خبریال: فضل الله فضلي
سږ کال د لوی اختر د حج په مراسمو کي د سعودي حکومت لخوا ۱۰ زرو تنو د حج اداء کولو اجازه ورکول سوې وه.
د کرونا ویروس له امله د حج مراسمو خورا په سختو شرایطو کي ترسره سول او یاد ۱۰ زره تنه حج کوونکي یوازي د سعودي هیواد اوسېدونکي وه.
دا د لسیزو وروسته هغه حج اکبر وو، چي د کرونا نړیوالي اوبا ټکنی کړ او د نړۍ د نورو هیوادونو مسلمانان ځني بې برخي سول.
د سعودي لخوا په خپاره سوو بیانونو کي راغلي، چي په یاد حاجیان د کرونا ویروسه پاک او نه هم تر پایه څوک په ککړ سو.
دلته هغه انځورونه چي حج کوونکو د حج په مراسمو کي ګډون کړی، فریادونه، ژړا او دعاګاني یې کولې، لیدلای سئ: