مراکيش ګلشن ګرور ته د شاه له امله ویزه ورنه کړه

سپینه تجريدي ډیزاین

خبريال: مدثر دعوت
د باليووډ سېنما مشهور لوبغاړی ګلشن ګرور وايي غوښتل مې د مراکېش منظره وکړم خو يوې نجلۍ وېزه رانکړه.
ګلشن ګرور په باليووډ سېنما کې يو له منفي اداکارانو څخه دی چې په افغانستان کې يې هم ډېری خلک پېژني.
ګلشن د شکتي کپور سره يوځای د “انډيا بیسټ ډانسر” په خپرونه کې مېلمه وو چې ددې نندارې کوربنې نورا فتاحي چې مراکيش الاصله کاناډايئ ده،ورسره يې خبرې کولې.
images 2020 10 01t0055395299827701262330427. مراکيش ګلشن ګرور ته د شاه له امله ویزه ورنه کړه
دی د مراکېش هيواد د خلکو او هندي سېنما سره د ميني په اړه ږغېدی.
ګلشن ګروور خورا جالبه کيسه وکړه،وې ويل موږ د يوه فلم د شوټينګ لپاره مراکېش ته تللي وو،هلته مو شوټينګ خلاص کړ او د هند پرواز مو د مازديګر خواته وو،زړه مې وغوښتل چې د مراکېش د يوه ښار څخه بل ښار ته ولاړ سم او تر هغه وخته منظره وکړم چې تر څو د تګ وخت رارسېږې،خو دده په خبره کله چې اړوند څانګې ته ورغلم يوه نجلۍ يې مسوله وه


دی وايي ما ورته خپل پاسپورټ او ټکيټ وښودی او ورته ومې ويل چې د يوې ورځې وېزه راکړه ترڅو زه سياحت وکړم،خو هغې راغبرګه کړه چې زه تاته وېزه نه درکوم،ما ويل ولي؟،ځکه چې تا شاهرخ خان ووهی ،زما ته نه خوښېږې.
aamir khan gulshan grover sharukh khan4775566024462878737 مراکيش ګلشن ګرور ته د شاه له امله ویزه ورنه کړه
ګلشن وايي ما ورته وويل چې دا فلم دی ،شاهرخ خان په اصلي ژوند کې زما ملګری دی،نه زه هغه وهم او نه هم ما وهي.
ګلشن ګرور د شاهرخ خان سره په “يس باس،رام جاني،ډپلکيټ” او نورو فلمونو کې ګډ کار کړی.
یاران uncategorized 1935 مراکيش ګلشن ګرور ته د شاه له امله ویزه ورنه کړه