
حماس ډله وايي، د راروانې شنبې په ورځ به شپږ تنه ژوندي اسراییلي یرغمل خوشې کړي او سبا پنجشنبې به د څلورو نورو مړي اسراییل ته وسپاري.
حماس دا اعلان ظاهرا د اسراییل د هغه اقدام په غبرګون کې کوي چې ویجاړې شوې غزې ته یې د خوځنده استوګنځایونو او ساختماني تجهیزاتو د استولو اجازه ورکړې ده.
دا کسان وروستي اسراییلي یرغمل دي چې د غزې د اوربند په لومړي پړاو کې د اسراییلو په زندانونو کې د سلګونه فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې کېږي.
حماس باید له اسراییل سره د اوربند په دوهم پړاو کې چې ښايي ډېر لانجمن وي، په غزه کې د دایمي اوربند او له دې تړانګې د اسراییلي سرتېرو د پوره وتلو په بدل کې لسګونه نور یرغمل هم خوشې کړي.