستان هم کرونا ویروس ځپلی دی او د انګلستان لومړی وزیر بورېس جانسن هم په کرونا اخته و.
د انګلستان د روغتیا وزیر او د شاهي کورنۍ یو شهزاده هم په دې ویروس اخته و.
تېره اونۍ د انګلستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د دوی هر کرکټ لوغاړی به د خپل معاش ۲ زره او ۵۰۰ پاونډه به د کرونا ویروس سره مبارزې لپاره ورکوي، خو لوبغاړو د دې سربېره د خپل معاش شل سلنه برخه هم د راتلونکو دریو میاشتو لپاره ځانګړی کړ.
د انګلستان د ښځینه کرکټ لوبډلې لوبډلمشرې ویلي، چې د کرکټ بورډ او لوبغاړو لخوا دا یو پر ځای اقدام و.
هغې ویلي اوسني وخت کې د دوی خلک مرستې ته اړتیا لري.
اوسمهال د افغانستان سربېره ټوله نړۍ د کرونا له جدي ګواښ سره مخ ده.