رحمن الله ګربر د لانکا لیګ په طوفاني ډول پیل کړ.

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

خبریال: فضل الله فضلي
رحمن الله ګربز د سریلانکا شل اوریز لیګ (لانکا) په یو طوفاني توپ وهني سره راپیل کړ.
ګربز نن د ټنډي تسکرز لپاره د کولمبو کینګز لوبډلي پر وړاندي لومړۍ او تېزه پنځوسیزه ووهل.
نوموړي په ۲۲ توپونو ۵۳ منډي په ۲۴۰ سټرایک رېټ سره ترسره کړي، چي ۴ یې شپږیزي او ۶ یې څلوریزي ووهلې او بل افغان لوبغاړي قیس احمد وسوځاوه.
126911307 129030875673499 1345806217516975160 o.jpg? nc cat=108&ccb=2& nc sid=730e14& nc ohc=f2FpzxlTq2QAX 8Fu0Q& nc ht=scontent.fkdh1 1 رحمن الله ګربر د لانکا لیګ په طوفاني ډول پیل کړ.
د نن لوبه د سریلانکا شل اوریز لیګ  د لومړي فصل لومړۍ لوبه ده، چي پدې لوبه کي ۴ افغان لوبغاړي لوبیږي.
رحمن الله ګربز ویکیټ ساتونکی او نوین الحق د ټسکرز لوبډلي لپاره او کریم صادق او قیس احمد د کینکز لوبډلي په ګټه لوبیږي.
د نن لوبي پچه د کینګز لوبډلي وګټل او توپ اچونه یې انتخاب کړل.
د ټسکرز لوبډلي لوبغاړو د رحمن الله ګربز په ۵۳ منډو او د لوبډلمشر پریرا په ۸۳ منډو سره د ۲۲۰ منډو هدف وټاکه او درې لوبغاړی یې وسوځېدل.
126912837 813265269242950 9190819151538481526 o.jpg? nc cat=108&ccb=2& nc sid=730e14& nc ohc=gnzoYcNpidsAX8nfYpE& nc ht=scontent.fkdh1 1 رحمن الله ګربر د لانکا لیګ په طوفاني ډول پیل کړ.
په دغه لیګ کي اووه افغان لوبغاړي لوبیږي، چي حضرت الله ځاځی، کریم خان صادق، قیس احمد، سمیع الله شینواري، رحمان الله ګربز، افتاب عالم او نوین الحق اخیستل سوي دي.
لانکا په نامه لیګ د لومړي ځل لپاره نن په سریلانکا کي د ۵ لوبډلو ترمنځ پیل سو، چي د ډیسمبر په ۱۶مه پای ته رسیږي.