د هندوستان په کشمیر کې په هندي نیمه پوځي ملیشې له ځانمرګي برید وروسته، په دغه هیواد کې د کشمیري مسلمانانو په وړاندې د هندوانو کرکه زیاته شوې ده.
په تیرو دریو لسیزو کې دا په هندي پولیسو تر ټولو مرګونی تروریستي برید و، چې پکې لږ تر لږه د هند ۴۰ ملیشه سرتیري ووژل شول، او یو شمیر نور ټپيان شول. پاکستان میشتې جیش محمد ډلې د برید مسؤلیت په غاړه واخیست.
په کشمیر کې د پنجشنبې د ورځې دې برید د هندوستان د حکومت او عوامو غوصه پارولې ده. لومړي وزیر نریندار مودي د برید د غچ اخیستنې ګواښ کړی.
بل پلو، د رسنیو د رپوټونو په اساس، په دغه هیواد کې د کشمیر مسلمانان شکایت کوي، چې له یاد برید وروسته، د هندي وګړو له لورې رټل شوي او سپکې سپورې ورته ویل شوي. د پنجشنبې ورځې راپه دیخوا، لسګونه کشمیري مسلمانان تحقیر شوي، وهل شوي او مجبور شوي، چې خپلې سیمې پریږدي.
مستعار نومي نثار احمد د هندوستان په اتراکنډ کې د پوهنتون محصل دی. نوموړي الجزیرې ته ویلي، چې د جمعې په ورځ په کشمیري زده کوونکو قهریدلو هندیانو برید وکړ او ويې ډبول.
نوموړې زیاته کړه: “زموږ دوه ملګري يې سخت ووهل. موږ اوس له ویرې له خونې نه وځو. د شنبې په ورځ تر ۷۰ پورې هندي لاریون کوونکو د کشمیريانو په ضد شعارونه ورکول او ويل يې، چې [ويې وژنئ او ويې شړئ]”
اسما اشرف د کشمیر مسلمانه محصله ده، چې د اترا کنډ په دیهرادن کالج کې سبق وايي. هغه وايي، چې لیلیه يې د قهریدلو لاریونوالو له لورې محاصره ده او دوې له خپلو خونو بیرون نه وځي. د اشرف په وینا، چې مظاهرچیان د پوهنتون له چارواکو غواړي، کشمیري محصلین له پوهنتون وشړي.
د هندوستان په پلازمینه، نوي ډهلي کې، ۲۵ کلنه سارا خورشید وايي، چې په کشمیر کې له وروستي برید وروسته، اوس هنديان په کشمیریانو بدګومانه دي.
نوموړې زیاتوي: “تیره ورځ، کله چې زه له کاره د کور په لورې روانه وم، یو لاروي په ما چغې وهلې، چې [تاسې] کشمیریان د هندي سرتېرو په وژنه خوشاله یۍ. زه ویره لرم، چې شاید زموږ د کور مالک موږ له کوره وشړي.”
د هندوستان په هرینا کې د انجینرۍ محصل، بشیر وايي، قهریدلي لاریونوال په لوډسپیکرونو کې چغې وهي، چې کشمیري محصلین دې خپل د اوسیدو کرايي کورونه پریږدي. نوموړی وايي، “موږ د خوراکي توکو له کمښت سره مخ یوو. بیرون مو لاریونوال وهي. موږ شاوخوا ۲۰۰ کشمیري محصلین یوو. د پوهنتون ادارې موږ ټول یو ځای (لېلیې) ته راغونډ کړي یوو او زموږ امنیت يې نیولی.”
په پلازمینه ډهلي کې بیا یو شمیر کشمیري محصلینو مظاهر کړې او له هندیانو يې غوښتي، چې د کشمیر مسلمان زده کوونکي ترهګر ونه بولي.
د هندوستان د جامعه ملي، ډهلي او جواهر لعل نهرو پوهنتون کشمیري محصلینو په ګډون، ګڼو کشمیري وګړو په دغه لاریون کې برخه اخیستې وه او ویل يې، چې دوی باید د یو”تش په نوم کشمیري” له امله له دومره ستونزو سره مخ نشي.
بل لورې ته امنیتي ځواکونو د کشمیر مسلمانو وګړو ته ددوی د خوندیتوب ډاډ ورکړی. د پولیسو یو چارواکي رسنیو ته ویلي، دوې به د کشمیري محصلینو او وګړو امنیت خوندي کړي او په دې برخه کې د اندیښنې وړ مسله نشته. پولیسو د بیړنۍ مرستې د تماس شمیره هم د کشمیري محصلینو په واک کې ورکړې، چې د خطر په وخت ورته زنګ ووهي.
د کشمیر مخکینۍ وزیرې محبوبه مفتي د کشمیر د مسلمانانو او محصلینو په وړاندې د هندیانو قهر او کرکه “بدبختي” بللې او ویلي يې دې، چې د هندوستان د کورنيو چارو د وزیر سره يې په دې اړه خبرې کړي.
اغلې مفتي ویلي، کشمیري محصلین چې د هندوستان په هر ځای کې وي، هغوې د سبق لپاره تللي. نوموړې حالت نازک یاد کړ او ډاډ يې ورکړ، چې دا حالت به له نږدې څاري.
د هندوستان د کورنیو چارو وزارت ټولو ایالاتي وزارتونو ته لارښوونه کړې، چې د کشمیري وګړو د امنیت لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
په کشمیر کې مسلمانو کاروباریانو خپل دوکانونه او تجارتي کارونه تړلي او د ناسم امنیتي وضعیت او قهرجنو لاریونوالو څخه په ویره کې دي.
بل لورې ته بیا ځيني هندي (غیرې مسلم) خلکو د کشمیر د مسلمانو محصلینو په ملاتړ غږ پورته کړی او ویلي يې دي، چې هندوستان د ډایورسټي (تنوع) ته په احترام کې نوم لري او باید دا نوم وساتل شي.
د ارتي په نوم یوې هندۍ جلۍ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د کشمیري مسلمانانو په وړاندې د هندیانو قهر پاکستان خوشالوي. “موږ ته نه ښايي، چې یو ملت وویشو.”
د سوتتي په نوم یوې بلې هندۍ جینۍ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: هر هغه څوک، په ځانګړې ډول د کشمیر ښځې، چې د ویرې احساس لري او یا هم په خطر کې وي، دی به ورته په خپل زړه او کور کې ځای ورکړي.
په کشمیر کې اوس هم ګرځ بندیز دی او سیمې ته اضافي سرتیرې استول شوي، څو قهریدلي لاریونوال ارام کړي او سیمه کې حالت قابو کړي.