- ليکنه: شرر ساپی
سږ کال سعودي عربستان د کورنا له ویرې حرم ته ټول سفرونه لغوه اعلان کړل، که حج هم لغوه اعلان شي، نو دا به لومړی ځل نه وي، د تاریخ په اوږدو کې د سیاسي او وبایي لاملونو له کبله حج لغوه شوی دی، په تاریخ کې څو ځل حج لغوه شوی دی؟
یو ځل هغه مهال لغوه شو چې اسماعیل بن یوسف د عباسي دولت پر وړاندې توره راوکښله او په عرفات یې برید وکړ، په سلګونو حاجیان یې ووژل.
په 930 پر کعبه د قرمطیانو برید
قرمطیانو د أبو طاهر القرمطي په مشرۍ د حاجیانو په لویه قافله، چې زرګونه ښځې او سړي پکې و، برید وکړ. قرمطیانو 2200 سړي او 500 ښځې ووژلې، نور یې بندیان کړل، عباسي دولت له دفاع څخه عاجز شو، جنابي، مقتدر بالله ته پېغام ولېږه چې بصره او اهواز دې دوی ته وسپاري دوی به بندیان خوشي کړي.
قرمطیانو له عراق او شام څخه په راتلونکو قافلو بریدونو ته دوام ورکړ، حاجیانو ځانونه د کعبې په پوښ پورې راوځړول ګوندې پریېږدي، خو قرمطیانو هم هلته ووژل او د کعبې پرده یې د دوی په وینو سره کړه. 30 زره حاجیان یې ووژل، تر څو علماوو حج ته د نه ورتلو فتوی ورکړه.
سیاستونو هم حج ودراوه، په 983 کال په عراق او سوریا کې د عباسیانو او په مصر او عراق کې فاطمیانو د مشرانو ترمنځ اختلافات د دې سبب شول چې اته کاله پرلهپسې حج ونه شو.
1831 طاعون
یوازې جګړو حج لغوه نه کړ، په 1831 م درې برخې حاجیان طاعون ووژل، دا چې لارې اوږدې وې او د طاعون ویره متیقینه وه، نو حج لغوه اعلان شو.
په 1837 کال کې یو ځلې بیا دغه سپېڅلې خاوره طاعون وځپله او درې کاله سر په سر حج ونه شو.
په 1846 کال، په مکه کې کولیرا ناروغي ولګېده، له 15000 زیات خلک یې ووژل، نو تر 1850 کال د حج مراسم په ټپه ودرېدل.
د سیلاب کال 1941
په همدې کال زختو اورښتونو حرم له اوبو ډک کړ، اوبه نیږدې د کعبې دروازې ته پورته شوې، طواف نه کېده، خو بیا هم ځینو په لامبو طواف وکړ.