
فلسطینۍ حماس ډلې د هغو دریو اسراییلي برمته وو نومونه اعلان کړل چې په پام کې ده نن شنبې د بندیانو د تبادلې په بل پړاو کې خوشې شي.
دا کسان چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د اسراییلو پر قلمرو د حماس ډلې د پراخ برید پرمهال یرغمل شوي وو، د اسراییلو له زندانونو څخه له ۳۰۰ د ډېرو فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې کېږي.
د حماس په مشرۍ فلسطیني وسله والو ډلو له خوا د دریو اسراییلي برمته وو د نومونو اعلان ښيي چې په غزه کې حساس اوربند به پرځای پاتې وي.
له فلسطیني وسله والو سره د اسراییلي سرتېرو په ګډون پاتې ۷۳ تنه یرغمل تقریبا ټول نارینه دي او ګومان کېږي چې ښايي نیمايي به یې مړه شوي وي.
اسراییلو او حماس د جنوري له ۱۹مې نېټې راهیسې چې په غزه کې اوربند اعلان شوی، تردې دمه پنځه ځلې اسیران تبادله کړي دي.
په دې ترڅ کې ۲۱ اسراییلي یرغمل او ۷۳۰ فلسطیني بندیان خوشې شوې دي.