څنګه کولی شو د کاربن غازونو د خپریدو په کموالي کې خپله ونډه واخلو؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: سیف الدین زهیر
 کمه غوښه خوړل د زرغون ګازونو د خپریدو کچه را کموي. د غوښې تولید د میتان غاز یوه ستره سرچینه ده، نوموړی غاز د نړۍ والې تودوخې یو زورور غاز بلل کیږي. هغه غازونه چې له څارونو خپریږي د نړۍ په کچه کابو ۱۵ سلنه غاز جوړوي. که غواړی د کاربن غازونو د خپریدو په کموالي کې ونډه واخلئ نو ډیره سبزي، میوه، غله او لوبیا په څیر شیان وخورئ.
هرکله چې شونې وي ځايي یا سیمه ایز خواړه وخورئ. ۱۳ سلنه زرغون غازونه د خوراک د لیږد را لیږد او تولید له امله خپریږي. الوتنې د زرغون غازونو نامتو سرچینې دي. د موټرو او الوتکو په پرتله اورګاډي له ټولو لږ کاربن غازونه جوړوي. له لندن تر بډاپسټه پورې یو اورګاډی یوازې ۵۵٫۹ کیلو ګرامه کاربن ډای اکسایډ غاز خپروي. که همدومره سفر په موټر کې وشي نو ۱۸۱٫۲ کیلو ګرامه کاربن ډای اکسایډ به خپور کړي. په الوتکه کې کاربن ډای اکسایډ خارجیدل د اورګاډي په پرتله درې چنده یعنې ۲۲۵٫۳ کیلوګرامو ته رسيږي.
که غواړی بل ځل مو موټر بدل کړی نو هڅه وکړئ یو داسې موټر واخلئ چې دکاربن غازونو تولید یې کم وي. که چیرې د نوي موټر کلنی واټن په منځني ډول د ۱۵۰۰۰ میلو ۱۰۰۰۰ میلو ته را ټیټ کړای شئ نو د یو ټن نه زیات کاربن ډای اکسایډ به له کارولو وژغورل شي جې په منځني ډول د یوه سړي د کاربن غازونو د لګښت ۱۵ سلنه جوړیږي. ټول بریښنايي توکي که له بریښنا سره نښتې وي بریښنا جذبوي تر دې که دا ټول توکي غلي هم وي، لکه څرنګه چې دا ډول توکي هر کال په متحده آیالاتو کې تر ۱۹ ملیارده ‌‌ډالرو انرژي کاروي.
هغه کورونه چې په داسې موادو نه وي پوښل شوي کوم چې د تودوخې لیږد بند کړي د ګرمولو لپاره یې په لوړه کچه انرژي ته اړتیا وي. هغه ستا د کاربن غازونو په خپرولو کې لویه ونډه کیدای شي. (د مخنیوی لپاره کړکۍ باید په پلاستیک وپوښول شي ځکه دا د تودوخې د بیرون لیږدولو مخه نیسې. دروازو ته باید پردی ولږول شي او داسې نور) که چیرې تودوالې یوه درجه کم کړئ نو ستاسو د انرژي لګښت به ۸ سلنه کم شي. ( یعنی که په اوسنۍ سړه هوا کې ای سي (AC) ۳۰ درجه سانټی ګراډ پر ځای ۲۹ درجه سانټی ګراډ ته را ټیټ شي)
د فیشن صنعت په یوه کال کې ۱٫۲ ملیارده ټنه زرغون غازونه تولیدوي. له ګړندي فیشن یا fast fashion څخه ډډه وکړئ ځکه چې زموږ سیارې لپاره خورا زیانمن دی. په ساده ډول لږ توکي رانیول د غازونو د خپریدو د مخنیوي یوه ښه لار ده. له هغو شرکتونو توکي ونیسئ کوم چې د کم کاربن مصرف ملاټرې دي. یو د کالیو وچونکې ډک ماشین (dryer) د مینځلو په پرتله پنځه برابره زیاته بریښنا کاروي. که چیرې کالي په تناب وچ کړئ، تاسې یو په درې کاربن خوندي کوئ.
ګڼیاله ټکنالوجي (digital technology) اوس د نړۍ څلور سلنه زرغون غازونو د خپریدو سبب ګرزي. زموږ د انټرنیټ په اوسنۍ کچه کارولو سره اټکل شوی چې دغه به ۲۰۲۵ لمریز کال پورې غبرګ شي. د دغې ټولې ډاټا(معلوماتو) خوندي کولو او لیږدولو ته خورا زیاته انرژي پکار ده.
کله چې کوټه پریږدی او بیرون وځئ څراغونه مړه کړئ. له هغه عادې ګروپونو چې په منځ کې فلزي تار لري (incandescent bulb) پر ځای هغه ګروپونه وکاروئ کوم چې غاز لري (fluorescent bulb) او یا ایل ای ډی ګروپونه وکاروئ. ایل ای ډی ګروپونه ۹۰ سلنه د بریښنایی انرژي بیه پسما کوي.
د کاربن لګښت کمولو لپاره تر ټولو اسانه لاره زیاتې ونې کرل دي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.