راپور: مدثر دعوت
د هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان په نوښت د توحيد د ټولنيزو چارو موسسې په همکارۍ په هلمند کې د نظامي شهيدانو له ۲۰۰ کورنيو سره د پر ځان بسياينې لپاره په پنځو برخو کې درې مياشتنی حرفوي کورس پای ته ورسېد.
په فارغو کسانو کې چې ۶۰ تنه يې مېرمنې دي د نظري او عملي زده کړو سربېره په اړوند حرفو کې د کاروبار لپاره ټول تخنيکي سامانونه او آلات هم ورکول سول.
د توحید د ټولنیزو او پرمختیایی چارو بنسټ مشر وحیدالله الفت وویل: دحرفوي زده کړوپیل سوي درې میاشتني پروګرام کي فارغو زده کوونکو ته د مجربو ښوونکو لخوا د نجاری، خیاطی، جنراتور، واټرپمپ او ګلدوزۍ برخو کښې روزنه ورکړل سوي، چې په خبره یی اوس دا کسان کولی سي د کورنیو اړتیاوي له همدې لاري حل او خپل اقتصادي وضعیت پیاوړی کړي.
وحیدالله الفت له ولایت مقام او نورو دولتي ادارو غوښتنه وکړه چي د حرفوی زده کړو فارغه زده کوونکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کي همکاري وکړي.
ددې پروګرام مسؤل حميدالله بارکزی وايي، هغه کسان چي غواړي تر فارغېدو وروسته کار شروع کړي، موږ سره له دې چي دوی ته د خپل مسلک اړوند امکانات او وسايل ورکوو، په ښار کې ورته د ځای موندلو هڅه هم کوو، او موږ به د ياد پروګرام تر پايته رسيدو وروسته نور پروګرامونه هم په لاره واچوو.
د حرفوی زده کړو یوشمیر فارغه ښځینه او نارینه زده کوونکو د خبرو پرمهال له هلمند والي او د ياد پروګرام له مسؤلينو څخه په مننې وویل چي اوس دوی کولی سي د ترلاسه کړو حرفوي زده کړو پر مټ د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزي تر ډيره راکمي کړي. خوغوښتنه يې وکړه چی نورهم باید د بې وزله ، شهیدانو، او معلولینو کورنیو غړو ته دا ډول ګټور پروګرامونه په لاره واچوي.
د هلمند والي تورنجنرال محمدیاسین خان فارغه کسانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ ژمنه وکړه چي ولایتې اداره به د بې وزله، شهیدانو، او معلولینو د کورنیو لپاره د اقتصادي ستونزو د راکمولو او د هغوی د حقونو خوندیتوب په برخو کې لازمي هڅي ترسره کړي او د دا ډول کورنیو لپاره به د مرکز ترڅنګ په ولسوالیو کي هم ورته ګټورو پروګرامونو تطبیق ته زمینه برابره کړي.
هلمند والي زیاته کړه: دشهیدانو د وارثینو لپاره یې دسرپنا برابرولو لاره کي یې هم هڅی پیل کړي اوپردې کارکوي ترڅو هغه دهیواد او ولس دخدمت لاره کي دتللو شهیدانو دکورنیو پاته غړیو ته دهوسا او آرام ژوند زمینه برابره کړي.
د غونډې په وروستيو کې فارغو زده کوونکو هلمند والي ته په خپل لاس جوړ سوي توکي ډالۍ کړله او ورپسې په فارغو کسانو بری ليکونه او اړوند توکي وويشل سوله.
د توحید ټولنيزو او پرمختیايي چارو موسسه چې په بېلابېلو برخو کې فعاليت کوي، له کلونو راهيسې يې هلمند کي ګڼ نارينه او ښځينه په بېلابېلو مسلکونو کي روزلي دي چې اوس مهال پر کارونو بوخت دي.