لیکنه: جعفر هاند
د افغانستان او زمبابوې د کرکټ لوبډلو ترمنځ دویمه او وروستۍ ټست لوبه د چهارشنبې په ورځ ده. اوله لوبه زمبابوې وګټله، خو دویمه به افغانستان ګټي، ان شاءالله.
د افغانستان په لوبډله کې دوه تغیر باید حتمي وي چې یو یې د مجبوریت او بل یې د تېرې لوبې پایلو ته په کتو:
د راشد خان ګوته رغېدلې او لوبډله کې به وي، په خیر. د هغه د لوبو او تجربو تر څنګ په هرې لوبډلې کې د هغه موجودیت په مخالف ټیم باندې یو ډول رواني فشار وي. زمبابوې ټیم هم له دغه فشار سره مخامخ دی. بنآ، عبدالواسع چې ځوان لېګ برېګر دی، د راشد په موجودیت کې شاید ونه لوبول شي.
دویم تغیر، د ظاهر خان چینامین پر ځای د یو بل تیز بالر لوبول، تېره لوبه کې د یو بل تیز بالر تشه ډېره موجوده وه او ظاهر خان دا تشه ډکه نشوه کړای.
د اعلان شوي سکواډ څخه چې هر ځوان بالر ولوبول شي، مشکل نشته.
له دې دوو بدلونو پرته بل هر ډول بدلون به معقول نه وي، په تېره بیا د دوو ځوانو بیتسمینانو بدلول. ولې؟
۱. په یوې او دوو لوبو کې د یو لوبغاړي په اړه قضاوت ناسم دی او باید ناسم وي.
۲.یو ځوان لوبغاړی چې په خپل ژوند کې په اولې لوبې کې ښه ونه ځلیږي، دا معنی نه ورکوي چې هغه استعداد او وړتیا نلري. هغه په داسې حالاتو کې د روزونکو، کپتان، لوبغاړو او مینه والو ډاډ، لارښوونو او مشورو ته ضرورت لري چې خپل استعداد ثابت کړي، نه دا چې ته یې له لوبډلې کینوه.
۳. تر یوې لوبې وروسته د هر ځوان لوبغاړي کینول، د هغوی د استعداد، جرات او په ځان باندې د شته باور وژل دي. دا ظلم باید ونشي. هغوی ته نور چانس، جرات، او زړه ورکړئ. هېڅ لوبغاړی باید په یوې لوبې اتل او صفر محاسبه نشي.
۴. یوه نیوکه دا هم شته چې کله ناکله افغان ټیم کې له ځینو ځوانو لوبغاړو سره همداسې چلند شوی او کیږي. باید دا شک یقین ته نژدې نشي. الله اعلم.
۵.چانس ورکړئ چې ځوانان نور هم په ځان باوري شي او دا ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان په کرکټ کې لږ تر لږه ځینو بې کسه او بې وسه ځوانانو ته هم د پرمختګ چانس ورکول کیږي.
۶. مثلآ، د هند د ټست لوبو اوپنر شبمن ګیل دا څه موده مخکې د آسترالیا خلاف او اوس تازه د انګلنډ خلاف لوبو کې په دوو دریو انېنګزونو کې په صفر-صفر اوټ شو، خو هند بیا هم مسلسل د پرمختګ چانس ورکړ. که نه هند په همدغه اوپنېنګ پوزېشن کې ډېر لوبغاړي لري.
د افغانستان د بري په هیله!