خبریال: فضل الله فضلي
د سعودي د حج وزارت د خبر پر اساس د عمرې لپاره حرمین شریفین یا مسجدالحرام د مسلمانانو پر مخ په درو مرحلو کي بیا پرانیستل کیږي.
حرمین شریفین به ۱۰ ورځي وروسته د راتلونکي اکټوبر میاشتي له ۴مي نېټې څخه پرانیستل سي.
لومړۍ مرحله:
د سعودي د شاهي نظام ۶۰۰۰ اوسېدونکي کولای سي، چي د ۱۴۴۲کال د صفري له ۱۷ څخه تر ۳۰ نېټې پوري د کرونا ویروس پر وړاندي د ټولو روغتیايي تدابیرو په مراعتولو سره عمره اداء کړي.
دوهمه مرحله:
پدې مرحله کي بیا هم د عرب سلطنتي نظام اوسېدونکي د ۱۴۴۲ کال د ربیع الاول میاشتي وروسته هره ورځ له ۱۵۰۰۰ تر ۴۰،۰۰۰ عمره کوونکو پوري عمره کولای سي.
ټول عمره کوونکي به روغتیايي تدابیر په نظر کي نیسي.
دریمه مرحله:
د سعودي عرب دننه او له بهر څخه ټول مسلمانان کولای سي، چي عمره، زیارت او لمونځ اداء کړي او طوافونه ترسره کړي.
د ټولو مسلمانانو څخه د ورځي له ۲۰،۰۰۰ څخه تر ۶۰،۰۰۰ پوري عمره کوونکي کولای سي، عمره اداء کړي.
دا مرحله ۳۹ ورځي وروسته د ۱۴۴۲ کال د ربیع الاول میاشتي له ۱۵ نېټې څخه وروسته پیلیږي.
ددې مراسمو د بیا پیل لپاره شرط دادئ، چي هر عمره کوونکی به د غوښتنلیک ترڅنګ د عمرې جواز ولري او دا چاره ۱۰ ورځي وروسته پیلیږي.
د سعودي د حج او عمرې وزارت بیا د مکې مکرمې په مسجدالحرام کي د کرونا ویروس ټول مرکزونه او میکانیزمونه جوړوي او عمره کوونکي له کتني او معایناتو وروسته آزاد کولای سي، مراسم اداء کړي.
د کرونا وبا په راتګ سره سعودي پر حج او عمره کوونکو بندیز ولګوئ.
څه موده بیا وروسته لسګونه ورځي طواف ودرېدئ، چي دا په تاریخ کي له لسیزو وروسته د مسلمانانو لپاره بد خبر وو.