رحمن الله ګربز بیا وځلېد؛ په ۲۰ توپونو یې ۴۷ منډې وکړې.

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د متحده عربي اماراتو لس اوریزه لیګ په ۱۵مه لوبه کې تېره شپه ډیکن ګلډیټرز او ډهلي بولز لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته شوې.
په یاده لوبه کې د رحمن الله ګرز لوبډلې ډهلي بولز په اتو ویکټو بریا خپله کړه.
لومړی توپوهنه ډیکن ګلډیټرز لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۸ منډې وکړې او سیالي لوبډلې ته یې د ۱۱۹ منډو هدف وټاکی.
ګلډیټرز لوبډلې ته شهزاد محمدي ۱۳، کیرون پولارډ ۴۷، عظم خان ۲۲ او شراف الدین اشرف بیا ۱۱ منډې جوړې کړې.
کله چي د ډهلي بولز لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۸،۱ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په اتو ویکټو یې بریا خپله کړه.
ګلډیټرز لوبډلې ته رحمن الله ګربز ۴۷، ایون لیویز ۳۵ او شیرپاین ۲۸ منډې وکړې.

په پرونۍ لوبه کې د رحمن الله ګربز توپوهنه

ځوان افغان لوبغاړي پرون له شکه پرته ښه توپوهنه وکړه.
هغه په ۲۰ توپونو تیزې ۴۷ منډې جوړې کړې او خپله لوبډله یې بریا ته ژر ورسوله.
ګربز دوې شپږیزې او اوه بیا څلوریزې ووهلې.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.