د شین سترګو په اړه په زړه پورې خبرې

رنګین تجريدي ډیزاین
ژباړه: مریم صدیقي

د سترګو مختلف رنګونه شتون لري چې شین رنګ یو له هغه نادره رنګونو څخه دی چې ډیر پام ځانته اړوي. دا ممکن د دې امله وي چې د دې سترګې رنګ د نورو رنګونو په پرتله لږ دی، خو د شین رنګ له جذابیت څخه انکار نشو کولی. د شین سترګو سره د خلکو په اړه ځینې په زړه پوري حقایق شتون لري:

۱ـ دوی اقلیت دی

که تاسو شنې سترګې لرئ، نو پوه شئ چې تاسو په نړۍ کې اقلیت یاست. د نسواري سترګو لرونکي خلک د نړۍ نفوس له 55 څخه تر 79 سلنې پورې جوړوي په دااسې حال کې چې شین سترګې لرونکي خلک یوازې 2 سلنه دي.

۲ـ اروپا د شین سترګو لوړه سلنه لري

لکه څنګه چې موږ یادونه وکړه چې شین سترګي په ټولنه کې یو اقلیت دی، نو دا ممکن ستاسو لپاره په زړه پوري وي چې پوه شئ چې د نړۍ کوم هیوادونو کې دوی خورا ډیر ژوند کوي. که تاسو اروپا ته سفر وکړی، نو تاسو به د دې پوښتنې ځواب ومومئ. څیړنې ښیې چې د آیرلینډ او سکاټلینډ ٪ 86 سلنه وکړي شنه یا نیلي سترګې لري. چې ایسلنډ پکې هم راځي.

۳ـ تکې شنې سترګې شتون نه لري

که څه هم مونږ ګورو چې د ځینو خلکو سترګې شنې دي، خو حقیقت یو بل څه دی. په حقیقت کې هیڅ سترګې بالکل شن نشته، مګر له نورو رنګونو ترکیب دي، چې زموږ سترګې شنې کوي. د شین سترګو خلکو سترګو کې نسواري، ژیړ او نیلي رنګونو ترکیب شتون لري.

۴ـ هیڅ ماشوم د زیږون پرمهال شنې سترګې نه لري

د مور په نس کې نور نه وي نو د زېږون پر مهال هم د ماشوم سترګې شنې نه وي، خو وروسته ملانوسیت‌ د لمر پر وړاندې عکس العمل ښکاره کوي، او د شین رنګ رامنخته کېدو سبب کېږي. تر شپږو میاشتو پورې د ماشوم د سترګو رنګ څرګند نه وي.

۵ـ د سړو په پرتله شین سترګې ښځې ډېرې دي.

که څه هم ساینس لاهم د دې لامل نه دی موندلی، خو څیړنو ښودلې چې شین سترګې ښځې تر شین سترګو سړیو ډېرې دي. د 2013 څېړنې کې ، د شین سترګو سړو شمیر ۱۲ ته نږدې و، پداسې حال کې چې د ښځې ۱۸ سلنه وې.

۶ـ شنه سترګې خورا زړه راښکونکي سترګې لري.

د څیړنې په وینا، د شین سترګو سره د خلکو یو له اصلي ځانګړتیا حسد دی، مګر د دوی خورا مشهور ځانګړتیاوې د دوی جذابیت دی.

۷ـ شنه سترګې میندې د درد لپاره ډېر زغم لري.

په 2014 څېړنې کې ، میرمنې دوه ډلو کې ووېشل شوي: لومړی هغه ښځې چې تیاره سترګې لري (نسواري) او بل هغه میرمنې روښان سترګو (شین او نیلي) یې وې. څیړنې وموندل چې هغه میرمنې چې تورې یا نصواري وې. عصبي او د زېږون درد پر وړاندې یې زغم نه درلود. په مقابل کې یې هغه میرمنې وې چې سترګې یې شنې یا نیلي وې، دوی د زېږون د ډېر درد زغمونکي وي ،په حقیقت کې ، دا ثابت شوي چې د سترګو رنګ او د درد زغم ترمنځ اړیکې شتون لري. خو لامل یې تراوسه نه دی موندل شوی.
ژباړه: مریم صدیقي

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.