هلمند سيند کلنۍ مشاعره انلاين ترسره شوه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

خبريال: مدثر دعوت
د هېواد د بېلابېلو شاعرانو په ګډون د هلمند سيند مشاعره په انلاين ډول ترسره شوه.
که څه هم هر کال د زرګونو کسانو په شتون کې د هلمند سيند دوديزه مشاعره په خورا جم او جوش او شانداره ډول سره په يوه پراخه ساحه کې ترسره کېدله، خو د کرونا ويروس له کبله سږکال يوازې په يوه اطاق کې د ګوتو په شمېر کسانو په شتون کې ترسره شوه.
fb img 15929039205846506563454822728677 هلمند سيند کلنۍ مشاعره انلاين ترسره شوه
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، د دې پرځای چې دا مشاعره هېڅ نه وای ترسره شوې، ښه مو دا وبلله چې په انلاين ډول شاعران او ليکولان خپل شعرونه او نظمونه وړاندې کړي.
fb img 15929040528413933865098021265207 هلمند سيند کلنۍ مشاعره انلاين ترسره شوه
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس حميدالله وياړ د مشاعرې په پيل کې وويل چې د کرونا ويروس د افغانستان تر څنګ په ټوله نړۍ کې د ډېرو کارونو مخه ډب کړې او هرڅه يې نيمګړي کړي دي. همدا دليل دی چې سږ کال هلمند سيند مشاعره هم په هماغه کيفيت او معيار نشوای جوړېدلای، لکه څنګه چې د مينه‌والو او هېوادوالو غوښتنه وه، خو د دې پرځای چې بېخي مشاعره ترسره شوې نه وای، مناسبه مو وبلله چې په انلاين ډول ترسره شي.
fb img 15929038949764929979822047425952 هلمند سيند کلنۍ مشاعره انلاين ترسره شوهپه يادې مشاعرې کې د هلمند د لسګونو نارينه‌وو او ښځينه‌وو شاعرانو په ګډون، د بېلابېلو ولايتونو اديبانو او شاعرانو ګډون کړی وو.
د بلخ، پکتیا، کندهار، نیمروز، لوګر، لغمان، ننګرهار، خوست، پروان او فاریاب ولایتونو څخه ټولو ټولو شاعرانو، عشقي وطني، حماسي او د سولې اړوند شعرونه او نظمونه وويل چې پر فېسبوک هم په ژوندۍ بڼه نشرېدله.
fb img 15929039931111192626772142615780 هلمند سيند کلنۍ مشاعره انلاين ترسره شوه
شاعران خوښ وو چې د کرونا وایروس په شتون کې يې هم کلنۍ مشاعره ترسره کړه او تر هېوادوالو يې د شعر او هنر په ژبه د هېواد د مينې او ورورولۍ پيغامونه ورسول.