ژباړه: عطا محمد میاخېل
د انسانانو دنده د هغوی په ژوند باندې ډېره زیاته اغېزه لري.
که له تاسو نو وپوښتل شي، چې په نړۍ کې تر ټولو ښه دنده کومه ده، ستاسو ځواب څه دی؟ سینمایي ستوري؟ شتمن فوټبالران؟ د نړۍ د ګرځندویانو لارښود؟ موږ دې پوښتنې ته د پوهانو د موندنو پر بنسټ ځواب ورکوو. موږ خپل د ویېښتیا یو په درېیمه وخت په دنده کې تېروو، نو په دې باندې پوهېدل، چې څنګه دا وخت خلاقانه او په خوښۍ او خوشالۍ سره تېر کړو، ډېر زیات مهم دی. دې ته په نه پام سره، چې موږ د دندې په لوړ مقام کې یو، یا دا چې نوې مو دنده پیل کړې ده او د لارې په شروع کې یو، دا هغه موضوع ده، چې باید په پام کې ونیول شي.
په کار او دنده کې د خوشالۍ لپاره لومړی ګام دا دی، هغه دنده وټاکئ، چې ستاسو لپاره مناسبه وي، د دندې آساني او سختي او یا د هغې د ګټې کچه دا نه مشخصوي، چې آیا تاسو به په هغې کې خوشاله واوسئ او که نه، بلکې هغه څه، چې ټاکونکي دي، ستاسو له وړتیاوو او لېوالتیاوو سره د هغې دندې تناسب دی، له دې امله غوره ده، چې پوښتنې ته په دې بڼه بدلون ورکړو؛ کومه دنده تاسو خوشاله کوي؟ د نړۍ د ګرځندویانو لارښود اوسېدل ښه دی، که چېرې مېرمنه او اولاد مو له تاسو سره ملتیا وکړي، ډېره موده له خپلې کورنۍ څخه لرېوالی به ښه نه وي.
مسلکي فوټبالر اوسېدل ښه دي، په دې شرط، چې وکولای شئ، ځان په لوړه سطحه کې وساتئ، زیان لیدل او نور مسایل باید تاسو له لوړ مقام څخه د زوال کچې ته راټیټ نه کړي. د سینما ستوری اوسېدل هم ښه دی، خو په دې شرط، چې پوه شئ، په سینما کې د اوج دوره لنډه ده. له دې امله هرڅه ستاسو په لید لوري پورې تړاو لري. په امریکا کې د وروستیو څېړنو پر بنسټ، خلک د دندې په اړه ۳ لید لوري لري؛ ځینې هغه یوازې د ګټې او معاش د تر لاسه کولو لپاره، یوه لاره ګڼي. ځینې نور سر بېره پر ګټې په یو ډول د دندې مقام ته هم ارزښت ورکوي او بله ډله دندې ته د ژوند د مانا او پېژندنې په توګه ګوري.
په دې هر یوه ډله کې چې مېشت شئ، کولای شئ، چې خوشاله واوسئ، خو په توپیري ډول. په حقیقت کې خوښي او خوشالي یوه ټاکنه ده، دا چې خپلې دندې ته څنګه ګورئ او ترسره کوئ یې، دا ۲ لاملونه ستاسو خوښي او رضایت رامنځته کوي او هرڅومره، چې دا خوښي او رضایت زیات شي، نو لاپسې خوشاله به شئ. د دې لپاره، چې په خپله دنده کې خوشاله واوسئ، باید لاملونه په پام کې ونیسئ؛ آیا کولای شئ له خپلو همکارانو سره اړیکه ټینګه کړئ؟ آیا د نویو نظریو ( آیډیاو) د څرګندولو لپاره فرصت لرئ؟ آیا کوم کار، چې ترسره کوئ ورسره مینه لرئ یا یوازې د دنده ایزې لوړتیا او د راتلونکو بریاوو په هیله، په دې کار کې پاتې یاست؟
آیا کوم کار، چې ترسره کوئ، د نړۍ د اوضاع له ښه والي سره مرسته کوي؟ آیا اړ یاست، چې هره ورځ تکراري کار ترسره کړئ؟ یا د بدلون رامنځته کولو او د نویو تجربو د ترلاسه کولو لپاره فرصت شتون لري؟ ډېری کسان داسې یو کار ترسره کوي، ترڅو خپل ژوند ته مانا ور وبښي او دا کار یې ډېر زیات خوشاله کوي. ځینې داسې کار کوي، چې خپل پورونه ادا کړي او د خپلې تفریح او اضافي لګښتونو لپاره هم پیسې ولري. په یاد مو وي، چې په دواړو صورتونو کې دنده مو ستاسو شخصي ژوند ته بدلون ورکوي، نو د خیالبافۍ پرځای، هغه څه مو چې خوښېږي، ترسره یې کړئ. که غواړئ، چې خوشاله واوسئ، د نن لپاره کار او تجربه وکړئ او خوند واخلئ.