پټېل د آی پي اېل په تاریخ کې په اوور کې د زیاتو منډو ورکولو ریکارډ جوړ کړ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

له ۲۰۰۸ کال راهیسې د آی پي اېل په تاریخ کې تر ټولو بدترین اوور د بنګلور لوبډلې چټک توپ اچوونکي هارشل پټېل وکړ.

نوموړي د چینای خلاف لوبه کې په وروستي اوور کې د ۳۷ منډې ورکړې او جدیجا یې د آی پي اېل کېریئر ورتباه کړ.

د وروستي اوور حال

د چینای لوبډلې په ۱۹ اورونوکې ۱۵۴ منډې وې او لوبغاړي یې اوټ وو.

جدیجا او ایم ایس ډوني کریز یا ویشتن ځای کې موجود وو.

د هارشل پټېل لومړی توپ جدیجا د مېډ وېکټ په لوري شپږیزه کړ، دویم توپ یې هم په لېګ سټم شپږیزه کړ، درېیم توپ نو بال او شپږیزه شو، بیا همدا توپ دوه منډې شوې، ورپسې یا څلورم توپ شپږیزه شو او وروستی توپ د جدیجا لخوا څلوریزه شو.

په یو اوور کې پنځه شپږیزې، یوه څلوریزه یو نو بال او یو ډبل شو.

دا لومړی ځل دی چې د آی پي آېل په تاریخ کې یو بالر په یو اوور کې ۳۷ منډې ورکوي.

جدیجا په ۲۵ توپونو نیمه سلیزه پوره کړه او په ۲۸ توپونو یې د ۵ شپږیزو او څلور څلوریزو په مرسته ۶۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د بنګلور لپاره هدف ۱۹۲ منډې شو.

د آی پي اېل په تاریخ کې په یو اوور کې د توپوهونکو لخوا د زیاتو منډو اخیستل

کرېس ګېل په ۲۰۱۱ کې یو اوور کې د کرناټاکا ټوسکرز لوبډلې پر وړاندې لوبه کې یو اوورکې ۳۶ منډې ترلاسه کړې وې.

سورېش رېنا په ۲۰۱۴ کې په یو اوور کې ۳۲ منډې اخیستې وې، هغه د پنجاب لوبډلې پر وړاندې دا منډې کړې وې.

ویرات کولي په ۲۰۱۶ کې د ګوجرات لاینز پر وړاندې لوبه کې په یوو اوور کې ۳۰ منډې ترلاسه کړې وې.

۲۰۲۱ کې پټ کمېنس له د چینای لوبډلې له توپ اچوونکې سام کرن څخه یو اوور کې ۳۰ منډې ترلاسه کړې.

۲۰۱۲ کې کرېس ګېل د پونې لوبډلې پر وړاندې لوبه کې یو اوور کې ۳۰ منډې ترلاسه کړې وې.

ورېنډر سېواګ په ۲۰۰۸ کې د ډکن لوبډلې پر وړاندې یو اوور کې ۳۰ منډې ترلاسه کړې وې.

۲۰۲۰ کې راهول تېواتیا د پنجاب پر وړاندې لوبه کې ۳۰ منډې اخیستې وې، چې پنځه شپږیزې یې وهلې وې.

۲۰۱۱ کې شون مارش د بنګلور پر وړاندې لوبه کې ۳۰ منډې وکړې.

نیکولاس پوران د ۲۰۲۰ کې د حیدراباد پر وړاندې لوبه کې یو اوور کې ۲۸ منډې اخیستې وې او ۲۰۱۷ کې هارډېک پانډیا د رایزېنګ پونه سوپرجاینټس پر وړاندې لوبه کې یو اوور کې ۲۸ منډې ترلاسه کړې وې.

نو له دې معلومه شوه، چې له هارشل پټېل پرته نور یو بالر هم یو اوور کې ۳۷ منډې نه دي ورکړي او دا لومړی بالر شو، چې یو اوور کې دومره زیاتې منډې ورکوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.