د سویلي افریقا د کرکټ لارښود یا ډایرېکټر ګرېم سمېت ویلي، چې دی تمه لري، اې بي ډیویلیرز او عمران طاهر د ویسټ انډیز پر وړاندې ټېسټ او شل اوریزو لوبو کې ولوبېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اپرېل میاشت کې د افریقا کرکټ لوبډلې مشر روزونکي مارک بچر هم ویلي و، چې اې بي ډیویلیرز نه تمه ده، چې نړیوال شل اوریز جام کې د افریقا په ګټه ولوبېږي.
اې بي ډیویلیرز چې د سویلي افریقا لپاره هم په توپوهنه او په لوبډلمشرۍ کې یو له بریالیو لوبډلمشرانو څخه و په ۲۰۱۸ کې یې له نړیوال کرکټ سره مخه ښه اعلان کړه او د نړیوال کرکټ پنځلس کلن مزل ته یې د پای ټکی کېښود.
۲۰۱۸ کې هغه ۳۴ کلن و او اوس یې د عمر ۳۷ م کال دی.
ډیویلیرز خپله د آیپياېل د لوبو پرمهال وویل، «چې دی به په نړیوال جام کې د لوبېدو په خاطر د سویلي افریقا لوبډلې له مشر روزونکي مارک بچر سره وغږېږم، زه پوره لېواله یم چې نړیوال جام کې ولوبېږم».
بل پلو ګرېم سمېت د ډیویلیرس، عمران طاهر او کرېس مورېس په اړه هم ویلي، چې باید درې واړه د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبوکې ولوبېږي.
د سویلي افریقا کرکټ لوبډله د جون په میاشت کې ویسټ انډیز ته ځي او هلته به دوه ټېسټ او پنځه شل اوریزې لوبې ترسره کړي.
د افریقا لوبډله د لوبییزه کمزوري
کله چې له افریقایي لوبډلې هاشم امله، جی پي ډومني، مورني مورکل، ډیل سټین او اې بي ډیویلیرز تللي دي، نو د دې لوبډلې پښې ښوئیدلي دي، په نړیوال پنځوس اوریز جام کې یې چندانې خونده نه وه.
د پاکستان پر وړاندې اوسنۍ لوبلړۍ کې لوبډله په خپل هېواد کې ماته شوه، یو ورځنۍ لوبې پاکستان وګټلې او د څلورو شل اوریزو لوبو لړۍ هم درې د یو پر وړاندې پاکستان وګټله.
اوسمهال د افریقا لوبډله کې تر ډېره ځوان لوبغاړي دي، فاف ډوپلیسي هم له لوبو سره مخه ښه کړې ده.
نو د ډیویلیرز، عمران طاهر او کرېس مورېس په راتګ سره دا لوبډله بېرته د قوت ساه اخیستلی او لوبې ګټلای شي.