ولې د هند په یو شمیر سیمو کې د خلکو وېښتانو په ناڅاپي ډول توی شوي؟

د هند په مهاراشتراسیمه کې د خلکو د ويښتانو ناڅاپي تویدلو خلک حیرانه کړي دي

د هند مهاراشټرا ایالت د کليو اوسېدونکي له عجيبو پېښو سره مخ شوي دي. د دې ایالت په ۱۲ کلیو کې د روان کال له پیل راهیسې د نژدې ۲۰۰ کسانو چې ماشومان هم په دې شامل دي د سر د ویښتانو ناڅاپي تویدل پیل شول.

ځايي روغتیايي چارواکو د دې پېښو د لاملونو د موندلو لپاره پلټنې پیل کړې دي.

اغیزمن شوي کسان په بشپړه توګه بې وېښتو شوي دي، چې دې موضوع د خلکو اندېښنې زیاتې کړي دي.

د راپورونو پر بنسټ، دا وضعیت د سر د خارښ سره پیلېږي او وروسته د سر وېښتان توېږي. ځینې اغېزمن شوي کسان وايي، د وخت په تېرېدو سره یې وېښتان بېرته راختلي، خو تر اوسه یې د توېدو کره لاملونه معلوم نه دي.

د هند دارو درملو وزارت مسوولین اغېزمنو کسانو ته هومیوپیتهیک درمل ورکوي.

 حکومت، طبي ماهرین، او د هند طبي څېړنو شورا د دې مسلې د لاملونو د معلومولو لپاره څېړنې کوي.

د بهوپال، چینای، پونې، او ډیلي سیمو د طبي ماهرینو ډلې اغېزمنو سیمو ته تللي او د وېښتو، وینې، نوکانو، بولو، او ځايي اوبو بېلګې یې راټولې کړې دي.

ځايي روغتیايي چارواکي وايي، دا ستونزه د فنګسي انتان نه ده، ځکه چې فنګسي انتان وېښتان دومره ژر نه تویوي.

د پوستکي ماهر ډاکټر سومیش ګوپتا، چې سیمې ته تللی، خلکو ته ډاډ ورکړی چې دا ستونزه د ویروس له امله نه ده او همداراز ساري نه ده. هغه ویلي، “هغه کسان چې په پیل کې یې وېښتان له لاسه ورکړي وو، بېرته یې د وېښتانو وده پیل شوې ده.” په ځینو کلیو کې د اغېزمنو کسانو پر ضد د تبعیض پېښې هم ثبت شوې دي