دا لس څیزونه هره ورځ سهار خپل ځان ته ووایئ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
  • ژباړه: عطا محمد میاخېل

سهار د ورځې مهمه برخه ده، که له کیڼ اړخ څخه را ویښ شئ، نو کولای شئ ډاډه شئ، چې یوه بده ورځ ستاسو په تمه ده، خو برعکس؛ که سم پیل ولرئ، نو کولای شئ په دوام یې ښه ورځ ولرئ. له ښه خوړنیز رژیم او ښو سندرو څخه پرته، نور څیزونه هم شته، چې کولای شي له تاسو سره د ښې ورځې په لرلو کې مرسته وکړي. اوس یې وخت را رسېدلی دی، چې هره ورځ سهار دا لس څیزونه خپل ځان ته ووایئ، ترڅو ښه پیل ولرئ.
۱ ـــ نن د محشر ورځ ده
هرڅوک له نوي څیز سره مینه لري، دا ژمنه یو نوی پیل دی، چې موږ ته خوشبیني راکوي او دغه راز موږ ته د دې یادونه کوي، چې مهمه نه ده، مخکې اوضاع څومره بده وه، ځکه چې تېر، تېر شوی دی او اوس یې وخت را رسېدلی دی، چې مخ پر وړاندې حرکت وکړئ او هغه نوي فرصتونه، چې ستاسو په لور را روان دي، وې منئ.
یوه نوې ورځ د تازه کېدو لپاره یوه غوره بڼه ده، تاسو یوه بشپړه ورځ فرصت لرئ، چې کولای شئ، ترې ډېره ګټه واخلئ او پرون هېره کړئ. یوه نوې ورځ د هغې تابلو په څېر ده، چې ستاسو په وسیله نقاشي کېدلو ته چمتو ده، تاسو باید شکر وکړئ، چې د ژوند کولو لپاره تاسو ته یو بل چانس درکړل شوی دی. د پرمختګ په لور ځغلنده ګامونه پورته کړئ. مهمه نه ده، چې پرون څومره بده تېره شوې ده، مهمه داده، چې پرون تېره شوې ده او نور نه شي کولای، چې ستاسو په وړاندې خنډ شي.
۲ ـــ زه کولای شم، هر هغه څه چې غواړم واوسم
دا یانې روحیه، موږ ټول خپل خوبونه لرو، خو ټولو ته یې نه رسېږو، ولې؟ ځکه په کافي اندازه هڅه نه کوو، خوبونو ته رسېدل ناشونی کار نه دی، ټول هغه کارونه، چې باید تاسو یې ترسره کړئ، دا دي، چې یوازې خپلې شاوخوا ته وګورئ، ترڅو فرصتونه په ښه توګه ووینئ.
مهمه ده، چې په یاد ولرئ، هغه کسان، چې خپل خوبونه یې څارلي دي او هغو ته رسېدلي دي؛ هغه کسان دي، چې هره ورځ یې خپل ځان ته ویل، (زه کولای شم)، هغوی سهار په غوسې او خپګان سره نه دي را ویښ شوي، بلکې هڅه یې کړې ده، چې په مثبت لید سره خپل سهار پیل کړي او خپله ټول هڅه یې کړې ده، چې حتا یو ګام هم خپلو خوبونو ته د نږدې کېدلو لپاره، په چټکۍ سره یې پورته کړي.
۳ ـــ بې ارزښته څیزونه، زما ورځ نه خرابوي
ولې درته مهمه ده، چې کوم کس تاسو په اینسټاګرام کې انفالو کړي یا کله چې تاسو یې ولیدلئ، نو خپله لاره یې چپه کړه؟ د هغو څیزونو په پرتله، چې واقعاً کولای شي د یوه کس ورځ خرابه کړي، دا هېڅ په حساب کې نه راځي، په همدې دلیل هڅه وکړئ، چې خپل پام هغو څیزونو ته ور واړوئ، چې واقعاً مهم دي.
۴ ـــ پرون تېره شوې ده
منو یې، چې پرون بده ورځ وه! اوضاع ښه پرمخ لاړه نه او هرڅه خراب شول، خو حدس ووهئ، چې ښه خبر څه دی؟ ښه خبر دا دی، چې پرون تېره شوې او پای ته رسېدلې ده، هر هغه څه، چې له پرون څخه پاتې دي، خاطره او درس دی، چې کولای شئ ترې وایې خلئ، نو خپله ټوله هڅه د نن لپاره وکړئ، یوازې د نن لپاره.
