هواوې د خپل خوندیتابه لپاره ۲ میلیارده ډالره لګوي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د هواوې شرکت د کاناډا د برخې رییس ویلي، ددې لپاره چې تولیدي توکي یې، نور هم امن او خلک وکولی شي له دې هم ډېر باور پرې وکړي، د خپلو توکو د امنیت د خوندیتابه لپاره یې دوه میلیارده ډالره ځانګړي کړي دي.
نوموړی وایي، دا دوه میلیارده ډالره به یوازې د سافټویر جوړولو د انجنیرانو پر ګومارلو ولګوي.
د هواوې د کاناډا د برخې مشر اریک لي (Eric Lee) وایي، د خپلو توکو امنیت او د ټکنالوژۍ هغه شبکې چې د دوی توکي ور سره تړلي دي، بې نقصه کېدل یې د دوی لپاره لومړیتوب دی.
په کاناډا کې ددغه شرکت ویاند ویلي، چې له دوی سره د کاناډا په برخه کې یوازې پنځه سوه کسان د سافټویر د خوندي تابه په برخه کې کار کوي او مرکزي څانګه کومه چې د چین په شنزن ښار کې ده، د دوی له دې وړاندیز څخه هر کلی کړی.
ددغه شرکت مرکزي څانګې هم ویلي، د تولیدي توکو امنیت به یې تر هغه کچې خوندي کړي، چې هېڅ پېردونکی یې ان په یوه برخه کې هم شکایت ونه کړي او له هره اړخه به خوندي توکي خپلو مشتریانو ته وړاندې کړي.