د کرونا ويروس د ناروغانو لپاره د هلمند د خلکو استازي د ۳۰ بستريز روغتون مرسته وکړه.

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

خبريال: مدثر دعوت
په ولسي جرګې کي د هلمند ولايت دخلکو استازي عبدالرشيد عزيزي د کرونا ويروس ناروغانو د درملني لپاره خپل شخصي ۳۰ بستريز مجهز روغتون د عامي روغتيا رياست په واک کي ورکړ.
په ياد روغتون کي د اړتيا وړ ټول تجهيزات او طبي سامانونه شتون لري.
د روغتون د پرانيستلو په مراسمو کي د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان د عبدالرشيد عزيزي څخه مننه وکړه او دا اقدام يې د کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کي ډيره همکاري وبلله.
fb img 1587027853427290735106760903636 د کرونا ويروس د ناروغانو لپاره د هلمند د خلکو استازي د ۳۰ بستريز روغتون مرسته وکړه.
والي زياته کړه چي هر هيوادوال مکلف دی تر څو د کرونا ويروس د مخنيوي او د ناروغانو سره د لاسنيوي په موخه تر خپل وسه مرستي وکړي تر څو ددې نړيوالي وبا په وړاندي جګړې کي بريا ترلاسه کړو.
fb img 15870276941925333435616953407731 د کرونا ويروس د ناروغانو لپاره د هلمند د خلکو استازي د ۳۰ بستريز روغتون مرسته وکړه.
ياسين خان وويل په لښکرګاه ښار کي لا له وړاندي ۱۰۰ بستريز روغتون د کرونا ويروس د ناروغانو لپاره چمتو سوی چي ځيني د اړتيا وړ توکي به ډير ژر ورته رانيول سي.
د هلمند د خلکو استازي عبدالرشيد عزيزي وويل تر خپل وسه يې مخکي هم مرسته کړې او تر دې وروسته به هم د خپلو خلکو په چوپړ کي وي.
fb img 15870278502577436675512514955794 د کرونا ويروس د ناروغانو لپاره د هلمند د خلکو استازي د ۳۰ بستريز روغتون مرسته وکړه.
عزيزي زياته کړه که چيري اړتيا سي د ۵۰۰ بستريز روغتون لپاره به هم ودانۍ د عامي روغتيا رياست په واک کي ورکړي،تر څو د کرونا ويروس ناروغانو درمله پکښې ترسره سي.
fb img 15870260237103624225387443684256 د کرونا ويروس د ناروغانو لپاره د هلمند د خلکو استازي د ۳۰ بستريز روغتون مرسته وکړه.
تر دې وړاندي هم عبدالرشيد عزيزي د کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره د دستکشو، ماسکونو، مکروب ضد مايع او نورو تجهيزاتو مرسته کړې.
fb img 1587026057838684770499967761648 د کرونا ويروس د ناروغانو لپاره د هلمند د خلکو استازي د ۳۰ بستريز روغتون مرسته وکړه.
هلمند کي تر اوسه د کرونا ويروس ۹ مثبتي پيښي ثبت سوي پداسي حال کي چي په تيرو دوو ورځو کي هيڅ مثبت پيښه نده ثبت سوې.