۵ ـــ ماتې خوړل ستونزه نه لري
کله وخت را ویښېږو او په یاد مو راځي، چې پرون مو د یوه کار د ترسره کولو فرصت درلوده، خو په هغه کې مو ماتې وخوړه، دا ډول افکار کولای شي، چې له تاسو څخه د سهار لومړۍ برخه واخلي او پاتې ورځ مو در خرابه کړي.
هغه څه، چې باید خپل ځان ته یې ووایئ، دا دي، چې په حقیقت کې ماتې خوړل، کومه ستونزه نه لري، خپل ځان ته د دې یادونه وکړئ، چې ټول ماتې خوري، حتا بریالي کسان. موضوع داده، که وکولای شئ، چې له ستونزو څخه درس واخلئ، نو کولای شئ، چې له هغو څخه ګټه ترلاسه کړئ. ماتې یوازې د ودې او ځواکمن راتګ لپاره یو فرصت دی.
۶ ـــ زه په خپلو ټاکنو باندې ویاړم
ستاسو ټاکنې هغه څیزونه دي، چې تاسو تعریفوي، که چېرې د زړه له کومې ځان ته د دې یادونه وکړئ، چې ټاکنې مو په خپلو شرایطو کې سمې وې، نو ښه احساس به ولرئ. هېڅوک نه شي کولای، چې د سمو کارونو د ترسره کولو لپاره، په تاسو باندې نیوکه وکړي، نو په خپلو اصولو پسې ونښلئ او د نورو بېځایه او بې بنسټه خبرې نالیدلې ونیسئ.
۷ ـــ زه ښکلی/ ښکلې یم
ښکلا په خپل ځان باندې د باور لرلو لپاره ډېره زیاته مهمه ده او حتا یو له هغو لومړنیو څیزونو څخه، چې سهار یې خپل ځان ته وایئ، دا وي، چې تاسو ښکلي یاست! په دې ترتیب تاسو په خپل ځان کې مثبت لید رامنځته کوئ او دا لید به د عمر تر پایه له تاسو سره وي.
۸ ـــ زه یې ترسره کولای شم  
هو تاسو یې ترسره کولای شئ! څو ځله داسې شوي دي، چې غواړئ د شپې ویده شئ او په دې اړه فکر وکړئ، هغه کار چې له تاسو څخه غوښتل شوی دی، نه شئ کولای ترسره یې کړئ؟ څو ځله داسې شوي دي، چې سهار د ماتې په احساس له خوبه را ویښ شوي یاست؟ دا احمقانه ده، که تصمیم ونیسئ او هڅه وکړئ، هر کار ترسره کولای شئ.
سهار خپل ځان ته په هینداره کې ووایئ، چې تاسو په بشپړه توګه کولای شئ، دا کار ترسره کړئ او هېڅوک نه شي کولای، چې له تاسو څخه یې په غوره توګه ترسره کړي.
۹ ـــ زه ډېر خوش چانسه یم، چې ژوندی یم
څو ځله داسې شوي دي، چې سهار له خوبه را ویښ شئ او د ژوندي پاتې کېدلو په خاطر مو د الله (ج) شکرونه پرځای کړي وي؟ موږ ټول فکر کوو، چې هره ورځ ژوندي یاستو او د همدې لپاره دا معجزه نالیدلې نیسو، خو حقیقت دا دی، چې موږ بل سهار را ویښ شوي یو او موږ ته د ژوند کولو فرصت راکړل شوی دی، چې دا یانې کولای شو، خپلو غوښتنو ته د رسېدو په لاره کې لا ډېره هڅه وکړو.
۱۰ ـــ نن زما ورځ ده
په بشپړه توګه همداسې ده! که تاسو ورځ خپله نه کړئ، که تاسو هڅه ونه کړئ، چې په ټول توان سره ورپورې ونښلئ او خوشې یې نه کړئ، نو دا ورځ ده، چې ستاسو کنټرول به په خپل لاس کې واخلي او دا اصلاً ښه نه ده، ځکه چې هغه وخت په کوچنۍ پېښې سره کولای شي، تاسو وځوروي او له خپل تګلوري څخه مو لرې کړي.