داسې ډېري کورنۍ شته چې ترمنځ یې جنجالونه او ستونزې شتون لري او وجه یې دا ده چې درناوی، مینه او صمیمیت نشته او د دې نشتون ځینې لاملونه لري لکه:
ـ کوم کور چې د کورنۍ غړي یې اضطراب او وېره ولري هغه کور کې مینه او صمیمیت نه وي، تر هغه وخته چې خپلې ستونزه حل نه کړي.
ـ کله چې موږ د خپلو کورنیو ستونزو حلولو ته پوره پام ونه کړو، نو ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي. کله چې ډېرې شي بیا نو حلول یې راته سختیږي.
ـ هر انسان کله چې خبرې کوي باید لومړۍ سوچ وکړي، ځکه که موږ ناڅاپه غلطي خبرې وکړو هغه په هر چا بدې لګیږي او دا زموږ د اړیکو د خرابېدو سبب کیږي؛ نو باید په ځیر او پام سره خبرې او چلند وکړو.
ـ که موږ له خپل مېرمنې او اولادونو سره مینه ونه لرو، نو همدا مینه نه درلودل زموږ صمیمیت او مهرباني له منځه وړي.
ـ که موږ د ګډ ژوند له ملګري سره مینه وکړو، درناوی ولرو همدا مینه زموږ راتلونکې نسل ته انتقالېږي، او دا کار یو ډول صمیمیت رامنځته کوي.
ـ اقتصادي ستونزو ته باید ډېر ارزښت ورنه کړو او کور کې ډېر له خپل وضعیت څخه ونه وایو، ځکه دا د ټولو پر روان بده اغېزه کوي، اقتصادي وضعیت مو یوه ورځ بد وي یوه ورځ ښه، نو دا موضوع اړینه نه ده.
ـ کله چې کور کې متقابل درناوی ونه لرو او تل یو بل سره پرتلنه وکړو صمیمیت له منځه وړي.
ـ خپل ګډ ژوند ته ارزښت نه ورکول ستونزې جوړوي. باید همفکره اوسو که نه اوسو ژوند مخته نشو وړلای.
ـ د کور بنسټ باید پوخ وي که سم نه وي هم صمیمیت له منځه وړي.
ـ کله چې موږ غواړو ډېری مواردو ته باید پام وکړو، لکه سني توپیر که د عمر توپیر ډېر وي، موږ افهام تفهیم نشو کولای.
ـ اوس وخت کې ماشومان باید ډېر نه وي که ډېر وي ستونزې هم ډېرېږي.
نو دا هماغه لاملونه دي چې د یو کور صمیمیت او مهرباني له منځه وړي.